1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: د چړې برید مخنیونکي مسلمانې ښځې وستایل شوې

۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبه

په المان کې سیمه ایزو چارواکو د هغو درو مسلمانو ښځو چې د په چړې سمبالې ښځې د برید مخه یې ونیوله ستاینه وکړه او هغوی یې «واقعي اتلانې» وبللې. په ورته وخت کې چارواکو په ټولنیزو شبکو کې د جعلي خبرونو له کبله خبرداری ورکړ.

یوې ۳۲ کلنې المانۍ چې ویل کیږي رواني ناروغه وه په یوه بس کې پر سپرو کسانو برید کړی وو
په دې پيښه کې یوې ښځې له چړې سره په یوه بس کې پر سپرو کسانو حمله وکړه.انځور: Rene Traut/IMAGO

د اګست مياشتي پر ۳۰ د جمعې په ورځ، دقیق یوه اونۍ وروسته له هغې چې د المان په زولینګن ښار کې د چړې په وسیله یوه خونړي برید خلک په شوک کې واچول، د دغه هیواد په زیګن ښار یوې پیښې د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیوه.

په دې پيښه کې یوې ښځې له چړې سره په یوه بس کې پر سپرو کسانو چې یوه فیستیوال ته روان ول، حمله وکړه.

پولیسو د یکشنبې په ماښام وویل چې د زیګن په پيښه کې درې کسان چې د ۱۹ او ۲۳ کلونو ترمنځ یې عمرونه لرل په شدید ډول ټپيان شوي وو چې اوس یې وضعیت له ګواښوونکي حالت څخه وتلی دی.

په انټرنټ کې د جعلي خبرونو څپه

له دې پيښې یوه اونۍ مخکې د اګست مياشتي پر ۲۳ نیټه په زولینګن ښار کې د داعش ترهګریز سازمان یوه شکمن غړي درې کسان په چړې ووژل. د دې برید شکمن ترسره کوونکی د سوریې هیواد مهاجر و چې په المان کې یې د فرعي محافظت اسناد یا اقامه ترلاسه کړې وه.

دې پيښې یو وار بیا د مهاجرت په هکله بحثونو ته لمن ووهله چې له امله د المان حکومت د مهاجرو په هکله پر سخت ګیرانه اقداماتو موافقې ته ورسید.

پولیس وویل هغه ښځه چې په زیګن ښار کې یې د چړې په وسیله برید وکړ یوه رواني ناروغه وه او هیڅ ډول تروریستي انګیزه یې نه درلوده.

خو سره له دې هم په ټولنیزو شبکو کې ناسم معلومات لاس په لاس کیدل او چارواکي مجبوره شول چې د دغو ګنګوسو د ردولو له پاره لا زیات دقیق معلومات وړاندې کړي. پولیسو اعلان وکړ چې دغه ښځه المانۍ وه، نه مهاجره.

د دورتموند ښار پولیسو وروسته له دې چې د تحقیقاتو مسئولیت یې پر غاړه واخیست وضاحت ورکړ: «موږ باید په دې ځای کې یوه موضوع روښانه کړو: شکمنه ښځه چې ۳۲ کاله عمر لري المانۍ تبع ده او د مهاجرت پسمنظر نه لري. لطفاً له هر ډول حدس وهنې او دښمنۍ څخه ډډه وکړئ.»

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

05:51

This browser does not support the video element.

«هغه کیسه چې باید واضح شي»

وروسته ایالتي چارواکو هڅه وکړه چې دغه واقعیت خلکو ته تشریح او روښانه کړي چې کومو کسانو چې د دې ښځې پر وړاندې مقاومت کړی او د لا زیات احتمالي زیان مخه یې نیولې، دری مهاجري مسلمانې ښځې وې.

د نورد-راین-وستفالن ایالتي لومړي وزیر هندریک ووست، په ټولنیزو شبکو کې ولیکل: «زه له هغو زړورو مسافرو څخه چې مداخله یې وکړه او پرې یې نه ښود، چې تر دې بده پيښه رامنځته شي، مننه کوم»

د زیګن ښاروال شټیفن مویس د دې پيښه په اړه په فیسبوک کې خپاره شوې اوازې «کثافات» وبللې او د یو شمیر کاروونکو غیر مسئولانه چلند یې وغانده.

نوموړي د زیګن په فیستیوال کې د خلکو په مخاطب کولو سره وویل: «بریدګرې نه هم دوه ګونې تابعیت درلود او نه هم د مهاجرت پسمنظر. هغه یوه المانۍ ښځه وه چې خلک یې په چړې ټپیان کړل.»

نوموړي زیاته کړه چې تر ټولو مهه خبره دا ده چې د دې «کیسې اتلانې» د مهاجرت پسمنظر لرونکې درې ځوانې ښځې وې.

ښاروال وروسته له دې چې له عیني شاهدانو څخه د هغوی د سترګو لیدلی حال واورید وویل: «هغوي[دری مهاجرو ښځو] پر دغې ښځې غلبه او پر وړاندې یې مقاومت وکړ او په دې توګه یې وکولی شول چې تر دې د بدې پيښې مخه ونیسي او احتمالاً د نورو ژوند یې وژغوره.» د نوموي دغه څرگندوې خلکو په چکچکو سره بدرګه کړې. 

د زیګن ښاروال زیاته کړه: «دغه داستان باید وویل شي. ځکه مسایل یوازې تور او سپين نه دي....دغه پيښه ښيې چې دغه تصورات ناسم دي.»

دغه درې مسلمانې ښځې چې د بریدکوونکې ښځې مخه یې ونیوله، له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په دې بس کې سپاره ول.

د پولیسو مشر پیتر توماس شتوبرګ د «زیګنر څایتونګ» ته وویل چې دې ځوانو ښځو ته ډیر درناوی کوي، ځکه دوی «په دې بس کې له سپرو ټولو لویانو څخه ډېره مدني زړورتیا وښودله.»

شتوبرګ وویل چې د دغو درو ښځو مسلمان والی ښيې چې نباید په هیڅ ډول کلیشه او په تر وخت مخکې قضاوت باور وشي.

د نورد- راین- وستفالت ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت رویل، چې له دې پيښې وروسته یې زیګن ته سفر کړی وو د دغو ښځو د زړورتیا په ستایلو او د هغوی د مهاجرت پر پسمنظر ټینګار کولو سره وویل: «زه فکر کوم چې موږ کولی شو په دوی و ویاړو».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل