له یونان څخه به د افغانانو په شمول ۶۶ نور مهاجر هم د آلمان د هانوور ښار ته راورسیږي. په دغو مهاجرو کي ۱۷ بې سرپرسته افغان کوچنیان هم شامل دي.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance
اعلان
په دغو مهاجرو کي ۴۸ یې له هغو ۱۵۵۳منل سوو مهاجرو څخه دي چي د آلمان حکومت، د یونان په ټاپو کي د موریا کمپ تر سخت سوځیدو وروسته منلي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله په هغوی کي ۱۸ بې سرپرسته تنکي ځوانان هم شامل دي چي سنونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي.
له دغو ۱۸ کسانو څخه پرته له یوه سوریايي نور ټول افغانان دي او باید په آلمان کي یې د پناه غوښتني یوه بله پروسه هم پيل سي. د آلمان حکومتي ائيتلاف په مارچ میاشت کي پر دې توافق وکړ چي د مهاجرو د منلو د یوه اروپايي پروګرام په چوکاټ کي دي د یونان د ټاپوګانو له کمپونو څخه څو سوه مهاجرو ته د راتګ اجازه ورکړي. په مجموعي ډول باید د وخت په تیریدو سره ۹۲۸ مهاجر راوغوښتل سي چي ۲۴۳ یې ناروغ کوچنیان او تنکي ځوانان دي او پاته نور کسان بیا د هغوی نژدې خپلوان دي.
په هغو ۴۸ مهاجرو کي چي د پناه غوښتني پروسه یې په یونان کي تیره سوې ده، ۲۴ يې کم سنه کوچنیان هم شامل دي. ۱۱ نور یې عراقيان دوه يمنيان، درې د کامیرون، ۷ یې سومالیايان، ۱۵ یې د سوريې او ۱۰ یې فلسطینيان دي.
د نوموړي وزارت په حواله د هغوی د پرواز د اجازې اول شرط د کرونا تيست منفي نتیجه ده. په هانوور کي د رارسیدو سره سم هغوی باید د کرونا یوه بله آزموینه هم ورکړي او د منفي نتیجې تر معلومولو پوري مجبوره دي په قرانطین کي پاته سي. وروسته به دغه نوي رارسیدلي مهاجر د آلمان پر نورو آیالتونو وویشل سي.
له دې ډلي څخه به يې ۱۴ د برلین او نوردراین ویستفالین ایالتونو، ۱۳ باډن وورتیمبیرګ، ۱۰ یې بایرن، ۶ یې تورینګین، ۴ یې نیدرزاکسن، ۳ یې هیسن او دوه به یې راین لند فالز ته واستول سي.
(AG) گ.پ/ن.ز
د موريا کمپ د بې سرپناه مهاجرو ناخواله وضعیت
د یونان په لیسبوس ټاپو کې د اروپا په سطحه د مهاجرو تر ټولو ستر کمپ موريا، د اورلګیدنې له کبله په بشپړه توګه ویجاړ شو، چې له کبله يې پناه غوښتونکي اړ شول د سړکونو پر سر ورځې او شپې تیري کړي. د دوی وضعیت په انځورونه وګورئ!