خو شرط دا دی چي دغه کسان په هیسن کي فامیلي ارتباط ولري او خپلوان یې موجود وي.
د دغه ایالت د زرغون ګوند فراکسیوني مشر، ماتیاز واګنر ډاډ ښکاره کړ چي د سوسیال دیموکراتانو څخه د جرمني داخله وزیره، نېنسي فایزر به د قبلیدو دغه پروګرام ته اجازه ورکړي. ځکه د دې مطابق مثبت زیګنال موجود دی.
بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي
واګنر وویل: موږ «د هغو خلګو په مقابل کي مسؤلیت لرو چي د جنګ، تشدد او تعقیب څخه راتښتي» او دا هغه څه دي چي موږ د خپل متحد حزب، مسیحي دیموراټانو سره ورباندي موافقه کړې ده. په خبره یې دا خبره د اوکراینیانو په باب هم صدق کوي، خو سړی نباید «په افغانستان کي د ډیرو خلګو خراب حالت هیر او د پامه وغورځوي».
واګنر اضافه کړه چي هیسن د قبلیدو پخپل ایالتي پروګرام سره د جرمني تر بل هر ایالت ډیر څه کوي او «یووار بیا ترهغه څه ډېر چي موږ د ټول جرمني د مهاجرینو د اخیستلو د پروګرام په سطح منلی دی».
«په جرمني کي د مهاجرو سیاست باید له سره ارزيابي سي»
په اوس وخت کي د هیسن ایالت د ارقامو پر اساس هلته تر ۳۱۰۰۰ اضافه افغان مهاجر اوسیږي چي مؤقتي او یا دایمي اقامتونه لري. هغوی کولای سي، د خپلو خپلوانو او فامیل د غړو د راوستلو په خاطر عریضې ورکړې.
د هیسن ایالت د دغه تازه پروګرام څخه الماني مهاجر پلوه سازمان، پرو ازول هرکلی کړی دی. د هغه رئیس، ګوینټر بورکهارد دا د ټول جرمني په سطح یو باارزښته زیګنال بللی دی. هغه دې ته هم اشاره وکړه چي تر دې دمخه د شلیس ویګ هولشټاین، بریمن، برلین او تورینګین ایالاتونو هم دغه ډول پروګرامونه تصویب کړي وه. دی وایي چي اوس نو باید داخله وزیره، نېنسي ژر تر ژره دغه پروګرام تایید او ورسره موافقه وکړي، ځکه یوازي تر هغه وروسته کیدلای سي، «دغه انسانان راوغوښتل او قبول سي».
کومو رد شوو مهاجرو په محکمه کې مثبت ځواب ترلاسه کړی؟
د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې آلماني چارواکو د رد شویو پناه غوښتونکو پر ۱۵ زرو دوسيو تر غور کولو وروسته پریکړه کړې ده. د کومو هیوادونو پناه غوښتونکو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي؟ انځور: picture alliance/AP Photo/P. Giannokouris د روان کال په لومړۍ نیمایې کې په آلمان کې د ۱۶۴۷ رد شوو افغان مهاجرو پر دوسیو د بیا غور کولو د غوښتني په هکله پریکړي شوي دي. د دوی له جملې څخه ۴۴۰ تنو یې مثبت ځواب یا په بل عبارت په آلمان کې د پاتېدو اجازه ترلاسه کړې ده. په دې توګه نو په آلمان کې د رد شویو افغان مهاجرو پر دوسيو بيا غور کول د بریالیو غوښتنلیکونو فیصدي نږدې ۲۷ سلنې ته رسیږي.
انځور: DW/M. Hassani د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د رپوټ پر بنسټ آلماني چارواکو د ۱۱۰۰ عراقي مهاجرو پر هغه غوښتنه چي دوسيې يې له سره و ارزول شي، پریکړې کړي دي، چې د دوی له جملې څخه ۱۱۴ تنو ته د مختلفې درجې د مهاجرت یا په آلمان کې د پاتېدو اجازه ورکړل شوې ده. په دې توګه نو په آلمان کې د عراقي مهاجرو د تجدید نظر د بریالیو غوښتنلیکونو فصدې تر ۱۰ سلنه لږ څه لوړه وه.
انځور: picture-alliance/dpa/K.Nietfeld د روسي پناه غوښتونکو د تجدید نظر د تر زرو ډیرو غوښتنلیکونو په هکله پریکړې شوي دي چې د هغو له جملې څخه د مثبت ځواب ترلاسه کوونکو غوښتنلیکونو فیصدي تر ۹ سلنې لږ څه ټيټه وه. یوازې ۳۰ روسي پناه غوښتونکي د مهاجر په توګه منل شوي او په مجموعي ډول ۱۰۴ تنو ته یې په آلمان کې په موقتي ډول د پاتېدو اجازه ورکړل شوې.
انځور: Getty Images/S. Gallup په آلمان کې په عمومي ډول د سوريې اکثرو مهاجرو ته د دوی د دوسیو د ارزونې په هم هغه لومړي پړاو یا محکمه کې مثبت خواب ورکول کیږي. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رد شویو سوریایې مهاجرو د نږدې زرو غوښتنلیکونو په هکله پریکړې شوي چې د هغو له ډلې څخه ۴۵ سلنه یې منل شوی دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/P. Giannokouris ۵- د سربستان پناه غوښتونکي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ختیځ اروپایې هیواد سربستان د ۹۳۳ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو د بيا ارزوني په هکله پریکړه شوې چې یوازې ۵ یې منل شوي. په دې توګه نو د بریالیو غوښتنلیکونو کچه یې یوازې ۰،۵ سلنه وه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow په همدې موده کې چارواکو د ۷۲۱ رد شویو پاکستاني پناه غوښتونکو د دوسیو په هکله پریکړې کړي چې د دوی له جملې څخه یوازې ۱۴ یعنې ۲ سلنو یې مثبت ځوابو ترلاسه کړي دي. په دې کې ۸ تنه یې د مهاجر په توګه منل شوي او ۴ نورو ته یې په آلمان کې په موقتي ډول پناه ورکړل شوې.
انځور: DW/I. Aftab د ختیځ اروپایې هیواد مقدونیا د ۶۶۵ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته یوازې نهو یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: DW/E. Milosevska ۸- د نایجیریا پناه غوښتونکي د افریقایې هیواد نایجیریا د ۶۰۰ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته ۱۳ سلنو یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: A.T. Schaefer د یوه بل اروپایې هیواد البانیا د ۵۷۹ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته یوازې ۹ یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: Getty Images/T. Lohnes د ۵۰۴ رد شویو ایراني مهاجرو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته يوازي ۵۲ یې د مهاجرو په توګه منل شوي، څلورو تنو ته یې د دویمې ګټه ګورۍ یا حفاظت ویزې ورکړل شوي او د ۱۹ نورو پر اخراج بندیز لګول شوی یعنې په آلمان کې د پاتېدو اجازه ورکړل شوې ده. په دې توګه نو د ایراني مهاجرو پر دوسيو تر بيا ارزوني وروسته په آلمان کي د پاتېدو کچه ۱۵ سلنه وه.
انځور: DW/R. Shirmohammadi