آلماني پلاوي په کابل کې له طالبان سره خبرې کړي
۱۴۰۴ مهر ۱۴, دوشنبه
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي په کابل کې له طالبانو سره له آلمانه د مجرمو افغان کډوالو د اخراج پر موضوع خبرې کړي دي. د وزارت یوه ویاند د یکشنبې په ورځ دغه ليدنه تائید کړه.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو مهم استازي د تېرې چهارشنې په ورځ په کابل کې طالبانو سره کتلي دي. د آلمان د عامه تلویزیون اې آر ډي، د رپوټ پر اساس دغه ليده کاته چې د «تخنیکي خبرو اترو» په توګه يادې شوي، په کې له آلمان څخه افغانستان ته د مجرمو افغانانو د اخراج له پاره د منظمو پروازونو په ترسره کولو خبرې شوي.
طالبانو هم دا ليدنه کتنه تائيد کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وويل چې کابل ته تللي آلماني پلاوي له مرستیال وزیر محمد نبي سره د دغه وزارت په مقر کې ولیدل.
هغه وویل په دغه کتنه کې په ځانګړې توګه د «شکمنو، تورنو او یا هم مجرمو افغانانو چې په آلمان کې د مختلفو جرمونو په تړاو نیول شوي، د ستونزو او انتقال پر بهیر او نورو تخنيکي مسائلو خبرې وشوې.»
قانع وویل چې له آلماني پلاوي سره په دغه کتنه کې همدارنګه د سیمې او دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او امنيتي موضوعاتو خبرې وشوې.
له طالبانو سره اړيکې ېوه لانجمنه موضوع ده ځکه آلمان تر اوسه له دغې ډلې سره چې د۲۰۲۱م کال د اګست راهیسې پر افغانستان حاکمه ده، کومې ديپلوماتيکي اړيکې نه لري. خو آلمان هڅه کوي چې د مجرمو افغانانو د اخراج له پاره له کابل سره یو جوړجاړي ته ورسیږي.
د طالبانو حکومت د دوی د سختو قوانینو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د لګول شوو محدودیتونو په دلیل په نړېواله انزوا کې واقع دی. تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
آلمان د طالبانو په حاکميت کې د قطر په مرسته په دوو پروازونو کې مجرم افغانان له آلمان کابل ته اخراج کړي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزير الکساندر دوبرينت هڅه کوي چې افغانستان ته د مجرمو افغانانو اخراجونه عادي وضعیت ته راوګرځي.
وزير آلمانۍ ورځپاڼې بېلد ته وویل: «افغانستان ته د اخراجونه باید په منظمه توګه ترسره شي. د همدې له پاره موږ اوس په کابل کې د مخامخ خبرو اترو په حال کې یو، تر څو مجرمان او بالقوه ګواښوونکي په راتلونکي کې په دوامداره توګه اخراج کړل شي.»
د آلمان خبري آژانس په رپوټ کې په دې هکله چې په کابل کې د آلماني استازي او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې کوم توافق شوی که نه، څه نه دي ويل شوي. د طالبانو حکومت په دې هکله په سملاسي توګه د دویچه وله پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د تېرې میاشتې په ورستیو کې ويلي و چې غواړي افغانستان ته د مجرمو افغانانو د اخراجونو پر موضوع په کابل کې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.