1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

آلمان کې تر زرو ډېرو شکمنو ډرونونو پروازونه مشاهده شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس
۱۴۰۴ دی ۱, دوشنبه

سږکال د شکمنو ډرونونو د پروازونو له کبله د آلمان يو شمیر هوايي ډګرونه اغیزمن شوي چې له امله یې مسافر له ستونزو سره مخامخ شول. د دې ستونزې سره د مقابلې له پاره د ځانګړو الوتکې ویشتونکو ټانکونو فرمايش ورکړل شوی.

Deutschland Markdorf 2017 | Drohne fliegt bei Sonnenuntergang über eine Wiese
انځور: Felix Kästle/dpa/picture alliance

د آلمان د جنايي پوليسو فدرالي ادارې (بي کی ای) مشر د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې په آلمان کې په ۲۰۲۵م کال کې تر اوسه د بې پېلوټه الوتکو تر ۱۰۰۰ ډېر شکمن پروازونه راجستر شوي دي. نوموړي دا څرګندونې د مشهورې آلمانۍ ورځپاڼې بلد په يوه رپوټ کې نشر شوي دي.

د آلمان د جنايي پوليسو فدرالي ادارې مشر هولګر مونش، وويل چې د ډرونونو دا ډول مشاهده «د ځانګړي خطر د وضعيت» ښکاروندوي کوي.

اړونده موضوع: دوبرينت: الماني پولیس به د ډرونونو د ویشتلو اجازه ترلاسه کړي

د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، په اکتوبر میاشت کې ويلي ول چې حکومت په دې آند دی چې د آلمان په قلمرو کې د ډرونونو د ليدل کيدو تر شا د روسیې لاس دی.

د بي کی ای مشر هولګر مونش، د بلډ ورځپاڼې ته وويل چې د «۱۰۰ فيصده» ډاډمنتيا سره دا خبره نه شو کولی چې د ټولو ډرونونو تر شا دې د روسیې لاس وي. خو نوموړي وويل چې شک لري دا ډول بې پېلوټه الوتکې د يوه دولتي نقش لوبوونکي په لارښوونه فعاليت کوي چې موخه یې په آلمان کې د غير مطمئن وضعيت له پاره لاره هوارول دي.

د برلين او مونشن په هوايي ډګرونو کې ډرونونه

په روان کال کې د آلمان هوايي ډګرونه د بې پېلوټه الوتکو د ليدل کيدو له کبله اغیزمن شول چې له امله یې پروازونه وځنډول شول او دا هر څه د مسافرو د سردردۍ باعث وګرځيدل.

د بيلګې په توګه د مونشن په هوايي ډګر کې په دغه ښار کې د اکتوبر له مهمې ميلې څخه لږ د مخه د اکتوبر پر دريمه نېټه د ډرونونو د ليدل کيدو له کبله د هوايي ترافيک د کنترول فعاليت وردول شو. همدا شان په نوامبر میاشت کې د برلين براندنبوګ هوايي ډګر په شا او خوا کې هم نامعلوم ډرونونه وليدل شول چې له کبله یې کابو دوه ساعته د هوايي ډګر چارې ودرول شوې.

اتوماتيک يا خپلواکه وسلې؛ ماشين د ژوند او مرګ پريکړه کوي

02:49

This browser does not support the video element.

همدا شان د آلمان د پوځي تاسیساتو ترڅنګ هم فضا کې بې پېلوټه الوتکې مشاهده شوې.

د آلمان د «ډېر شپيګل» مجلې د خبر په حواله د اکتوبر پر ۱۳مه نيټه د روستاک ستر ښار ته څېرمه شمال لویديځه سيمه ګنوين کې د پرتې پوځي اډې پر سر هم ډرونونه ليدل شوي ول. په رپوت کې ويل شوي دي چې د دې پېښې پر وخت د ګنوين په پوځي اډه کې د اوکرايني عسکرو روزنې دوام درلود.

آلماني چارواکي د ډرونونو د اغیزمن ځواب په لټه کې دي

د آلمان چارواکي اوس د لا اغیزمنې او چټکې لارې په فضا کې د بې پيلوټه وسيلو سره د مقابلې هڅې کوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزیر الکساندر دوبرينت، د چهارشنبې په ورځ په برلين کې د ډرونونو د مخنيوي ګډ مرکز (جي ډي ای زيډ) پرانیست. دا اداره به د ډرونو څخه د دفاع په برخه کې فدرالي او ایالتي وړتياوې سره همغږي کوي.

د آلمان حکومت ويلي دي چې «د ډرونونو د مخنيوي ګډ مرکز ۲۴ ساعته فعاليت کوي او دا د امنيتي خطرونو د فوري او په همغږي شوي توګه ځواب ورکولو له پاره چمتو کړل شوی دی.»

اړونده موضوع: ډرونونه د جګړو په څرنګوالي کې ژور بدلون راوستی دی

د حکومت په حواله دا مرکز «د فدرالي او ايالتي حکومتونو تخنيکي مهارتونه سره يوځای کوي او د مواصلاتو، د وضعيت په ګډه اروزولو او د ډرون د دفاع اړونده فعاليتونو له پاره يوه پياوړې شبکه جوړوي.»

د کورنيو چارو وزارت د ډرونونو د واقعاتو د رامنځته کيدو په ترڅ کې هوايي ډګرونو او نورو ځایونو ته د مرستې رسولو له پاره دفاعي قطعه هم جوړه کړې ده.

د آلمان پوځ (بوندس وېر) هم د دې مشکل سره د مقابلې په موخه د ځانګړو الوتکې ویشتونکو ټانکونو فرمايش ورکړی دی چې په ګڼه ګوڼه کې هم د دې ډرونونو د کنترول په برخه کې اغیزمن ثابتېږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل