1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د کرونا تدابیر لا پسي سخت کړل سول

۱۳۹۹ دی ۱۷, چهارشنبه

له ورځو راهیسي د کرونا د تدابیرو د اوږدیدو په هکله بحثونه روان ول. دا دی اوس صدراعظمي انګلا میرکل او نورو ایالتونو حتی دغه تدابیر لا پسي سخت کړل.

Berlin I Angela Merkel verkündet Verlängerung des Lockdowns
انځور: Michael Kappeler/REUTERS

د کرونا بحران په ترڅ کي د آلمان صدراعظمي او د ایالاتونو وزیرانو د سختو تدابیرو په رامنځته کولو لاس پوری کړ.

حکومت او ایالتونو په هغو سیمو کي چي د کرونا ویروس پیښي ډیري دي، د خلکو پر تګ راتګ لا سخت بندیزونه وضع کړل. لکه څنګه چي میرکل پس له څو ساعتونو مشورو وروسته په برلین کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کی وویل، په هغو سیمو کي چي د یوې اونۍ په ترڅ کي د هره ۱۰۰ زرو اوسیدونکو څخه، څه د پاسه ۲۰۰ تنه په دغه ویروس اخته سوي وي، نو اوسیدونکي یې یوازي تر ۱۵ کیلومتره واټن پوري له خپله کوره لیري تلای سي. د مهمو دلایلو له امله استثناوي هم موجودي دي.

په جرمني کي د کرونا له کبله محدودیتونه د ۲۰۲۰م کال له نوومبر مياشتي راهیسي دوام لري چي پکې د نورو ترڅنګ د خلکو ترمنځ د اړیکو، ماسک اغوستل، رستورانونو، کلتوري، ورزشي او تفریحي ځایونو د تړلو په هکله مقررات شامل دي.

د کرونایي بندیزونو له امله د آلمان په ښارونو کې ډير لږ خلک لیدل کیږيانځور: Jochen Tack/picture alliance

د رابرت کوخ انستیتوت د ارقامو له مخي، په اوس وخت کي د جرمني څه د پاسه ۶۸ سیمي په دغو نوو مقرراتو کي شاملیږي. د مثال په ډول د زاکسن انهالت او تورینګن ایالتونو اوسیدونکي یوازي تر ۱۵ کیلومتره پوري له خپله کوره لیري تلای سي.

له خلکو سره اړیکي هم لا پسي محدودي سوې، او یوه کورنۍ کولای سي د بلي کورنۍ له فقط یوه غړي سره له نیژدو وویني.

انګیلا میرکل د ایالتونو مشرانو ته ټینګار وکړ چي له دغو محدودیتونو څخه هدف، په کرونا د اخته کېدو د پيښو مخنيوی دی او تر هغه وخته چي په دغه هیواد کي د اخته کسانو شمیر له هرو ۱۰۰ زرو اوسیدونکو څخه تر ۵۰ پوري کښتي سطحي ته نه وي رسېدلی، حکومت به د کرونا د وژونکي ویروس پر وړاندي په بیلابیلو تدابیرو لاس پوري کړي.

په آلمان کي د دسمبر مياشتي پر ۲۷مه د کرونا واکسین لګول پیل سول. په اول سر کی به تر ۸۰ کلنۍ پورته او ناروغ کسان او همدارنګه د زړو کسانو د پالني کارکوونکي او طبي پرسونل واکسین سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب