د آلمان پارلمان یا بوندېستاګ د یکشنبې په ورځ د جګړې د قربانیانو د یادښت مراسم ادا کوي. مراسم به په برلین کې د رایشتاګ ساختمان کې له نیمه زوړندو بېرغونه سره ترسره او د ايټالیا ولسمشر به هم په کې وینا وکړي.
د آلمان پارلمان یا بوندېستاګ د یکشنبې په ورځ د جګړې د قربانیانو د یادښت مراسم ادا کوي - بیرغونه به نیمه زوړند ويانځور: AP
اعلان
په پام کې ده نن يکشنبه د نومبر ۱۶مه د آلمان د ماتم ملي ورځ «فولکس تراورتاګ» د لمانځنې په مراسمو کې د ايټالیا ولسمشر، سرګيو متاریللا، هم په بوندېستاګ کې د پارلمان سفلا مجلس ته وینا وکړي.
متاریللا چې له دوو ورځو راپدېخوا په آلمان کې دی د شنبې په ورځ د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر له خوا ېې هرکلی وشو.
د آلمان د پارلمان مشرې یولیا کلوکنر د مراسمو څخه دمخه وویل چې د ماتم ملي ورځ مفهوم باید د یادښت د یو ساده مراسمو څخه ډېر لوړ وي.
هغې وویل: «هغه خلک چې د جګړې او تاوتریخوالي قربانیانو درناوی کوي، هغه خلک چې پوهیږي چې د نفرت او ړوندوالي خاتمه چېرته ده، نه باید چوپه خوله پاته شي، په داسې حال کې چې سوله او دیموکراسي د نړۍ په هرځای کې ګواښل کيږي.»
د آلمان د پارلمان مشرې یولیا کلوکنر د مراسمو څخه دمخه وویل چې د ماتم ملي ورځ مفهوم باید د یادښت د یو ساده مراسمو څخه ډېر لوړ ويانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance
کلوکنر د ماتم ملي ورځ «نن ورځ زموږ له پاره یو لوی خبرداري یاد کړ، په داسې یو وخت کې چې د دوو نړېوالو جګړو د وحشتناک تاریخ سره په فاصلې او ورسره جوخت په واقعي جګړه کې یو چې له بده مرغه جګړه په اروپا کې دعادي کېدو په حال کې ده.»
د پلان له مخې د ايټالیا د ولسمشر تر وینا وروسته د آلمان ولسمشر شتاینمایر د یادښت دوديز مراسم پیلوي کوم چې له ۱۹۵۲ راهیسې د آلمان ولسمشر له خوا ترسره کيږي.
د وینا دغه متن د ټولې نړۍ د جګړو او تاوتریخوالو د قربانیانو یادونه کوي. په هغوی کې هغه انسانان چې په دوو نړېوالو جګړو کې وژل شوي او هغه چې د نازي آلمان له خوا د هویت، نژاد او یا هم د معلولیت پر اساس ځورول شوي، هم شامل دي.
سږکال د لومړي ځل له پاره د آلمان د ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر په وینا کې په څرګنده توګه د هغو کسانو یادونه هم کيږي چې د جندر او یا جنسیت پر اساس ځورول شوي او همدارنګه د پولیسو هغه افسران چې د دندو پر مهال وژل شوي دي.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
پر آلمان باندي د يرغل پرمهال د متفقينو پوځي نوښتونه
د ۱۹۴۴م کال د جون مياشتي پر۶مه پر نازي آلمان باندي د نرماندي له ساحلونو يرغل پيل سو. هغه نوښتونه چي په دغه بريد کي سوي د بريا مهم عوامل ول. د «D-Day» وسلو او تجهيزاتو تاريخي انځورونه.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
د ۱۹۴۴م کال د جون مياشتي پر۶مه د متفقينو پوځيانو پر نازي آلمان باندي د نرماندي له ساحلونو يرغل پيل کړ. کله چي د ۱۹۴۲م کال په اگست مياشت کي متفقو ځواکونو ماته وخوړله نو د هيتلر ځواکونو د ماتي له پاره متفقينو نوي تلاښونه پيل کړل چي په هغوی کي پوځي نوښتونه د يادوني وړ دي. دغه «ام۴ شرمن» ټانک پر دښمن باندي د اور بللو له پاره تيار سوی.
انگرېزی چرچيل ټانک چي د پياوړو مرچلو د له منځله وړلو له پاره چمتو سوی وو، د دښمن پر مرچلو باندي ئې ۲۰ کيلويي مرمۍ اورولې.
انځور: picture-alliance/Illustrat/M. Evans
کوم نوښت چي په «کروکوديل» ټانک کي راغلی وو هغه داو چي د دغه ټانک تر ميل لاندي د اور پاشلو سيستم جوړ سوی وو چي د دښمن پر مرچلو باندي اور وشندي.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
پر چرچيل ټانکو باندي داسي پلونه جوړ سوي ول چي د اړتيا په وخت کي نور زغروال وسايل تر اوبو تير سي.
انځور: picture-alliance/United Archiv/TopFoto
پر ډېرو چرچيل ټانکو باندي لرگي بار ول. دغه لرگي به په هغو ويالو کي اچول کيدل چي د پلي ځواکونو د تيريدو له پاره به خنډ ول.
انځور: picture-alliance/United Archiv/TopFoto
د عملياتو د پيل په ورځ تر ۱۱۰۰۰ ډېرو الوتکو پوځيان او مهمات سيمي ته انتقال کړل. د دغو الوتکو ډيري د لرگيو څخه جوړ سوي وې چي يوازي يووار به کارول کېدې. دوی به يوې بلي الوتکي په پړي سر کشولې او پرواز به ئې ورکاوه. دغو الوتکو کوم ماشین نه لاره.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
دغو بې ماشينه الوتکو د کښېناستلو پرمهال ډېر تلفات هم لرله. تر ناستي وروسته به د الوتکي د مخ حصه پرانيستل کيده او تجهيزات به ترې راايستل کېده.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
په دې انځور کي هغه پرسنل لېږدونکي کښتۍ ښکاري چي له لويو بېړيو څخه به ئې پياده عسکر ساحلونو ته انتقالول. داسي ويل کيږي چي د آلماني ځواکونو د جنگ پر لوړۍ کرښه باندي د يرغل د پيل په ورځ نژدې ۴۰۰۰ پلي عسکر ووژل سول.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
هغه موټرو چي په درياب کي ئې د لامبو توان هم لاره له لويو بېړيو څخه ساحلونو ته عسکر انتقال کړل او پر دې سربيره چي په اوبو کي ئې حرکت کاوه پر مځکه به ئې هم خپل مسير ته دوام ورکاوه. دغو موټرو په اوبو کي په لس سرعت کي تر ۱۰۰ کيلومترو پوري واټن وهلای سوای.
انځور: picture alliance/AP Images/AP Photo
دغو موټرو به بيا پر وچه باندي په ساعت کي ۸۰ کيلومتره سرعت لاره. دوی د ۶۰۰ کيلومتره واټن وهلو له پاره د سوځلو مواد لرل.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
له هغه وروسته چي پر نرماندي کي د آلماني ځواکونو د جگړې لومړۍ کرښه ونيله سوه، هغي ستري بيړۍ هم ساحلونو ته راغلي چي ټانکونه ئې انتقالول.
انځور: picture alliance/AP Images/Office of War Information
د متفقو ځواکونو د نقشې له مخي په څو اوونیو کي بايد ۲ ميليونه عسکر او څلور ميليونه ټنه تجهيزات هغو ساحلونو ته رسېدلي وای چي هيڅ بندر ئې نه لاره. ځکه نو د دې له پاره ساختگي متحرک پلونه طراحي سول.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
دغه ساختگي پلونه له داسي فولادي ټوټو څخه جوړ سوي ول چي ځيني برخي ئې په کښتو سره راوړل کېدې.
انځور: picture alliance/Usis-Dite/Lee
د دغو پلونو يوه ټوټه اوس هم د نورماندي په ساحل کي ليدل کيږي.
انځور: picture alliance/I. Wagner
باور به مو رانه سي چي، د متفقو ځواکونو د نقليه وسايلو د سونگ موادو د تامينولو له پاره د پلوتو په نوم عملياتو يوازي لس ساعته وخت ونيو. د دغي ستري لولې په مرسته تر اوبو لاندي يعني د درياب په نس کي يو ستر پايپلاين وغځېد او د ورځي ئې ۳۰۰ ټنه د سوځلو مواد خپلو ځواکونو ته رسول. د پلوتو او متحرک پلونو جوړول د پوځي مهندسۍ په تاريخ کي تر ټولو ستر کار گڼل کيږي.