1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني؛ د کرونا ورځني قربانيان ریکارډ ته لوړ شوي

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

په جرمني کي په يوه ورځ ۴۱۰ کسان له کرونا يا د کرونا له اثراتو مړه سوي دي. په دې سره په آلمان کي له کرونا څخه د مړه سوو کسانو شمېر ۱۴۸۰۰ ته رسېدلی دی.

Coronavirus - Berlin Intensivpflege
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د جرمني د روغتيا چارواکو ويلي دي چي په يوه ورځ کې يې د کرونا له کبله د مړيني ۴۱۰ تازه پيښي ثبت کړي دي. په دې سره نو دا لومړی وار دی چي په جرمني کي په يوه ورځ دومره کسان له کرونا څخه مري.

په جرمني کي د کرونا د قربانيانو شمېر تر اوسه پورې ۱۴۷۷۱ کسانو ته رسېدلی دی. تر دې مخکي په يوه ورځ له کرونا څخه د مړه سوو کسانو شمېر ۳۱۵ کسان ول.

په جرمني کي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي تر ۱۸زره زيات کسان په کرونا اخته سوي. په ټوله کي په جرمني کي تر ۹۰ زره زيات کسان په کرونا اخته او ثبت سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب