1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي

۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبه

په افغانستان کي د پلازمیني کابل په شمول، خراب امنیتي وضعیت ته په کتو سره د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کي له خپلو اتباعو څخه غوښتي چي ژر تر ژره دې له افغانستانه ووځي.

Afghanistan Deutsche Botschaft in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

په کابل کي د آلمان سفارت په صراحت سره ویلي چي د محدودو امکاناتو او ظرفیتونو په دلیل نه سي کولای په افغانستان کي خپلو آلماني اتباعو ته ددې تضمین ورکړي چي د کابل په ښار کي د وضعیت د خرابیدو او تجارتي پروازونو د دریدو په صورت کي، د هغوی له پاره له افغانستانه د پرواز زمینه برابره کړي.

د آلمان او همدارنگه نورو لویدیځو هیوادونو له خوا، افغانستان ته د سفر په هکله خبرداری له ډیره وخته راهیسي موجود وو. آلمان د مارچ د میاشتي په پای کي له افغانستانه د خپلو اتباعو د وتلو غوښتنه کړې وه او اوس یو وار بیا پر دغه خبره ټینگار سوی دی.

همدارنگه تیره اونۍ د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او نورو هیوادونو هم له خپلو اتباعو څخه غوښتي چي ډیر ژر له افغانستانه ووځي. فرانسې او هند لا مخکی له افغانستانه د خپلواتباعو د وتلو له پاره زمینه برابره کړې وه.

د اپریل په نیمایي کي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل راهیسي، طالبانو ددغه هیواد ډیری سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. څو ورځې تر مخه کندز د طالبانو په لاس سقوط وکړ او نن غزني هم د طالبانو لاسو ته لوېدلی دی.

(GP, BS (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب