1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي هیوادونو تیر کال ډير مهاجر اخراج ګړي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د اروپايې اتحادیې د احصایې دفتر «Eurostat» د معلوماتو له مخې اروپايي هیوادونو په ۲۰۲۲م کال کې تر هغې د یوه کال مخې په پرتله ۲۳ سلنه ډیر پناه غوښتونکي اخراج ګړي دي.

Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په لوکزامبورګ کې د «يوروشټاټ» په نوم د احصایې ادارې د جمعې په ورځ ویلي دي چې تیر کال د اروپايي اتحادیې په غړو هیوادونو کې له ۴۲۴ زره مهاجرو څخه د هیواد پریښودو غوښتنه شوې وه. د نوموړي ادارې په حواله دغه رقم تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالې ښيې.

المان: دوه پر دریمه برخه اخراجونه له ماتې سره مخامخ کیږي

ډیري دغه کسان الجزایري، مراکشي او پاکستاني اتباع دي. د دغې ادارې په حواله شاوخوا ۹۷ زره د حفاظت په لټه کې کسان البانیا، ګرجستان او سوریې هیوادونو ته اخراج شوي دي. فرانسه د اروپايي اتحادیې د هیوادونو په کتار کې له تر ټولو ډیرو اخراجونو سره په دې برخه کې په لومړي مقام کې ځای نیولی دی.

په پاريس ښار يوه څنډه کې د مهاجرو خيمېانځور: Getty Images/J.Saget

نږدې یو میلیون وګړي بې له دې چې د اقامت یا اقامې اجازه ولري په اروپايي هیوادونو کې ثبت شوي دي چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۵۹ سلنه زیاتوالی ښيي. تر هنګري وروسته اکثره دغه کسان په المان او ایټالیا کې ثبت او راجستر شوي دي. د دغو پناه غوښتونکو لویه برخه د سوریې، افغانستان او مراکش هیوادونو اتباع دي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د معلوماتو له مخې تیر کال د اروپایي اتحادیې ۲۷ غړو هیوادونو ته د شاوخوا ۱۴۱ زره انسانانو د ورتګ مخه نیول شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل