1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه يو ځل بيا په لسونو افغانان کابل ته اخراج شوي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

آلمان يو ځل بيا افغانستان ته يو شمیر افغانان اخراج کړي دي. دا ډول اخراجونه هلته له واکمنو طالبانو سره د يوه توافق پر بنسټ ترسره کيږي. د دې اخراج پر ضد يو شمیر کسانو اعتراض هم تنظیم کړی وو.

Flughafen Leipzig/Halle 2025 | Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: EHL Media/IMAGO

د آلمان د خبري آژانس (ډي پي ای) په حواله آلمان يو ځل بيا د يوې چارتر الوتکې له لارې يو شمیر افغانان بيرته خپل هېواد ته انتقال کړي دي.

زیاته شوې ده چې اخراج شوي په جزا محکوم شوي نارينه دي چې په جنسي تیري، قتل او يا جنسي ځورونو کې ښکیل هم پکې شامل دي.

اړونده موضوع: المان مخکښ دی؛ اروپايي اتحادیه افغانستان ته اخراجونه ارزوي

د آلمان نورد راین ويستفالن، شلېسوګ هولستاين، بایرن، نیدرزاکسن او بادن وورتمبیرګ ایالتونو د دې چارتر پرواز له پاره تقریباً ۳۰ کسان ثبت کړي ول چې له آلمان پر وتلو مکلف وو.

د اخراج پر ضد احتجاج

د رپوټونو پر اساس دې الوتکې بيګا، سې شنبې د شپې د لايپزيګ/هاله له هوایي ډګره د کابل پر لور پرواز کړی دی.

د آلمان د خبري آژانس د يوه خبريال په حواله د هوايي ډګر په ترمينل کې تقریباً ۳۵ کسان راټول شوي ول څو د يوه سوله ایز احتجاج په ترڅ کې د اخراجونو پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړي.

اړونده موضوع: آلمان يو مجرم افغان کابل ته اخراج کړی دی

له آلمان څخه دا اخراجونه په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د يوه مستقيم توافق پر بنسټ ترسره کيږي. دغه توافق د دې زمينه برابروي چې د آلمان حکومت د منځګړو هېوادونو پرته په منظم ډول افغانستان ته اخراجونه ترسره کړي.

په ۲۰۲۴م کال کې د اخراج لومړی پرواز

په دې وروستيو کې افغانستان ته په اصل کې د می میاشتې د پای له پاره چمتو شوی په اخراجيدو د مکلفو نارينه وو يو ډله ایز پرواز د طالبانو د نه همکارۍ له کبله ځنډول شوی وو.

د ډي پي ای د معلوماتو په حواله دا پرواز تر هغه وروسته وځنډول شو کله چې په کابل کې اوسنیو حاکمانو په دې اړه ناډاډمنتيا څرګنده کړې وه چې د دوی په نظر، د آلمان د بهرنيو چارو وزارت استازي له دغه ډلې سره د خبرو اترو له پاره په کافي اندازه ليوالتيا نه لري.

طالبان په تیره بیا دې ته ډېر ليوال دي چې په آلمان کې د افغانستان استازوليو ته خپل نور ديپلوماتان واستوي. 

اړونده موضوع: له آلمانه د یوه ډله افغانانو اخراج؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د اخراجونو د «سملاسي توقف» غوښتنه کړې

د ۲۰۲۴م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په لومړي ځل ۲۸ په سزا محکوم نارينه د قطر په مرسته له لايپزيګ څخه کابل ته اخراج شول.

په دې منځ کې پخپله د آلمان له خوا همغږي شوي اخراجي پروازونه چې د تجارتي پروازونو له لارې انفرادي اخراجونه او ډله ایز چارتر پروازونه پکې شامل دي، هم ترسره کيږي.

طالبانو ته د امتيازاتو پر ورکړه نيوکې

انتقاد کوونکي وايي چې د آلمان حکومت له يوه اړخه له بشري حقونو څخه د سرغړونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو له کبله، طالبان په رسميت نه پيژني خو له بله اړخه په عين وخت کې د اخراجونو د عملي کولو په موخه ورته عملاً امتيازات ورکوي.

په دې امتيازاتو يا تیرېدنو کې په آلمان کې د افغانستان په استازوليو کې د طالبانو د استازو منل شامل دي، په هغو استازوليو کې چې تر مخه پکې يوازې د پخواني حکومت له خوا ليږدول شويو استازو کار کاوه.

اړونده موضوع: آلمان: په بن قونسلگرۍ کې د طالبانو استازی د جنرال قونسل موقف نه لري

د آلمان د کورنیو چارو وزير الکساندر دوبرينت، په نوامبر میاشت کې ويلي ول: «په دې ترڅ کې به په جزا محکوم شوي او هغه کسان په نظر کې نيول کيږي چې خطر ترې متوجې وي.»

خو د څارونکو په حواله دا په دې معنا نه ده چې اخراجونه دې په راتلونکي کې هم يوازې تر دې دوو ډلو پورې محدود پاته شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب