آلمان تر اوسه پورې ۱۳۰۰ تنه له افغانستانه انتقال کړي دي
۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبه![Deutschland Ramstein Airbase | Flüchtende aus Afghanistan](https://static.dw.com/image/59210655_800.webp)
د «فونکه» رسنیزې ډلې ورځپاڼو د دوشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۸ نیټه) د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه کسان توانیدلي دي چې هم د ځمکې او هم د هوا له لارې له افغانستان څخه ووځي. د دغو کسانو له ډلې څخه ۷۰۰ تنه یي د چارتر الوتکو په دریو پروازونو کې آلمان ته انتقال شوي دي.
د دغه رپوټ پر اساس د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د آلمان سفارتونو تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۷۰ ویزې، د دغه هیواد د بنسټونو پخوانیو همکارانو او نورو افغانانو ته چې حفاظت ته یي اړتیا درلودله صادر کړي دي.
چارواکي وایي چې د نظامي تخلیه کولو پروګرام تر پای ته رسیدو وروسته هم آلمان خپلې هڅې روانې ساتلي دي، څو د آلماني بنسټونو پخواني کارکوونکي او یو شمیر هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي آلمان ته راولي.
تر اوسه پورې چې مشخصه شوې ده د هغو کسانو شمير چې حفاظت ته اړتیا لري، ۲۶۰۰ تنو ته رسیږي چې د خپلو کورنیو له اصلي غړو سره یي مجموعي شمیر ۶۶۰۰ تنو ته رسیږي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې نور نو په دې لیست کې د نورو کسانو زیاتول امکان نه لري.
د دغو څرګندونو په اساس، د آلماني اتباعو یو بل لیست هم موجود دی چې له خپلو کورنیو سره یي شمیر ۴۳۰ تنو ته رسیږي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې حکومت په سیمه کې له «ډیر شمیر اړخونو یا لوبغاړو» سره همکاري کوي، څو دغو کسانو ته د سفر کولو نورې لارې لارې چارې هم ولټول شي.
د آلمان حکومت له دغو کسانو سره د سفر په جریان کې د بیلګې په توګه په ګاونډیو هیوادونو کې د دوی د استوګنې، مراقبت او آلمان ته د الوتکو د ټکټ د خریردارۍ په برخه کې مرسته کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ب. ص