1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلام په آلمان کې د ډېر ليبرالیزم لوري ته روان دی»

۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د رووف جيلان په نظر اسلام په آلمان کې اوسمهال د ډېر ليبرالیزم لوري ته روان دی. دا ديني ټولنپوه په آلمان کې دننه د امامانو پر زورنه ټینګار کوي.

Islamwissenschaftler Rauf Ceylan von der Universität Osnabrück (Niedersachsen)
انځور: picture-alliance/dpa/Uni Osnabrück

دیني ټولنپوه رووف جيلان د آلمان په اوسنابروک ښار کې د «ای پي دي» خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې په آلمان کې محافظه پاله اتحادیې او د مسجدونو ټولنې چې اوس هم اکثريت دي، د ښځو د امامانو په توګه د منلو له پاره له هلو ځلو او همدا راز د ټولنې د ليبراله کولو سره لاس او ګريوان دي. نوموړي پر دې سربیره په آلمان کې د روزل شويو او روښان فکره ملا امامانو د مخ پر زياتيدونکي شمیر په اړه هم خبره وکړه.

د اوسنابروک بروک پوهنتون د اسلامي الهياتو د انستيتويت دې مرستيال په عين حال کې مخالف لوري ته د تندلارو له پياوړتيا څخه هم خبره کوي.

جيلان د سلفي مبلغينو له خوا د کرکې ډکو څرګندونو يو څه خاموشه کيدل «ظاهري فریب» بللی دی. د نوموړي په خبره داعش دمګړۍ په سوريه او عراق کې يو ځل بيا د ځان سنبالولو په لټه کې ده، او سياسي – اسلامي غورځنګونه لکه د حزب التحريک غورځنګ په دې وروستيو کې بيرته فعال شوي دي: «ډېر وخت به و نه نيسي چې پخوانۍ ډلې يا نوي تندلاري يو وار بيا په فعاليت لاس پورې کړي.»

اړونده موضوع: د آلمان لومړنی همجنسبازه ملا امام

جيلان «په آلمان کې امامان» په نوم د خپل نوي کتاب په مناسبت چې په پام کې ده د چهار شنبې په ورځ باراز ته عرضه شي، وويل چې دا ډلې ښايي په راتلونکي کې يو ستر خطر وګرځي.

جيلان د آلمان له ټولنې او مسؤلو چارواکو څخه له امامانو سره د ژورې همکارۍ غوښتونکی شو. نوموړي وويل چې ملا امامان اوس په آلمان کې د ميشتو کابو پنځو ميليونو مسلمانانو د ټولنیز ادغام اساسي څېرې دي.

اړونده موضوع: «په آلمان کې دې د اسلامي ترهګرۍ پر ضد بالقوه مبارزه وشي»

په آلمان کې زياتره ملا امامان له بهره راځي او په نورو هيوادونو کې روزل شوي دي. د جيلان په آند ځوانان مخ پر زياتيدونکي توګه له دې ډول امامانو سره ستونزه پيدا کوي، ځکه دغه امامان ګويا د دې ځای د ځوانانو د ژوند له واقعيتونو سره آشنا نه وي.

رووف جيلان ټينګار وکړ چې اسلامي الهيات لکه څرنګه چې د اسلامي نړۍ په پوهنتونو کې تدريس کيږي، پر ځای پاتې دي او هیڅ پرمختګ نه کوي. د نوموړي په خبره په اسلامي هيوادونو کې «د استبداد يوه فضا حاکمه ده چې د تخلیقي افکارو مخه نيسي.»

رووف جیلان له همدې کبله په آلمان کې او په آلماني ژبه د امامانو پر روزنه ټينګار کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب