تيرکال د آلمان د اقتصادي مرکز، فرانکفورت ته نژدې په هاناو ښار کې يو عوامپاله آلماني پر دوو کافيانو باندې باندې ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۹ تنه بهرنيان يې په کې ووژل. قاتل خپله مور هم ووژله او بیا يې ځان هم وويشت.
په دغې پيښه کې د وژل شوو کسانو کورنۍ تر يو کال وروسته هم په دغه هيواد کې د نفرت او نسل پرستۍ د پای په انتظار کې دي. د غونډې پر مهال، د هاناو ښاروال، کلاوس کامينسکي، د غونډې ګډونوالو ته د ټولو وژل شوو کسانو نومونه واخستل.
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاين ماير، په خپلو خبرو کې وويل چې د آلمان خلک د نفرت او توکم پالنۍ څخه را ولاړو سوو ښکاره ټولنيزو نابرابري وغندي او پر وړاندې يې بايد يو موټي او مخته ولاړ شي. د هاناو ښار په پيښه کې وژل شوي کسان ترکان او د لويديځې افريقا مهاجر ول.
شتاين ماير زياته کړه چې خلک بايد په دې برخه کې د حکومت تر څنګ ودريږي او ټولې دغه ډول کړنو ته »نه« ووايي. د آلمان ولسمشر دا هم وويل چې پر دې باندې افسوس کوي چې حکومت د عامو خلکو د حفاظت، سلامتيا او آزادۍ د تامين په برخه کې پاتې راغلی دی. هغه زياته کړه چې د کرکې پر اساس ولاړ ناوړه فعالیتونو، د ټولنې تقسیم ممکن کړی دی.
د هانوا ښار د پيښې قربانيانو يادښت انځور: Michael Probst/AP/picture alliance د آلمان ولسمشر د قربانيانو کورنيو، حکومتي چارواکو، سیاستوالو او خپلو شريکانو ته خطاب کې وويل چې نه يوازې دا چې پر ناوړه کړنو بايد سترګې پټې نشي، بلکې له هغو څخه نظارت کول ډير اړين دي. هغه وويل د ناوړه کړنو قوت په ټولنه کې د نفرتونه او بيلتون رامنځ ته کوي چې پر وړاندې يې يو موټي کيدو او دريدلو ته اړتیا ده.
د هاناو پيښې د قربانيانو د يادښت په دغې غونډه کې د پارلمان ترکي الاصله غړی، عائدان اوساس هم د ښي اړخي افراطي ډلې پر ناوړه کړنو باندې خبرې وکړې. د آلمان د هسن ايالت لومړی وزير هم، فولکر بوفيئر هم په دغې غونډه کې ګډون درلود. په دغې غونډه کې په ځانګړې توګه پر دې ټينګار وشو چې په آلمان کې د ښي اړخو افراطيانو پر کړنو باندې نظارت او کنترول د وخت يوه مهمه اړتيا ده.
د آلمان د پروتيستانت کلیسا مشر، پادري هائنرش بيډفورډ شټروهم، د هاناو پيښې په تړاو په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې د دې له پاره چې په راتلونکې د دا ډول خوفناکه پيښو مخنيوي شوی، اړينه ده چې خلک باخبره او ويښ واوسي. د هاناو د پيښې تر ټولو ناوړه اغيز دا دای چې د وژل شوو افرادو د کورنيو غړي لا هم د رواني اړخه په بد وضعيت کې قرار لري.
دویچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (24.02.2020 ):
انځوریز رپوټ: د آلمان په هاناو ښار کې لسګونو زره کسانو د توکمپالنې پر وړاندې مظاهرې وکړې
تیره اونۍ یوه آلماني د دغه هیواد په هاناو ښار کې ۹ تنه د توکمپالنې د انګیزې له مخې په ډزو ووژل. د یکشنبې په ورځ په زرګونو کسانو په دې ښار کې له قربانیانو څخه یادونه وکړه او له خپلوانو سره یې خپل پيوستون ښکاره کړ. انځور: DW/T. Yildirim شاوخوا ۱۰ زره کسانو د یکشنبې په ورځ د آلمان په هاناو ښار کې احتجاج وکړ او د توکمپالنې د انګیزې له مخې په دغه ښار کې د ډزو په پيښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپل پيوستون ښکاره کړ.
انځور: DW/T. Yildirim « په ګډه د ترور او مسلمان ضد توکمپالنې پر وړاندې» د دغو مظاهرو اصلي شعار وو. د دې ښار پر مسلمان اوسیدونکو سربیره د مختلفو اقشارو او دیني ټولنو وګړو هم په دغو مظاهرو کې ګډون کړی وو.
انځور: DW/T. Yildirim د هاناو ښاروال کلاوس کمینسکي په دغو مظاهرو کې وویل: «دا تر ټولو تیارې ورځې او ساعتونه دي چې مونږ یې د سولې په وخت کې په خپل ښار کې تجربه کوو.» هغه وویل کوم کسان چې غواړي زمونږ په ټولنه کې درځ رامنځته کړي نه بریالي کیږي «ځکه مونږ ډیر یو او د داسې یو څه مخه نیسو.»
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir یو تن د تیرې چهارشنبې په ورځ په دوو قیلونخانو کې ډزې وکړې او ۹ تنه یې ووژل. هغه وروسته په خپل کور کې خپله مور ووژله او بیا یې ځان وژنه وکړه.
انځور: picture-alliance/AA/M. Zeyrek د دغو دوو قیلونخانو چې ډزې په کې شوې دي اکثره مشتریان د مهاجرت ریښې درلودونکي کسان وو. له دې ډلې څخه ۵ تنه قربانیان یې ترکان وو.
انځور: DW/T. Yildirim د هاناو ښار په مظاهرو کې د دې ښار پر نورو اوسیدونکو سربیره د قربانیانو خپلوان، په آلمان کې د ترکیې سفیر علي کمان آیدن، د هاناو ښاروال او همداشان د عیسوي او یهودي ټولنو غړو حضور درلود.
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir یو شمیر مظاهره کونکو په دغه پيښه کې د ۹ وژل شویو کسانو انځورونه له ځان سره لیږدول.
انځور: Reuters/R. Orlowski د یوه تن قرباني ورور په دغو مظاهرو کې وویل «مونږ یوازې پريښودل شوي یو.» هغه وویل تر هغه وخته پورې چې د مهاجرو ضد اې اف دي (د آلمان له پاره بدیل ګوند) فعال وي مونږ مجبوره یو چې په ویره کې ژوند وکړو.
انځور: DW/T. Yildirim په دې پلاکاټ کې چې یوه مظاهره کونکې یې له ځان سره لیږدوي لیکل شوي دي چې «مينه د ټولو له پاره او کرکه د هیڅ چا پر وړاندې هم نه».
انځور: DW/T. Yildirim تر دې پيښې وروسته د آلمان خلکو د دغه هیواد په لسګونو ښارونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله همبستګي ښکاره کړه او د ښې اړختوب انګیزې له مخې له ترور څخه یې خپله کرکه څرګنده کړه.
انځور: DW/T. Yildirim