1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان کې د غیر اروپايي هیوادونو د کارگرو شمیر زیات شوی دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

المان د څو کلونو راهیسې د کاري ځواک له کمښت سره مخامخ دی او دغه تشته بیا بهرني کارگر ډکوي. د دغه هیواد حکومت د بهرنیو کارگرو د جذبولو په خاطر د قوانینو د آسانه کولو له پاره اصلاحات هم عملي کوي.

Deutschland Ausbildung von Migranten
انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture alliance

المان د کار په بازار کې د کارگرو د کمښت خلاء ډکولو په خاطر له اروپایې اتحادیې څخه د باندې هیوادونو اتباعو د را جلبولو لړۍ جاري ساتلې ده. په دې ترڅ کې د بهرنیو اتباعو د ثبت او راجستر کولو ادارې د تیرکال تر پایه پورې ۳۵۰ زره کسانو ته د موقتي استوگنې ترڅنگ د کار کولو اجازه هم ورکړې ده.

څېړنه: آلمان په کال کې ۲۶۰ زرو مسلکي مهاجرو ته اړتیا لري

د دغو کسانو شمیر تر دې د یوه کال مخکې یعنې ۲۰۲۱م کال په پرتله ۵۴۰۰۰ زیات دی. د المان د احصایې مرکزي ادارې د پنجشنبې په ورځ اطلاع ورکړه چې دا د بهرنیو اتباعو په شمیر کې ۱۹ سلنه زیاتوالی ښیې چې د تیرو کلونو په پرتله په ښکاره ډول زیاتوالی دی.

د نوموړي ادارې په حواله په المان کې د کارگر مهاجرو شمیر له ۲۰۱۰م کال راهیسې په پرله پسې ډول زیات شوی دی. له دغو راجستر شویو کسانو له ډلې څخه دوه پر دریمه برخه یې نارينه ول.

د اروپایي اتحادیې د آبي کارت درلودونکي تعلیم یافته کسان د دغو بهرنیو کارگرو یواځنی تر ټولو ستره ډله تشکیلوي. په دې ډله کې تر ټولو ډیر خلک یعنې ۲۶۰۰۰ کسان له هند څخه راغلي دي او تر دې وروسته بیا ترکي او روسي اتباع دي.

د مهاجرو له پاره د کار پیداکولو نندارتون

02:34

This browser does not support the video element.

په اروپايي اتحادیه کې د آبي پاسپورت ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیک وړاندې کوونکي باید د پوهنتون د فراغت اسنادو ترڅنگ د خپلې وړتیا مطابق د لږ تر لږه تنخوا او یوه دقیق کار کولو وړاندیز وکړي.

د پوهنتون د تحصیلي اسنادو پرته هم د مسلکي کارگرو په شمیر کې په ډیرې چټکۍ سره زیاتوالی لیدل کیږي.

د یادونې وړ ده چې المان د بهرنیو کارگرو په شمیر کې د زیاتوالي رامنځته کولو په خاطر نوي قوانین هم رامنځته کوي. په دې لړ کې د المان په پارلمان کې تر بحث لاندې یوه قانوني مسوده به هم بهرنیو کارگرو ته د دوه گوني تابعیت ترلاسه کولو لاره پرانیزي، چې په عام ډول په اوس وخت کې یوازې د اروپايي اتحادیې او سویسي اتباعو پورې محدوده ده.

په پلان شوو اصلاحاتو کې د تابعیت ترلاسه کولو له پاره د اړتیا وړ اقامت کلونو چې اوس مهال اته کاله دی پنځو کلونو ته را کمول شامل دي او په ځینو مواردو کې خو به دغه موده حتی درو کلونو ته محدوده کړای شي.

ډېر مهاجر د مسلکي کارگرو په توګه په کار بوخت دي

د دې ترڅنگ به د «میلمه کارگرو» د نسل پورې تعلق درلودونکو کسانو ته په الماني ټولنه کې د مدغم کیدو په خاطر د الماني ژبې د زده کړې الزامي کورس په برخه کې هم آسانتیا راوستل شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل