1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په منځني ختیځ کې د منځګړيتوب هڅي پيل کړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

اسرائيل او وسله وال فلسطينيان لا اوربند ته چمتو نه دي، خو آلمان هلته د تاوتريخوالي د ختمولو هلې ځلې چټکې کړي دي. د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د دواړو غاړو له استازو سره خبرې کوي.

Belgien Außenminister Heiko Maas
انځور: Olivier Matthys/AP/picture alliance

د آلمان حکومت په منځنتي ختیځ کې د روان بحران د ختمولو په موخه له ليرې څخه وار په وار منځګړيتوب کړی دی، خو اوس د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس سيمې ته سفر کوي څو په اسرائيل او د اردن سيند په لویديځه غاړه کې له چارواکو سره سياسي مذاکرات ترسره کړي.

د نوموړي وزارت په حواله ماس به په بيت القمدس کې د خپل اسرائيلي سيال ګبي اشکنازي، د دفاع وزير بني ګانتس او همدا راز له جمهور رئيس رووين ريولين سره هم ګوري. ماس به په رام الله کې د فلسطينيانو د لومړي وزير محمد اشتيه سره ملاقات وکړي.

تل ابيب ته تر پرواز مخکې هايکو ماس وويل چې تر ټولو ورته له هغو سره د يووالي ښکاره کول مهم دي چې شپه او ورځ د خپل ژوند د لاسه ورکولو ویره لري او يا د خپلو خپلوانو د لاسه کولو له کبله ويرجن دي. 

ماس زياته کړه: «آلمان په څرګنده له اسرائيل سره پر خپله دوستۍ ولاړ دی چې اوس د حماس د تندلارې ډلې د توغنديو د بريدونو په مقابل کې له ځانه دفاع کوي.» هغه زياته کړه: «او له فلسطينيانو سره زموږ بشري مرسته آن په ترټولو ستونزمنو وختونو کې هم تضمين وه.»

د چهار شنبې په ورځ (د مي ۱۹مه نيټه) هایکو ماس د آلمان په پارلمان کې يو ځل بيا غږ وکړ چې پر اسرائيل دې بريدونه سملاسي ودرول شي.

نوموړي په عين وخت کې په دې اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې د منځني ختیځ – ديپلوماسي له کلونو راهيسې په ټپه ولاړه ده.

هغه ټینګار وکړ چې د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ شخړه يوازې «د دوو دولتونو پر حل لاره د خبرو اترو» له لارې حل کیدلی شي. هغه زیاته کړه: «پر دې [حل لاره] په دې وروستيو کلونو کې ډېر لږ کار شوی دی.»

د روان بحران د حل له پاره ديپلوماتکي هلې ځلې تر اوسه نه دي بریالۍ شوي. په اتوو ورځو کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا څلور بيړنۍ غونډي هم تر اوسه ګټورې نه وې.

د اسرائيل پوځ د اوربند ارزونه کوي

په دې منځ کې د اسرائيل د پوځي کړیو له خوا ويل شوي چې د اوربند د امکان په اړه ارزونې کوي. زياته شوې چې اسرائيل غواړي په دې اړه مطمئن شي چې د هوايي بريدونو هدف ترلاسه شوی دی او دا چې حماس ډله په «پېغام پوهيدلې ده.»

اسرائيلي عسکر د غزې سره پر پولهانځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance

د فلسطينيانو له لوري هم د يوه احتمالي اوربند نخښې نښانې ډېري شوي دي. رسنيو د حماس ډلې د مشرتابه غړي موسی ابو مرزوک له قوله ويلي: «زه فکر کوم چې په راتلونکو دوو ورځو کې به ښايي اوربند رامنځته شي. خدای پوهيږي چې منځګړي به کله پر يوه توافق بریالی شي.»

د تونلونو د سيسټم يو وار بیا بمبارول

د اسرائيل پوځ چهار شنبه د شپې يو ځل بيا په غزه کې د حاکمې ډلې حماس د تونلونو پراخ سيسټم بمبار کړی دی. پوځ ويلي چې په ۲۴ ساعتونو کې د دغه تونلونو يو شمير یې په نښه کړي دي.

پر دې سربيره په ټوله ساحلي سيمه کې يو شمير ځایونه ویشتل شوي دي: په خان يونس کې د حماس د يوه قومندان کور، د وسلې يوه فابريکه او همدا راز يو شمير توغندي ويشتونکي په نښه شوي دي.

د اسرائيل ځواکونو همدا راز د حماس تر ځمکې لاندې يو بل سره د وصل شويو تونلونو يوه ويديو هم خپره کړې ده. د دوی د معلوماتو پر حواله حماس دغه تونلونه د څو کلونو په اوږدو کې رامنځته کړي دي.

دا تونلونه په سونو کیلومتره اوږدوالی لري او د جنګيالو، تجهیزاتو او خوراکي توکو د انتقال له پاره کارول کيږي.

په ځينو برخو کې یې آن نقليه وسيلې هم حرکت کولی شي.  په اصطلاح د دې «ميترو» ډېره برخه د غزې تراډې په شمال کې تر ځمکې لاندې غځيدلې ده.

د اسرائيل د پوځ د معلوماتو په حواله تر اوسه له غزې تراډې څخه پر دغه هېواد ۳۷۰۰ توغندي توغول شوي دي. د اسرائيل پوځ بيا د حماس او نورو وسله والو ډلو پر تاسيساتو له هوايي بریدونو سره غبرګون ښوولی.

د فلسطيني چارواکو د معلوماتو پر اساس په غزه کې د وژل شويو شمير ۲۲۷ تنو ته لوړ شوی دی. دا چې په وژل شويو کې څومره ملکيان دي، د غزې د روغتيا وزارت یې په اړه معلومات ور نه کړل. اسرائيل تر اوسه د دولسو کسانو د وژل کيدو خبر ورکړی دی.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب