1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آلمان: په کرونا د مبتلایانو شاخص بیا ریکارډ مات کړ

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

په آلمان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شاخص بیا هم د ریکارډ تر کچې رسیدلی او تر ۸۹۴ هم لوړ شوی دی. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۲۱۴ تنه وژلي دي.

Deutschland | Coronavirus | Intensivstationen
انځور: Ina Fassbender/AFP/Getty Images

روبرت کخ انستیتوت په آلمان کې په کرونا ویروس د مبتلایانو شاخص ۸۹۴،۳ اعلان کړی دی. دغه شاخص تیره ورځ (د جنورۍ ۲۴ نیټه) ۸۴۰،۳ او تیره اونۍ په همدې ورځ ۵۵۳،۲ وو.

په کرونا د مبتلایانو شاخص، د هرو سلو زرو انسانانو پر سر په یوه اونۍ کې په دغه ویروس د نویو مبتلایانو شمیر ښيې.

روبرت کخ انستیتوت د سه شنبې(د جنورۍ میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د نوو مبتلایانو شمیر شاوخوا ۱۲۷ زرو ته رسیدلی دی.

دغه شمیر له تیرې ورځې ۶۴۰۰۰ زیات او د تیرې اونۍ د همدې ورځې په پرته شاوخوا ۵۳ زره لوړ دی.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۴ کسان په آلمان کې په کرونا ویروس د اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه پورې په دغه هیواد کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شمیر ۱۱۶ زره او ۹۶۰ تنو ته رسیدلی دی.

همدارنګه د کرونا ویروس له کبله د بستر کیدونکو ناروغانو شاخص هم ۳،۸۷ ته لوړ شوی دی. تر اوسه پورې په آلمان کې ۸ میلیونه او ۸۷۱ زره انسانان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل