د دوبلین د مقرراتو په اساس د اروپایي اتحاديې هر غړي هیواد ته چې پناه غوښتونکي ورته لومړی داخلیږي باید هم هغه هیواد یي د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته رسیدګي وکړي. خو ډیري پناه غوښتونکي چې آلمان ته داخلیږي، د اروپایي اتحادیي په نورو غړو هیوادونو کې نه ثبتیږي.
د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې د آلمان د مهاجرت فدرالي ادارې د ارقامو په اساس رپوټ ورکړی دی چې ۵۳ سلنه د هغو پناه غوښتونکو چې تر ۱۴ کلنې پورته عمرونه لري او په تیرو ۱۱ میاشتو کې یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده، د اروپايي اتحادیي په ډیټابیس کې یې د ګوتو نښانونه نه دي ثبت شوي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، په آلمان کې د ۷۴۸۳۷ تنو د ګوتو نښانونه د اروپایي اتحادیي د معلوماتو بانک (ډیټابیس) له معلوماتو سره مقایسه شوي دي چې له دې جملې څخه ۳۵۲۴۵ تنه یي مخکې تر دې د اروپايي اتحادیي په نورو هیوادونو کې ثبت شوي دي.
په تیرو یولسو میاشتو (له جنورۍ تر نومبره) د ماشومانو په ګډون په مجموع کې ۱۷۲۳۷۰ تنو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
په اروپايي اتحادیه کې د ګوتو نښان ثبتولو سیستم (Eurodac) په ۲۰۰۳م کال کې رامنځته شو، څو د اروپايي اتحادیي په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو د پیژندنې په موخه د دوی د ګوتو نښان ثبت شي، ځکه اکثره پناه غوښتونکي د هویت اسناد له ځان سره نه لري.
اروپا ته د ننوتلو پر مهال د پناه غوښتنلیک ثبتول
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې معلومات ښیې چې ډیري پناه غوښتونکي اروپا ته د داخلیدو پر مهال د یونان، ایټالیا، پولنډ یا لتوانیا په څیر هیوادونو کې د پناه غوښتنلیک نه وړاندې کوي. دغه هیوادونه د اروپایي اتحادیې په بهرنیو سرحدونو کې موقعیت لري.
د نړۍ په کومو هیوادونو کې د مهاجرت کړکیچ روان دی؟
اوس مهال په نړۍ کې د بې کوره او مهاجرت ته د اړ شوو کسانو شمیر ډیر لوړ دی چې له کبله یې په یو شمیر هیوادونو کې د مهاجرت کړکیچ روان دی. انځور: picture-alliance/Zuma Press/London News Pictures/P. Hackett د روان میلادي کال د می میاشتې په وروستیو ورځو کې د افریقایي هیواد بروندي د مهاجرو شمیر ۴۲۴۴۷۰ تنو ته رسیده. د دغو مهاجرو کابو ۵۷ سلنه په تنزانیا کې او نورو یې په اوګندا، کانګو او رواندا کې پناه اخیستې. په بروندي کې د اقتصاد خرابوالی، د خوراک څښاک د توکو قلت او ناروغۍ د تیښتې سبب ګرځي. د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ سږ کال د بروندي مهاجرو له پاره د د ۳۹۱ میلیونه امریکایي ډالرو غوښتنه کړې.
انځور: Getty Images/AFP/I. Kasamani د می میاشتې په په پای کې په افریقايي هیوادونو کې د کانګو جمهوریت د پناه غوښتونکو شمیر ۷۳۵۰۰۰ تنو ته رسیده. د کانګو جمهوریت په بیلا بیلو سیمو کې وسله وال کړکیچونه روان دي او د دغه هیواد د مهاجرینو کړکیچ ډیر پیچلی انګیرل کیږي. له ۲۰۱۷م کال راهیسې د دغه هیواد په میلیونو کسان بې کوره شوي دي او پر دې سربیره د نورو ګاونډیو هیوادونو شا او خوا ۵۰۰ زره خلکو هم په کانګو کې پناه اخیستې ده.
انځور: Reuters/J. Akena په عراق کې د وسله وال کړکیچه له کبله له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه له درو میلیونو زیات کسان بې کوره شوي دي. د تازه شمیرو له مخې دا مهال ۲.۱ میلیونه عراقیان بې کوره دي او د خپل هیواد دننه په سرپناوو کې ژوند کوي. شا او خوا ۲۶۰ زره عراقیانو بیا په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستو له پاره خپل هیواد پریښی دی.
انځور: Reuters/K. Al-Mousily د ۲۰۱۷م کال د اګست میاشتې له ۲۵مې نیټې څخه د روان میلادي کال د می تر وروستیو ورځو پورې په بنګله دیش کې د پناه اخیستونکو روهنګیا مسلمان لږکیو شمیر ۷۱۳ زره کسانو ته رسیدلی دی. روهنګیا د میانمار لږکي دي چې د هیڅ کوم هیواد تابعیت نه لري. ملګرو ملتونو په خپلو بیلا بیلو رپوټونو کې د روهنګیا پر وړاندې د میانمار د پوځ تاوتریخوالی له نسل وژنې سره پرتله کړی دی.
انځور: DW/ P. Vishwanathan سوریه چې د کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان ده، دا مهال یي ۱۳،۱ میلیون وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په دغه هیواد کې د بې کوره شوو کسانو شمیر ۶.۶ میلیونه کسانو ته رسیږي. پر دې سربیره له ۲۰۱۱م کال راهیسې چې کورنۍ جګړه پکښې پیل شوه پنځه میلیونه سوریایانو د پناه اخیستو له پاره نورو هیوادونو ته تللي دي.
انځور: Getty Images/M. Bicanski مرکزي افریقا جمهوریت د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو شمیرل کیږي. اوس مهال په نورو هیوادونو کې د دغه هیواد د پناه غوښتونکو شمیر ۵۸۲ زرو تنو ته رسیږي، په داسې حال کې چې د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر یې بیا ۶۸۷۳۹۸ تنه دی. هلته پر بې وزلۍ سربیره د وسله والو ډلو او د خراب امنیتي وضعیت له کبله ځایي اوسیدونکي کډوالۍ ته اړ شوي دي.
انځور: Imago/alimdi اروپا ته په ۲۰۱۸م کال کې د سمندر له لارې د رسیدونکو مهاجرو شمیر ۳۲۶۰۱ تنه دی او د مدیترانې سمندرګې له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې ۶۴۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یو ان اچ سي آر، په وینا په ۲۰۱۷م کال ۱۷۲۳۰۱، په ۲۰۱۶م کال کې ۳۶۲۷۵۳ په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۱۵۰۷۸ مهاجر اروپا ته رسیدلي دي. دغه مهاجر له منځني ختیځ، افریقا، ختیځي اروپا او همداشان له آسیايي هیوادونو راغلي وو.
انځور: imago/Anan Sesa په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف له هوایي بریدونو وروسته څه د پاسه ۱۹۲ زرو کسانو په نورو ګاونډیو هیوادونو کې پناه اخیستې ده. په یمن کې چې یو له غریبو هیوادونو څخه شمیرل کیږي پر بې وزلۍ او بې ثباتۍ سربیره وسله وال کړکیچونه د خلکو د تیښتي لامل شوي دي. په دغه هیواد کې اوس په میلیونونو کسانو بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
انځور: DW/A. Stahl په دغه افریقایي هیواد کې د تندلارې ډلې بوکو حرام، د حملو له کبله تر ۲۰۰ زرو زیات خلک نورو هیوادونو ته کډه شوي او د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۱،۷ میلیون ته رسیږي. په نایجیر، چاد او کمرون هیوادونو کې هم د بوکوم حرام د بریدونو له کبله شاو او خوا ۵۰۰ زره خلک بې کوره شوي دي.
انځور: imago/epd/A. Staeritz په جنوبي سودان کې له ۲۰۱۳م کال راهیسې د پیل شوي وسله وال کړکیچ له کبله د دغه هیواد تر ۲،۴ میلیونو زیات وګړي نورو هیوادونو ته کډه شوي دي. پر دې سربیره د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر په سلونو زرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Forrest په افغانستان کې د اویایمي لسیزې له پای او همداشان تر هغې وروسته د جګړې د دوام له کبله په میلیونونو افغانان ګاونډیو هیوادونو او په سلونو زره نور د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شوي. په پاکستان کې اوس مهال یوازې د راجستر شوو افغان کډوالو شمیر ۱،۴ میلیونه ته رسیږي. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کډوالو کوربه توب کوي. همداشان په ایران کې د راجستر شوو افغان کډوالو شمیر تر یو میلیون زیات دی.
انځور: DW/A. Saleem
د «دوبلین۳» په نامه مقرراتو په اساس په هغه هیواد کې چې پناه غوښتونکي یې له لارې په لومړني سر کې اروپایي اتحادیي ته داخلیږي، باید د دغو پناه غوښتونکو نومونه ثبت او د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته رسیدګي وکړي. د دې مقررې یو هدف دا دی چې په اروپایي اتحادیي په غړو هیوادونو کې په تکراري ډول د دغو پناه غوښتونکو د ثبت نام مخه ونیوله شي.
سره له دې چې د اروپايي اتحادیی ختیځ او سویلي هیوادونه په شوک کې دي چې پناه غوښتونکو ته د رسیدګۍ اصلي بوج د دوی په غاړه دی، ډیر شمیر پناه غوښتونکي غواړي چې د اروپا په شتمنو لویدیځو او شمالي هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي.
له هغه ځایه چې ډیري پناه غوښتونکي د اروپايي اتحادیي د هیوادونو ترمنځ په ګردش کې دي او اکثره پناه غوښتونکي هغو هیوادونو ته نه ستنیږي چې په لومړي سر کې ورته داخل شوي دي، ډیر انتقادونه موجود دي چې د دوبلین مقرارات سم کار نه ورکوي.
دا چې آلمان د اروپايي اتحاديې په بهرني سرحد کې موقعیت نه لري، په اصل کې باید په دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو شمیر د هغو هیوادونو په پرتله چې د اروپا په بهرنیو سرحدونو کې موقعیت لري ډیر کم وي.
په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونو لوړ شمیر
د اروپایي اتحاديې د ارقامو ادارې (یوروستات) معلومات ښيې چې تیر کال په اروپایي اتحادیه کې د پناه غوښتنلیکونو ۲۸،۴ سلنه یې په آلمان کې ثبت شوي دي. ۲۰ سلنه نور یې په فرانسه، ۱۱ سلنه یي په هسپانیه او ۸ سلنو یې په ایټالیا کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
د آلمان د دیموکرات مسیحي ګوند پارلماني استازی الکساندر تروم، وایي چې دغه ارقام پر دې دلالت کوي چې د دوبلین سیستم کار نه ورکوي.
نوموړي د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د پناه غوښتونکو ثبت او بیرته ستنول د اروپايي اتحادیي د پناهندګۍ سیستم اساسي قاعده ده. هغه د آلمان له نوي حکومته وغوښتل چې د دوبلین قاعده دې په ښه توګه تطبیق او عملي کړي.
دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص