د هغو ماشومانو شمیر چې په څو اولاده کورنیو کې یې ژوند کولو په ۱۹۹۶م کې له ۲۵ سلنې په ۲۰۱۵م کال کې ۲۳ سلنې ته را ټیټ شوی و، خو دا رقم په ۲۰۲۴م کال کې یو ځل بیا ۲۶ سلنې ته لوړ شوی دی.د المان د احصايې فدرالي ادارې ویلي دي: «په تیرو لسو کلونو کې د دې بدلون دلیل تر ټولو ډیر له ۲۰۱۵ م کال وروسته د مهاجرو راتګ دی.»
په شمیرو کې توپیر
د المان د احصایې فدرالي ادارې ارزونې ښيي چې د درو یا تر دې زیاتو ماشومانو درلودل د مهاجرت پسمنظر لرونکو کورنیو کې د هغو کورنیو په پرتله لوړ دی چې بهرنۍ ریښې نه لري، با په بل عبارت د المان بومي اوسیدونکي دي.
په ۲۰۲۴م کال کې د مهاجرت پسمنظر لرونکو ۱۹ سلنه کورنیو کې لږ تر لږه ۳ ماشومانو ژوند کولو، په داسې حال کې چې په نورو کورنیو کې بیا دغه کچه یوازې ۱۰ سلنه وه.
په المان کې ۸ سلنه د ماشومانو تیر کال له درو یا تر دې زیاتو خوېندو ورونو سره په یوه کور کې ژوند کولو. تیر کال د هغو ماشومانو شمیر چې له دوو خوېندو ورونو سره یې په یوه کور کې ژوند کولو، ۱۸ سلنه و. ۴۴ سلنه ماشومانو یوازې له یوې خور یا یو ورور سره په یوه کور کې ژوند کولو او ۳۰ سلنه نورو بیا خور یا ورور نه درلود.
په نړیواله کچه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو حرکت ډیر کم شوی دی
په ټوله نړۍ کې د تنکیو ځوانانو فزیکي حرکت ډیر کم شوی دی. ډیري ماشومان او تنکي ځوانان په موټرو کې ښوونځیو ته وړل کیږي، په انټرنټي لوبو اخته وي او سالمه غذا نه خوري. دا کار بیا په مجموع کې د ټولنې له پاره منفې اغیزې لري.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Wendt
کوچني ماشومان په طبیعي ډول منډې او ټوپونه وهي او په دې ډول بدني فعالیت لري. دوی د حرکتونو په اجرا کولو سره خپل احساسات څرګندوي او هغه څه یي چې زده کړي دي پرې کار کوي. ماشومان آرامه کښيناستل نه لري. خو دا کار تر یو خاص عمره پورې دوام کوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د نوې څیړنې له مخې په نړۍ کې ۸۰ سلنه هغه تنکي ځوانان چې له ۱۱ څخه تر ۱۷ کلونو پورې عمرونه لري په کافي اندازه فزیکي حرکت نه لري.
۸۵ سلنه نجونې او ۷۸ سلنه هلکان د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د بدني حرکت په اړه سپارښتنې نه عملي کوي. د ورزش او بدني حرکت نشوالی روغتیا ته زیان رسوي، ځکه حرکتي لوبې او ورزش په بدن کې خوشحالي بخښونکي مواد تولیدوي. برعکس په دوامداره توګه د فزیکي حرکت نشتوالی انسان ته پریشانه کونکی حالت پيدا کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch
د الکترونيکي وسایلو لکه کمپیوټر، ځیرکه تلیفونونه، آیپيډ .... په څیر بل هیڅ کوم شی د ماشومانو د بدني حرکت مخ ته خنډ نه شي جوړیدلی. یو شمیر ميندې او پلرونه چې له کاره ستړي راځي، د دې په خاطر چې د یوڅه وخت له پاره یي ماشومان آرامه وي هغوې په انټرنټي لوبو مصروفوي. خو دا کار د ماشومانو ذهني قابلیت ته زیان رسوي او ترڅنګ یې د فزیکي حرکتونو نشتوالی روغتیا هم ګواښي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Wendt
که ماشومان او تنکي ځوانان هر څومره ورزش وکړي عضلې یي قوي کیږي. د ښو عضلو لرل د ملا تیر د استقامت د زیاتیدو سبب کیږي. همدارنګه د ماشومانو د بدن سکلیټ له ورزشي حرکتونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تراکم زیاتوي او د نورو ترڅنګ د هډوکو د ورستیدو پر ناورغۍ له اخته کیدو څخه هم مخنيوی کیږي.
انځور: picture-alliance/Zumapress/D. Odhiambo
هغه ماشومان چې په کافي اندازه فزیکي حرکتونه لري کولی شي تر یوې اندازې د خپلې خوښې له شیرنيبابو څخه استفاده وکړي، خو هغه ماشومان چې فزیکي حرکتونه نه لري او له ناسالمه خوړو څخه استفاده کوي کیدای شي له روغتيایي ستونزو سره مخامخ شي. چاق ماشومان معمولاً په لوړ عمر کې د رګونو د بندیدو، د وينې فشار، مغزي او قلبي سکتې له خطر سره مخامخ کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg
په چين کې ډیر شمیر ماشومان او تنکې ځوانان د فزیکي حرکت د نشتوالي او نا مناسبو خوړو له امله له ستونزو سره مخامخ دي. په اوږدمهاله کې دا نه یوازې پخپله د دوی روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د ټولې ټولنې د اوږو بار شي. له درملنې نیولې بیا د ناروغۍ له امله تر وخت مخکې تقاعد پورې دوی د ټولنې د اوږو بار وي. صحتمنده او انرژي لرونکي ماشومان بالاخره ټولنې ته خوشحالي او سوکالي وربخښي.