1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې او آلمان په اړیکو کې اختلافات

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د فرانسې او جرمني تر منځ دوه اړخيزو اړيکو کي داسي موضوعات شته چې له اوږدې مودې راهیسې له پامه ايستل شوي دي. د امريکا له لورې د سبسایډي کڅوړو برلین او پاریس د صنعت په پالیسۍ کې نږدې کړې دي، خو لا هم ځینې د اختلاف ټکې شته.

Die Flaggen von Deutschland und Frankreich wehen eintraechtig vor blauem Himmel...
انځور: Ralph Peters/chromorange/picture alliance

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د خپلې وینا پرمهال، په اروپا کې د هوایي دفاع له پاره د یوه سیستم رامنځته کولو ملاتړ وکړ. هغه وایي چې په اوکراین کې د جګړې له وخته د اروپا په دفاعي سیستم کې خلا رامنځته شوې ده. د اکتور مياشتي په نیمایي کې ۱۵ هيوادونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه. فرانسې ته بلنه ورکړل شوې وه، خو له ګډون څخه یې انکار وکړ. فرانسه له ایټالیا سره یو ځای اوس د توغندیو د دفاعي سیستم پر پراخولو کار کوي.

اړوند مطلب: آلمان او فرانسې ایتوپیا ته د نژدې همکارۍ لاس غځولی دی

فرانسه له دې واقعیت څخه اندېښمنه ده چې آلمان غواړي د امریکا او اسرائیلو ټیکنالوژي استفاده کړي.

اليزې ماڼۍ وایي، موږ دې ته لومړیتوب ورکوو چې اروپا پر خپله ستراتیژیکه خپلواکۍ تکیه وکړي. برلین وایي، هغه سیستمونه چې اوس شته او وکارول شي او د دې سیستم د پراختیا له پاره په کور دننه د حل موندل به ډېر وخت ونیسي.

د انرژۍ سیاست

کله چې د ژمي په پیل کې د برېښنا د کمښت ګواښ رامنځته شو، فرانسې او آلمان یو او بل د انرژۍ پالیسۍ په برخه کې په نا سمې تګ لاره تورن کړل. له یوې خوا د اټومي انرژۍ د تولید او له بلې خوا د ګازو د رسولو ستوونزې دي.

په اروپایي اتحادیه کې دغه دوه هيوادونه اوس د ګازو د پیرودلو په برخه کې او دغه راز د ګازو او برېښنا رسولو په برخه کې یو له بل سره موافقې ته رسېدلي دي. دغه دوه شریکان په دې موافق دي، چې په بازار کې د برېښنا په برخه کې اصلاحات رامنځته شي، ځکه چې اوس د برېښنا بیې د ګازو د بیو پر بنسټ دي. دا چې دقیقاً دا باید څنګه وي، په دې اړه لا هم بحثونه دوام لري.

اړوند مطلب: په اروپايې اتحاديه کي د اوکراين غړيتوب؛ د آلمان او فرانسې د نظر اختلاف

آلمان د نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لېواله دی. کله چې د هایدورجن په اړه خبره مځته راځي، نو د نظرونو توپیر شته. د فرانسې او آلمان یو ګډ شرکت پلان لري چې په نورماندي کې د هایدروجن یوه لویه فابریکه جوړه کړې. فرانسه غواړي د انرژۍ د تولید په بهیر کې له اټومي انرژۍ څخه کار واخلي. دا به نور د آلمان له پاره "شنه" هایدروجن نه وي.

د امریکا متحده ایالاتو د سبسایډۍ په اړه غبرګون

آلمان او فرانسه موافقه لري چې د متحده ایالاتو د سبسایډي کڅوړه (د انفلاسیون کمولو لایحه) کولی شي د اروپا اقتصاد ته زیان ورسوي. اندېښنه ده چې اروپایي شرکتونه به د تبعیض سره مخ شي او یا به له اروپا څخه کډه وکړي. آلمان په لومړۍ درجه کې غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو له لارې د استثنايي قضیو پلي کول ممکن کړي. پر دې سربېره، د اروپا سبسایډي باید په چټکۍ سره تصویب شي او شته بودیجه په سمه توګه استفاده شي.

اړوند مطلب: اروپا د امریکا د برقي موټرو پر سبسایډۍ انتقاد کړی

فرانسه دغه راز د یوه نوي فنډ په اړه فکر کوي چې د اروپایي ټولنې غریب هيوادونه هم وکولی شي له هغې څخه برخمن شي. ماکرون د کرونا څخه د بیا جوړونې صندوق د ۷۵۰ میلیونه یورو ته په اشارې وویل، دا هم د پور له لارې تمویل کېدای شي.

آلمان په همدې حال کې د دغې مفکورې په اړه په بې پروایۍ سره غبرګون ښودلی دی.

فرانسه، پاریس، د ایلیسی تړون ۶۰ مه کلیزه، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرونانځور: Ludovic Marin/AFP/Getty Images

د ژبې زده کړه

په دواړو هيوادونو کې د آلماني او فرانسوي بنسټونو له ډېرو هڅو سره سره، د ګاونډي هيواد له ژبې سره علاقه پر کمېدو ده. په فرانسه کې دا شمېره د پام وړ راکمه شوې ده. په حقیقت کې دا کمېدل دوام لري. څومره چې لږ ماشومان آلماني زده کوي، هغومره کسان په آلماني ژبه کې لوړې زده کړي ترسره کوي او له همدې امله ښوونکي هم لږ دي.

څرنګه چې په فرانسه کې ښوونکي یوازې یو مضمون تدریسوي، خو د آلمان ښوونکي باید په څو ښوونځیو کې کار وکړي. دا د دې لامل کیږي چې په منظمه توګه د ژبې تبادلې کولو له پاره لږ وخت ولري. په روان تعلیمي کال کې آلمان د ښوونکو ۷۰ سلنه بستونه خالي دي.

دواړو هيوادونو د ګاونډیو ژبو د زده کړې او پرمختګ له پاره یوه پالیسې جوړه کړې ده. فرانسې په دې وروستیو کې د هسپانیا سره د دوستۍ په تړون کې د هسپانوي زده کړې ودې ته ژمنتیا ښودلي.

fz,nz,nk (afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب