1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د کندز د قربانيانو د خسارې جبران نه ورکوي

۱۳۹۹ آذر ۲۶, چهارشنبه

جرمني وايي مجبور نه دی چي په کندز کي د آلماني افسر په غوښتنه هوايي بريد په نتيجه کي د ملکي قرباناينو خپلوانو ته د خسارې جبران ورکړي. په دغه بريد کي شاوخوا سل کسان وژل سوي ول.

Von Bundeswehr bombardierter Tanklastzug in Kundus, Afghanistan
انځور: STR/AFP/Getty Images

د جرمني د اساسي قانون محکمې د چهارشنبې په ورځ پريکړه کړې چي د نړيوالو حقونو له مخي به د کندز د قربانيانو خپلوان د خسارې هيڅ ډول مستقيم جبران تر لاسه نه کړي.

د ۲۰۰۹م کال په سپتمبر مياشت کي کندوز ته نږدې د تيلو پر دوو ټانکرانو باندي په هوايي بريد کي په لسونو ملکيان ووژل سول.

په دې ارتباط په ۲۰۱۶م کال کې د جرمني د ستري محکمې هغه حکم ته اشاره سوې ده چي ويلي يې وه، د خسارې جبران ادعا نه د نړيوالو حقوقو او نه هم د هيواد له ملي قوانيو سره مطابقت لري: «د يوه دولت له خوا د يوه خارجي تبعه د نړيوالو حقوقو خلاف اعمالو په خاطر خسارې جبران ادعا اساساً د هغه دولت وظيفه ده چي د پردي دولت اتباعو ته يې ډيپلوماتيک حفاظت ورکړی دی، ليکن نه د انفرادي اشخاصو په مقابل کي.»

د ۲۰۰۹م کال د سپټمبر د ۳ پر ۴ شپه د افغانستان کندز ولايت ته نژدې هوايي بريد کي تر سلو زيات کسان ووژل سول چي ډيری يې ملکيان ول. تر دغه بريد مخکي طالب جنګياليو د تيلو دوه ټانکران تښتولي ول. په افغانستان کي د آلماني پوځ يو لوړ پوړي افسر ګومان وکړ چي ښايي دغه ټانکران د آلماني پوځ پر ضد وکارول سي، له همدې کبله يې د هوايي دفاع غوښتنه وکړه.

د الماني افسر ترغوښتني وروسته دوو امريکايي جنګي الوتکو ټانکران له منځه يووړل. د دغه هوايي بريد په نتيجه کي د ماشومانو په گډون په لسونو ملکي کسان ووژل سول.

د دغو قربانيانو دوو تنو خپلوانو له جرمني څخه د خسارې جبران غوښتنه وکړه، دا ځکه چي په خبره يې دغه بريد د قوانينو مطابق نه وو او نظامي افسر بايد ټانکرونو ته نژدې د ملکي کسانو له موجوديت څخه آګاهي درلودلای. ځکه نو جرمني بايد د وظيفې څخه د غلطي استفادې له کبله دوی ته د خسارې جبران ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل