1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په اورګاډي کې د چاقو بريد دوه تنه وژلي

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

د آلمان له کیل ښار څخه هامبورګ ته پر لاره يوه سيمه ایز اورګاډي کې د چاقو په بريد کې دوه تنه وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي. پوليسو ويلي چې د بريد په تړاو پلټنې رواني دي.

Brokstedt Messerattacke in Zug
انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د پولیسو په خبره یوه سړي چې چاقو یې په لاس کې وو، پرمسافرو یې حمله کړې وه. زياته سوې بريد کوونکی چې ژوبل هم دی، نيول سوی دی. پوليسو زياته کړې چې د بريد د انګیزې په اړه پلټنې روانې دي. د پولیسو د ویاند په وینا په دې پېښه کې په مجموعی توګه پنځه تنه ژوبل سوي دي.
د راپور له مخې پولیسو له مسافرو څخه په پیل کې څو ټلیفونی تماسونه ترلاسه کړل. 

اړوند:آلمان: يو ۱۷ کلن په ټولګي کې يوه ښوونکې وژلې ده
د پولیسو د ویاند په وینا، اورګاډی تر پېښې وروسته درول سوی وو. د پوليسو په حواله لا  دا نه ده واضح چې څوک د برید کوونکی د مخنیوی لامل  سوی وو خو هغه په سخت ژوبل حالت کې روغتون ته انتقال سوی وو.

په اورګاډی کې د چاقو برید انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance


د انسانیت په وړاندی یوه دردوونکې پیښه 
د جرمني د شمالی ایالت شلیسویګ - هولشتاین د کورنیو چارو وزیرې زابینه سوترلین - واک وویل چې په دې اړه نور بشپړ معلومات او د برید لامل لا تراوسه  نه دی روښانه سوی.
هغې زیاته کړه: «زما له پاره روښانه ده چې دا د ټول انسانیت په وړاندې یوه دردونکې پيښه ده.» سوترلین واک د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره د خواخوږۍ څرګندولو پرمهال وویل چې د پیښې ټپیانو ته د ژر رغېدو هیله لري .

اړوند:المان کې یو ایرانی د تروریستي توطیې په تور نیول شوی
هغې د پولیسو سرتیرو ستاینه وکړه چې د پېښې عامل یې نیولی دی. د پيښې په اړه فدارلي او ایالتي جنایي پولیس په ګډه کار کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل