1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د مهاجرو د ادغام کورسونو بودیجه محدودي

۱۴۰۴ اسفند ۲, شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د بودیجې د کمښت دلیل په المان کې د ادغام داوطلبانه کوروسونو ته د مهاجرو لاسرسی محدودوي. ګڼو منتقدینو د حکومت پر دغه اقدام نیوکې کړي.

آرشیف، آلمان ـ  یو شمېر مهاجر زدکونکي د ادغام کورس په یوه ټولګي کې
د آلمان حکومت د مهاجرو د ادغام کورسونو بودیجه محدوديانځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

ترکۍ خبریاله موگه توزچو کاراکوچ وايي که ېې د ادغام کورسونه پاس کړي نه وای، په احتمال سره اوس به ېې په آلمان کې د اوسېدو پوره امکانات نه درلودل.

کاراکوچ د ۷ کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي، خو د آلماني ژبې کورس ېې په ۲۰۲۴ کې له اوکرایني، سوریايي او ایراني مهاجرو سره پیل کړ. دې سره هغه احساس کوي چې اوس ېې پر مخ په آلمان کې د اوسېدو له پاره د دغه هېواد دروازې په واقعي توګه خلاصې دي.

هغې دویچه وله ته وویل: «موږ دلته له یوې ژبې علاوه ډېر څه زده کړل. دغه کورس ماته د دې فرصت راکړ چې یو ځل بیا د روزمره ژوند برخه وګرځم او دا ښيي چې زه په آلمان کې د اوسېدو چانس لرم.»

نور ولولۍ: سروې: په هر پنځو کسانو کې یو ېې له آلمانه پر وتلو فکر کوي

خو اوس د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نور نه غواړي دغه سهولتونه د ټولو مهاجرو له پاره وړاندې کړي چې په هغو کې د اوکرایني مهاجرو، پناه غوښتونکو، د «زغم» وضعیت لرونکو مهاجرو ته د مالي تامين درخواستونه شامل دي، محدود کړي او د اروپايي اتحادیې مهاجر به هم تر راتلونکې خبرتیا پورې ونه منل شي.

د وزارت دغه خبره په دې معنی ده چې مهاجر به په راتلونکې کې اړ وي چې د ادغام کورس له پاره په خپله ۱۶۰۰ یورو تحویل کړي.

جاب سنټر، د مهاجرت اداره او یا د ټولنیزې رفاه دفتر به یوازې په هغه صورت کې د مهاجرو له پاره د ادغام وړیا کورسونو چمتو کړي چې د مهاجرو او کډوالو له پاره فدرالي اداره (بامف) ېې لګښت پرې کړي.

 ۴۲ کلنه کاراکوچ د آلمان حکومت دغه اعلان ناخوښه کړې او وايي چې نه پوهیږي څه به کیږي. هغې دویچه وله ته وویل: «زه فکر کوم آلمان یو ګام پر شا ځي. که مهاجر په ورځنۍ ژوند کې برخه وانخلي ستونزې به لاپسې ډېرې شي او د ادغام کوروسونو لغوه کول به مهاجر محوه نه کړي.»

د ادغام کورسونو د ښوونکو اندېښنه

د ادغام کورسونو ښوونکي هم له نوي اعلان سره خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي. له دغو ښوونکو څخه یوه هم پېترا مارتین ده چې له ترکۍ خبریالې کاراکوچ سره مرسته کوي. هغې دویچه وله ته وویل: «دغه کورسونه نهایت مهم دي. که یو کس په آلمانۍ ژبه خبرې نه شي کولی هغه نور په دغه ټولنه کې چانس نه لري.»

په آلمان کې د ادغام کورسونو هر ټولګی شاوخوا ۷۰۰ درسي ساعتونه لريانځور: Petra Martin

نور ولولۍ: څېړنه: د ۲۰۱۵م کال مهاجر د کار په بازار کې ښه مدغم سوي

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي دي چې محدودې بودېجې ته په کتو، اړتیا نشته چې د هغو افرادو له پاره د ادغام له کورسونو ملاتړ وشي کوم چې فکر کوي نه غواړي په دغه هېواد کې پاته شي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې دویچه ويلې ته ولیکل: «موږ د مهاجرو د شمېر او د لګښتونو کمولو ته ژمن یو.»

وزارت زیاته کړې: «په دې کار سره موږ کاذبې انګېزې راکموو او لومړيتوبونه ټاکو. د ادغام کورسونه د پخوا په څېر موجود دي خو د هغو له پاره چې کولی شي په آلمان کې د تل له پاره پاته شي.»

وزارت دا هم ویلي دي چې په راتلونکې کې به د ادغام کورسونه لا ډېر هدف وګرځي. اصول به په همدې حالت پاته وي: هغه افراد چې په آلمان کې د تل له پاره هستوګن کيږي ورڅخه به ملاتړ کیږي تر څو ژبه زده کړي او دې سره به هغوی په چټکۍ خپل مسیر پیدا کړي.»

نور ولولۍ: آيا په آلمان کې مهاجر کارګر بايد آلماني ژبه زده کړي؟

د آلمان د سوسیال دموکرات له ګوند څخه ناتالیا پاولیک د حکومت پر دغه تصمیم نیوکه کوي او دا یو غلط اقدام ګڼي. هغه وايي د ادغام پر کورسونو د مالي ملاتړ محدودولو تصمیم، د ائتلافي حکومت له هغه توافق سره په ټکر کې ده چې پر ادغام ډېره پانګونه وشي.

هغه وايي د مهاجرت قانون له مخې دا بې معنی خبره ده چې له ېوې خوا له خلکو د لا ډېر ادغام تمه وشي او په عین وخت کې لازم فرصتونو ترې واخیستل شي. پاولیک دویچه وله ته وویل: «د منلو توقف په دې معنی دی چې خلک خپل قیمتي وخت له لاسه ورکوي... د ژبې له زدکړې ملاتړ نه باید په راتلونکې کې په هېواد کې له پاته کېدو سره تړاو ولري.»

په آلمان کې مهاجرو له پاره د ادغام کورسونو هر ټولګی ۷۰۰ درسي ساعتونه په بر کې نیسي. زده کونکي تر ټولو ډېر وخت د آلماني ژبې د زده کړې په برخه کې تېروي، خو تر څنګ په کې د آلمان د حقوقي سیستم، تاریخ، کلتور او ټولنیزې ودې موضوع ګانو تدریس کيږي. په حاضر وخت کې نژدې ۴ میلیونه خلک په دغو کورسونو کې زده کړې کوي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب