د اتومي وسلو د مخالفينو له پاره د جنورۍ ۲۲مه يوه تاريخي ورځ ده. د اتومي وسلو د بندولو تړون چې په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ رامنځ ته شو، اوس پلی کيږي. هغه د تړون امضا کوونکي هېوادونه له دې څخه منع کوي چې اتومي وسلې توليد کړي، ويې ساتي، ويې پلوري او ويې کاروي.
د اتومي وسلو د لېرې کولو او له منځه وړلو کمپاين «آی سي ای ان» دغه تړون «يوه لويه راسته راوړنه» بولي. لېو هوفمان-اکستهېلم چې د دغه کمپاين يو استازی په بروکسل کې دی، دويچه ويله ته ويلي دي چې اوس «په هغو اتومي وسلې لرونکو هېوادونو باندې لا ډېر فشار وراديږي چې د اتومي بې وسلې کولو پخوانۍ ژمنې دې عملي هم کړي.» دغه کمپاين په ۲۰۱۷ کال کې د اتومي وسلو ضد هلو ځلو له کبله د نوبل د سولې جايزه هم تر لاسه کړې ده.
د اتومي بې وسلې کولو بهير په ټپه ولاړ دی
په تېرو څو کلونو کې د اتومي بې وسلو کولو بهير په ټپه ولاړ دی. په ټوله نړۍ کې تقريبا ۱۳۴۰۰ دغسې وسلې شتون لري چې ۹۰ سلنه يې د امريکا متحده آيالاتو او روسيې په لاس کې دي. سربېره پر دې چين، فرانسه، بريتانيا، پاکستان، هند، شمالي کوريا او اسرائيل هم اتومي وسلې لري. اوسمهال ډېر اتومي طاقتونه په دې پانګونې کوي چې خپلې اتومي وسلې عصري او لا غښتلې کړي. د بې وسلې کولو پر ځای عصريتوب - خو ډېرو غيراتومي هېوادونو ته دغه حالت د زغملو وړ نه وو. هغوی په ملګرو ملتونو کې د اتومي وسلو د ردولو او منع کولو په هکله مذاکرات سره وکړل چې د ۲۰۱۷ کال په جولای کې ۱۲۲ هېوادونو دغه تړون په نيو يارک کې رامنځ ته کړ. اوس چې ۵۱ هېوادونو دغه تړون منظور کړی دی، نو هغه پلي کېدای هم شي.
اتومي طاقتونه ورڅخه انکار کوي
دغه تړون تر اوسه پورې په تېره د افريقا، لاتينې امريکې او آسيا ډېرو هېوادونو لاسليک کړی دی. خو له اروپا او اروپايي اتحاديې څخه یوازې اتريش، ايرلنډ او مالتا ورسره يو ځای شوي دي. اتومي طاقتونه دغه تړون په کلکه ردوي. عين خبره د ناټو پر ۳۰ غړو هېوادونو پورې صدق کوي چې د حيرانتيا خبره هم نه ده، ځکه چې اتومي وسلې د اتلانتيک د دواړو غاړو د يادې ټلوالې له پاره حياتي ارزښت لري. ناټو د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۰مه وويل چې «تر څو چې اتومي وسلې موجودې وي، به ناټو يوه اتومي ټلواله هم پاتې وي.» دا چې د اتومي وسلو د بندولو او منع کولو خبره يوازې د تړون پر غړو هېوادونو پورې اړه لري، نو ناټو د ځان له پاره اوس کوم مکلفيت نه ويني.
آلمان هم له تړون څخه فاصله نيسي
دغه نظر د آلمان حکومت هم لري چې د نورو د وېرولو له پاره د آلمان په خاوره کې امريکايي اتومي بمونه ساتي. د ناټو دغه مفکوره «اتومي شراکت» بلل کيږي. د اټکل له مخې ۲۰ امريکايي اتومي بمونه د آلمان په سويل لويديځ کې د راينلند فلڅ په بيوشل نومې هوايي اډه کې ساتل کيږي. له دې کبله د آلمان حکومت د اتومي وسلو د ممانعت تړون ردوي. د آلمان حکومتي وياند، شتېفن زايبرت د آلمان دريځ د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې څرګند کړ او ويې ويل چې ځينې هېوادونه اتومي وسلې تر اوسه پورې د پوځي مخامختيا يوه وسيله ګڼي. د هغه په خبره «تر څو چې داسې وي او آلمان او اروپا ته دغه ګواښ هم متوجه وي، زموږ په نظر د دې اړتيا شته چې د اتومي وېرونې وړتيا وساتل شي.»
نينا وېرک هويزر/ن ص/ ا ا
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
اوس د نړۍ کوم هیواد څومره اټومي وسلې لري؟
د سپيري د تازه رپوټ په حواله، اوس په نړۍ کې د اټومي وسلو شمیر کم شوی دی، خو د اټومې وسلو درلودونکي هیوادونه خپل اټومي بمونه لا عصري او وژونکي کوي. دا چې کوم هیواد څومره اټومي بمونه لري، په انځوريز رپوټ کې يې ولولئ!
انځور: Getty Images/AFP/J. Samadد سپيرې رپوټ وايي چې اوس مهال روسيه د نړۍ په سطحه تر ټولو ډيرې يعنې ۶۳۷۵ اټومې وسلې لري. روسيې اوس مهال ۱۵۷۰ اټومې وسلې نصب کړې هم دي. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره ۱۹۴۹م کال کي اټومې آزموينه کړې وه. په ۲۰۱۵م کې روسيې ۸۰۰۰ اټومې وسلې درولودلې. سپرې دا هم ويلی دی چې روسیه او امريکا نوې او قیمتي اټومې وسلې تولیدوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Anotonov د سپيري په حواله، امريکا اوس مهال ۵۸۰۰ اټومې وسلې لري چې ۱۷۵۰ يې نصب کړل شوي هم دي. امريکا په لومړي ځل په ۱۹۴۵م کال کې خپله اټومي آزموينه وکړه چې يو څه موده وروسته يې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومې بمونه استعمال کړل. د ترمپ اداره اوس د اټومي وسلو پر عصری کولو کار کوي. امريکا د ۲۰۱۹م کال راهیسې د اتومي وسلو د ذخیرو په اړه د معلوماتو خپرول درولي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedelاټکل کيږي چې چين اوس مهال ۳۲۰ اټومي بمونه لري او د سيپرې رپوټ په حواله چین هم اوسمهال د خپلو اټومي وسلو سيستم پر لا عصري کولو کار کوي. چين د آسيا تر ټولو بډای هيواد دی او د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر پوځ لري. خو پوځي واقعي وړتيا په اړه يې او دا چې څومره نصب کړې اټومې وسلي لرې، معلومات نشته. چين خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په کال ۱۹۶۴ کې کړې وه.
انځور: picture alliance/Xinhua/L. Binد اروپا په سطحه تر ټولو ډيره اټومې وسله فرانسه لري. شمیر يې ۲۹۰ ښودل شوی دی چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ يې نصب کړل شوي دي. فرانسې په ۱۹۶۰م کال کې د اټومي وسلو جوړولو تکنالوژي ته لاسرسی پيدا کړ. سيپرې وايي چې فرانسه اوس هم تر يوه حده پورې د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات خپروي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunetبريتانيا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۵۲م کال کې ترسره کړه. بريټانيا چې د امریکا متحده ايالاتو نژدې دوست هیواد دی، په ۲۱۵ شمیر کې اټومې وسلې لري چې ۱۲۰ يې نصب کړل شوي دي. دغه هیواد ويلي دی چې د خپلو اټومي وسلو زیرمه يې لږ کړې او ۱۸۰ ته يې راښکته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Poa/British Ministry of Defence/T. Mcdonalد پاکستان د اټومي وسلو شمیر ۱۶۰ ته رسیږي. د سيپري په حواله، وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې اټومي بم جوړ کړ، دغه هیواد او هند د مختلفو اټومي وسلو تولید ته زور ورکړ. د پاکستان او هندوستان په حواله د دوی د اټومي وسلي يوازې د دفاعی مقصدونو له پاره دي. دغه دوه هیوادونه چې ښه مناسبات نه لري، د چارو کارپوهان وايي که تر منځ يې جګړه ونښلی نو په اټومي جګړه هم بدلیدلای شي.
انځور: picture-alliance/APهندوستان د ۱۵۰ اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په ۱۹۷۴م کال کي او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې وکړه. هند ژمنه کړې چې له چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو پر لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه کوي. پاکستان او هند د خپلو توغندیزو آزموينو په اړه معلومات خپروي، خو د اټومي وسلو په اړه يې ډير لږ معلومات خپاره کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupهندوستان تر ۱۱۰ پورې اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په کال ۱۹۷۴ او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې ترسره کړې ده. دغه هیواد ژمن دی چې چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه ترسره کوي.
انځور: Reutersاسرائيل چې د ۱۹۴۸ تر ۱۹۷۳ کال پورې يې درې ځله له عربي هیوادونو سره جګړې کړې دي، د اټومي وسلو شمير يې ۹۰ ته رسیږي. اسرائيل د خپل سیاست له مخې اوس هم د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه هيڅ معلومات نه خپروي.
انځور: Reuters/M. Kahanaشمالی کوریا له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې اټومي وسلې لرې. تیر کال د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ وليدل. تر دغې ليدنې وروسته شمالي کوريا د خپلو توغندويزو او اټومي آزموينو د درولو اعلان وکړ. که څه هم د شمالي کوريا اصلي ستونزه له سويلي کوریا سره ده، خو بیا هم لويديځ د دغه هيواد له اټومي پروګرام څخه انديښنه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/KCNA/Korea News Service د ملګرو ملتونو له خوا پر لګول شوو تحریمونو سربیره، شمالي کوريا په ۲۰۰۶م کال کې د اټومي وسلو یوه آزموینه ترسره کړې وه.
انځور: Reuters