د يوه څيړونکي څيړنه دا ښيې چې آدولف هيتلر د خپل پلار له افکارو او عادتونو څخه سخت اغيزمن وو. د اتريش تاريخ پوه رومان ساندگروبر د هيتلر د پلار د ترلاسه شويو ليکونو له مخې وايې، چې آلويس هيتلر (۱۸۳۷ ـ۱۹۰۳) چې د ګمرک کارکوونکې وو، خپل زوي آدولف هيتلر ته ورته د ځان خوښوني خصوصيات يې لرل.
د آلیوس هيتلر له هغو ۳۱ ليکونو څخه چې د خپلي کروندې د پلورونکي په نوم يې استولي ول، دغه مورخ استدلال کوي: «د هيتلر پلار مدام غوښتل خپل ځان له نورو څخه پوه او هوښيار وښيې چې ګواکي له نورو څخه يې پوهه ډيره ده.» په داسی حال کې چې آلويس هيتلر په بزګرۍ او اړوندو کارونو کي هيڅ کومه عملي تجربه نه درلوده.
ساندگروبر په دغه کتاب کې چې د دوشنبې په ورځ د (فبروري ۲۲) «د هيتلر پلار: زوی يې څرنګه ديکتاتور شو» په نوم خپور شوی دی، پکښې د آدولف هيتلر(۱۸۸۹ـ۱۹۴۵) يهودی ضد کړنو په هکله نوې ارزونه وړاندې کړې ده.
د هيتلر د تازه ځوانۍ يوه انډيوال اوگوست کوبيسيک د هغه ۶۰ مخيز کتاب په لومړني چاب کې چي په ۱۹۴۳ کې چاپ شو، اشاره شوې ده چې د آدولف هيتلر د تازه ځوانۍ په کلونو کي د اتريش په لينس ښار کې په هغه کې د يهوديانو ضد روحيې وده کړې وه.
کوبيسينک په دغه کتاب کي د هيتلر هغه ادعا چې «زما جنگ» کتاب کي يې ليکلي چي گويا د يهودو ضد کړنو ته يې هغه مهال مخه کړې وه چي د بلوغ پرمهال په ويانا کي وو.
ساندگروبر ليکې چې هيتلر ویانا ته تر رسيدلو دوه مياشتې وروسته د «يوې يهودي ضد ټولنې» غړيتوب تر لاسه کړی وو. په یوې دقيقي ارزوني سره د هيتلر د ماشومتوب او نوي ځوانۍ له دورې څخه د يوه ناآرامه او بې ثباته ژوند انځور تر لاسه کيږې.
د هيتلر په لارښوونه د آلمان پوځ د ۱۹۳۹م کال د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه يرغل وکړ. په دې سره جنگ پيل سو چي د ۱۹۴۵م کال د می مياشتي تر اتمي نېټې پوري يې دوام پيدا کړ. په دغه جنگ کي په ميليونونو انسانان ووژل سول.
انځور: APپه دغه کال نازي آلمان تاريخي درواغ وويل او اعلان وکړ چي پر پولند باندي يرغل د هغه بريد په غبرگون کي وو چي دغه هيواد پر آلمان باندي وکړ. فرانسه او بريتانیا چي د پولند متحدان ول، د دغه کال د سپتمبر میاشتي پر ۳ نېټه له آلمان سره جنگ اعلان کړ.
پولند چي له پوځي اړه ډېر کمزوری وو، کولای ئې نه سوای چي د آلمان د قوي پوځ په مقابل کي مقاومت وکړي. د پولنډ پوځ په پنځو اوونيو کي ماته وخوړه. په دغه وخت کي بيا د شوروي اتحاد سره لښکر د سپتمبر مياشتي پر ۱۷ نېټه د پولند ختيځ اشغال کړ. د پولند د ختيځ اشغال د يوه قرارداد له مخي ترسره سو چي آلمان او شوروي پټ سره کړی وو.
انځور: APد دغه کال په اپريل مياشت کي د آلمان پوځ د ډينمارک خاوري ته ننوت او له هغه ځايه ئې د ناروې پر خوا پرمختگ وکړ. ناروې طبيعي زيرمي لرلي چي آلمان د خپل پوځي پرمختگ له پاره ډېره اړتيا ورته لرله. بريتانيا د آلمان د دغه پرمختگ مخنيوی کاوه او عسکر ئې ور ولېږل.
د دغه کال د می مياشتي پر لسمه نېټه آلمان پر هالند، بلجيم او لوکزامبورگ باندي چي خپل ځانونه ئې بې طرفه اعلان کړي ول يرغل وکړ او په څو ورځو کي يې دغه هيوادونه اشغال کړل. په دې سره نو پر فرانسې باندي د يرغل امکان تيار سو.
انځور: picture alliance/akg-imagesپه دغه کال آلمان پر فرانسې باندي يرغل وکړ او په خپل پرمختگ سره په دې بريالی سو، چي د دغه کال د جون مياشتي په نيمايي کي پاريس ونيسي. فرانسه د جون مياشتي پر ۲۲ نېټه تسليم سول. فرانسه پر دوو برخو ووېشل سوه. يوه برخه ئې د آلمان تر نظر لاندي او بله برخه ئې د آلمان د لاسپوڅي مارشال فرانسوی فيليپ پتن تر نظر لاندي رهبري کېده. دغه مارشال به وروسته په نړيوال جنگ کي په خيات تورن او محکوم سو.
انځور: ullstein bild/SZ Photoهيتلر تر دغي بريا وروسته پر بريتانيا باندي يرغل پلان کړ. آلمانۍ الوتکو د بريتانيا د ښارونو بمبارول پيل کړل. کاونتري د بريتانيا هغه ښار وو چي په دغو بمباريو کي يو مخ ويجاړ سو. د آلمان او بريتانيا د الوتکو جنگ دوام پيدا کړ او د بريتانيا هوايي ځواک په وتوانېد چي آلمانۍ الوتکو ته سخت تاوان ورسوي. د ۱۹۴۱م کال په پسرلي پر بريتانيا باندي د آلمان هوايي يرغلونه ډېر لږ سول.
انځور: Getty Imagesهيتلر له بريتانيا څخه تر هوايي ماتي خوړولو وروسته خپل پام و جنوب او وروسته بيا ختيځ ته واړاوه. د آلمان پوځ د افريقا شمال، بالکان او روسيې خواوو ته خپلي لښکر کښۍ پيل کړې. په دغه وخت کي د متحدانو چي آلمان، ايتاليا او جاپان ول کرار کرار نور ملگري هم ډېرېدل.
هيتلر د ۱۹۴۱م کال په پسرلي کي پر يوگسلاويا باندي د يرغل لارښوونه وکړه. يونان هم د آلمان پوځ له يرغله پاته نه سو. د ۱۹۴۱م کال په می مياشت کي د آلمان پراشوټي ځواکونه د يونان په کرت جزيره کي راکښته سول او پر يونان باندي د آلمان هوايي او مځکني عمليات پيل سول.
انځور: picture-alliance/akg-imagesد ۱۹۴۱م کال د جون مياشتي پر ۲۲ نېټه پر شوروي اتحاد باندي د «باربروسا» په نوم د آلمان پوځي عمليات پيل سول. د هيتلري آلمان تبليغاتو د دغي حملې هدف «په ختيځ کي د حياتي فضا پراختيا» وښود. پر شوروي اتحاد باندي په يرغل کي د آلمان پوځ ډېر جنگي جنايتونه وکړل.
انځور: Getty Imagesد شوروي اتحاد سره لښکر په لومړيو کي د آلمان د يرغل پروړاندي يو څه مقاومت وکړ. خو د شوروي په خاوره کي د آلمان پوځ کرار کرار پرمختگ کاوه. په دغه وخت کي د آلمان پوځ ډيره قرباني ورکړه او مرستو ته نه لاس رسی د دې سبب سو چي کرار کرار کمزوری سي.
ايټاليا چي د آلمان متحد وو د ۱۹۴۰ کال په جولای مياشت کي ئې د افريقا په شمال کي پر بريتانوي ځواکونو يرغل وکړ او آلمان د ۱۹۴۱م کال په پسرلي کي د ايټاليا د مرستي له پاره دغي سمي ته ځواک ورولېږه. بريتانيا چي په دغه سيمه کي د دفاع په حال کي وه د ۱۹۴۲م کال په مني کي ئې په «العلمين» کي پر آلماني او ايټالوي ځواکونو باندي يرغل وکړ او هغوی پر شا کېدو ته اړ سول.
انځور: Getty Imagesد آلمان نازيانو د ختيځ جبهې تر شا ډېر انسانان اسيران کړل او کمپونه ئې په ډک کړي ول. د آلماني نازيانو د نژادپرستۍ جنون تر شپږو ميليونو ډېر انسانان ووژل. د دوی ډېر يا وويشتل سول او يا په مخصوصو کوټو کي گاز ورباندي استعمال سو. ډېر بيا يا له لوږي او يا له نارغيو څخه مړه سول. په دغه تاريخي جنايت کي د آلمان په زرونو عسکر او د اس اس مامورانو برخه لرله.
انځور: Yad Vashem Photo Archivesد جنگ په څلورم کال وضعيت بدلون وموند. په ختيځ کي د شوروي اتحاد سره لښکر د آلمان پر فاشيستي پوځ باندي خپل يرغلونه پراخ کړل. متفقان په جنوب کي ايټاليا ته ننوتل. آلمان او شريکان يې په دفاعي حالت کي ول او ډېر فشار باندي راغلی.
په دوهمه نړيواله جگړه کي د آلمان ماته د ستالين گراد په جنگ کي يقيني سوه. د آلمان پوځ د ۱۹۴۲م کال له جولای مياشتي راهيسي تلاښ کاوه چي دغه ښار ونيسي، خو د ۱۹۴۳م کال په فيبروي مياشت کي ئې ماته وخوړه او دغه ښار د جنرال روکوفسکي په مېړانه آزاد سو. فيلدمارشال فون پاولوس له ۲۵۰۰ افسرانو سره شوروي ته تسليم سو. د دغه ښار په جنگ کي ۷۰۰ زره انسانان ووژل سول، چي ډيری ئې د شوري اتحاد د سره لښکر عسکر ول.
انځور: picture-alliance/dpaد افريقا په شمال کي د آلماني او ايټالوي ځواکونو تر تسلمېدو وروسته، متفقانو ته لاره خلاصه سوه چي ايټاليا ته په ور ننوتلو سره پر محور هيوادونو باندي يرغل پيل کړي. د دغه کال د جون مياشتي پر لسمه د متفقانو ځواکونو سيسيل ته ننوتل. د متفقانو هيوادونو څخه یو امريکا وو چي هيتلر په ۱۹۴۱م کال له هغه سره جنگ اعلان کړ.
انځور: picture alliance/akgد دغه کال په سپتمبر مياشت کي د متفقانو ځواکونو د ايټاليا په نورو برخو کي پرمختگ ته دوام ورکړ. هيتلر په دغه وخت کي لارښوونه کوي چي د آلمان پوځ دي ايټاليا اشغال کړي. په داسي حال کي چي د متفقانو ځواکونو د ايټاليا له سويل څخه خپل پرمختگ ته دوام ورکاوه، آلماني ځواکونو د دغه هيواد په نورو برخو کي بيره او وحشت رامنځ ته کړی وو.
انځور: Bundesarchiv, Bild 101I-311-0940-35 / Koch / CC-BY-SAد شوروي اتحاد سره لښکر د اروپا په ختيځ کي وار په ورا د آلمان پوځ پر شا کېدو ته مجبوره کاوه. په دغه وخت کي يوگسلاويا، رومانيا، بلغاريا او پولند يو په بل پسې د سره لښکر په کنترول کي راتلل. متفقين په دې وتنوانېدل چي لږ وروسته د فرانسې په شمال او لږ وروسته بيا په جنوب کي خپل ځواکونه پلي کړي.
د ۱۹۴۴م کال د جون مياشتي پر شپږمه نېټه سهار وختي د امريکا، بريتانيا، کاناډا او د متفقانو د نورو هيوادونو ځواکونو د فرانسې په شمال د نورماندي په ساحلونو کي پلي سول. د آلمان پوځ د متفقانو د ځواکونو د دغه شان اقدام تمه لرله خو فکر ئې کاوه چي دغه ځواکونه به په ختيځو سيمو کي پلي سي. متفقانو د لوېديځ له خوا پر آلماني ځواکونو باندي يرغل پيل کړی وو.
انځور: Getty Imagesد اگست مياشتي پر ۱۵ نېټه د متفقو هيوادونو ځواکونو د فرانسې له سويل څخه هم عمليات پيل کړل. دغو ځواکونو د فرانسې له شمال او جنوب څخه پرمختگ ته دوام ورکړ او د دغه کال د اگست مياشتي پر ۲۵ نېټه په دې وتوانېدل چي پاريس د فاشيستانو له اشغاله آزاد کړي. د اکتوبر مياشتي په وروستيو کي د متفقو هيوادونو ځواک په دې وتوانېد چي په لومړي وار د آلمان يو ستر ښار «آخن» هم اشغال کړي.
انځور: Getty Imagesد آلمان پوځ د ۱۹۴۴/۱۹۴۵ کال په ژمي کي تلاښ وکړ چي په يوه قوي يرغل سر د متفقو هيوادونو پوځونه پر شا کړي، خو ماته ئې وخوړه او متفقانو له ختيځ او لوېديځ څخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ.
انځور: imago/United Archivesد دغه کال د می مياشتي پر اتمه نېټه د آلمان فاشيستان په بشپړه توگه تسليم سول. هيتلر چي بيره ئې لرله چي و نه نيول سي د ۱۰۴۵م کال د اپريل مياشتي پر ۳۰ نېټه ئې خپل ځان پخپله په مرمۍ وواژه. په دغه شپږ کلن جنگ کي د اروپا د قارې ډېره برخه په يوه خرابه بدله سوې وه. په دغه جنگ کي نزدې ۵۰ ميليونه انسانان ووژل سول. د آلمان د تسليمېدو سند د ۱۹۴۵م کال په می مياشت کي، جنرال مارشال ويلهلم لاسليک کړ.
انځور: picture-alliance/dpa د هيتلر کورنۍ د هغه له زيږيدنې تر اتلس کلنۍ پورې ۱۸ ځلې کډه او هجرت کړی دی. خو تر اوسه يې د لينس ښار د اورفار په سیمه کي د اوسېدلو د دوو ځايونو په اړه يادونه نه ده شوې او دغه دوه ځايه مخفي ساتل شوي دي. هغه هم د دغه مورخ په خبره احتمالاً به په دې خاطر پټ ساتل شوي وي چې د دغو کورونه يو يې د لينس ښار په يوه شتمن يهودي پوري اړه درلوده.
د دغه کتاب ليکوال ليکې چې د هيتلر پلار يوه ځانګړتيا د مقتدرو او بانفوسه کسانو سره بې اعتناي وه. که څه هم چې پخپله د روحانيونو سخت مخالف وو، خو کلیسا ته تګ يې يوازې د نظامي يونیفورم ښوولو له پاره کاوه.
ساندگروبر لیکلي چي هيتلر هم چي نه يې له کليسا سره عاطفي اړيکي لرلې او نه يې هم په مذهب باور لاره، خو په خپل ټول ژوند کي د کاتوليکانو کليسا له غړيتوبه و نه ووت.
د دغه ليکوال په خبره، په هيتلر کي له پلار څخه الهام اخيستل دومره ډېر ول چي حتي د ځوانۍ په کلونو کي ئې عملاً د خپل پلار امضا کاپي کړې وه.
ساندگروبر زیاته کړې ده چي د خپل پلار په مقابل کي د هيلتر يوازنی بغاوت دا وو چي د پلار له خوا ورته وړاندي شوې رسمي ماموريت دنده رد کړه: »هغه غوښتل چي يو آزاد هنرمند شي، نه دا چي د پلار پر پله پل کښېږدي.«
هيتلر له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۵م کاله پوري د آلمان د دريم رايش صدراعظم وو. هغه د خپل صدرات په وروستيو کلونو کې نړۍ دويمې نړيوالې جګړې ته ټيل وهله او د ميليونو يهوديانو د عام وژني سبب شو.