داسې انګيرل کیږي چې هغې له خپل مېړه سره د هغه د ژوند د نوې ملګرې د انځور تر ليدو وروسته خپل اولادونه وژلي وي. د رپوټونو پر اساس هغې د پېښې په ورځ د يوه متني پېغام په استولو سره خپل مېړه ته ويلي ول چې اولادونه به دې هيڅکله بيا ونه ګورې.
د برائت غوښتنه
د تورنې وکيل د جرم په اړه د شواهدو د نه شتون له کبله هغې ته د برائت د ورکړې غوښته وکړه. وکيل همدا راز توصيه وکړه چې د برائت نه ورکولو په صورت کې دې نوموړې د وژنې د هڅې په تور په اته کلن بند محکمه شي چې دا بند دي له رواني درملنې سره هم مل وي.
خو د محکمې له خوا د ټاکل شوي کارپوه په حواله دغه ښځه په کومه شديده رواني ناروغۍ اخته نه وه. دې پېښې ټول آلمان لرزولی او ډېر خلک د دغو ماشومانو پر وژنه د خفګان څرګندولو او د هغوی په ياد په زولنګن ښار کې سره راټول شوي ول.
ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
پر حقيقي قتلونو ولاړ هندي فلمونه
په زیاتو هندي فلمونو کي قتلونه او وژني انځوريږي او په هکله يې داستانونه بيانيږي. په دغو فلمونو کي بعضي وخت قضيه حل او بعضي وخت ناحل پاته سي. په دغه راپور کي هغه هندي فلمونه وپېژنئ چي د حقيقي قتلونو پر قضيو جوړ سوي دي:
انځور: AP
تلوار
د تلوار په نوم هندی فلم چي په ۲۰۰۸ کال بازار ته راووت د اروشي په نوم پيغلي او د هغوی د کور د مزدور هیماراج د قتل پر حقيقي موضوع جوړ سوی ؤ. د دغو دوو کسانو د قتل قضيه لا تر اوسه نه ده حل سوې. د هند يوې محکمې د اروشي مور او پلار د هغې او د مزدو په قتل پړن وبلل خو عالي محکمې دغه فيصله د اړينو ثبتونو د نشته والي له کبله بېرته لغوه کړه.
انځور: AP
جيسيکا هيڅ چا نه ده وژلې
په ۱۹۹۹ کال د کانګرېس ګوند د مشر وينود شرما زوی مانو شرما د جيسيکا لال په نوم پر ماډلې انجلۍ ډز وکړ او هغه يې ووژله. دا چي د جېسيکا کورنۍ د قاتل د محاکمه کولو له پاره څه ډول ستړياوي پر ځان ومنلې په دغه فلم کي انځور سوي دي.
انځور: AP
مدراس کافې
په ۱۹۸۰ کال کي د سري لنکا په جګړه کي د هند پر مداخلې جوړ سوی فلم مدارس کافې ډېر وستايل سو. په دغه فلم کي په ۱۹۹۱ کال د يو ټاکنيز کامپاين پر وخت د لومړي وزير راجيو ګاندهي وژنه هم انځور سوې ده. مدراس کافې فلم په ۲۰۱۳ کال بازار ته راووت.
انځور: picture-alliance/dpa
د ميني داستان نه دی
په ممبئ کي د مشهور تلويزيوني شرکت سينرجي ايدالايب کارګر نيراج ګروور قتل کړل سوی ؤ. رام ګوپال ورما پر دغه موضوع يو فلم جوړ کړ. د قتل په قضيه کي ايکټره ماريا سوسيراج او د هغې ملګری لفتنت ږيروم مېتيو نيول سوي ول.
انځور: Bohra Bros Prod. Pvt. Ltd..
يو وخت په ممبی کي
دغه فلم د جرايمو د نړۍ د مشهور غړي داؤد ابراهيم او د حاجي مستان تر منځ د سمبوليکې ملګرتیا پر موضوع جوړ سوی دی. په دغه فلم کي ۷۰مه لسيزه انځور سوې ده چي په ممبی کي د جرايم پيشه خلکو اثر زيات ؤ. د دې له پاره چي لانجې رامنځ ته نه سې، په دغه فلم کي د کردارونو نومونه بدل کړل سوي.
انځور: Balaji Motion Pictures
په لکنډوالا کي وژنې
دغه فلم په ۱۹۹۱ کال کي د ممبی د امنيه قومندان اې خان او د بدمعاش مايادال د متقابل کيدو پر موضوع جوړ سوی دی. دغه مقابله چي د ممبی د پوهنتون په لکنډوالا کي رامنځ ته سوه، پکښي ۲۵ کلن مايادال ووژل سو.
انځور: Balaji Telefilms
فراق
دغه فلم د ډايريکټري په توګه د ایکټري نانديتا لومړی فلم ؤ. په ۲۰۰۸ کال کي جوړ کړل سوی دغه فلم په ګجرات کي په کال ۲۰۰۲ د رامنځ ته سوو ناقراريو پر موضوع راګرځي. په دغه فلم کي د ناقراريو پر ځای دا ښودل کيږي چي ناقراريو پر خلکو څه ډول اغېز وکړ.
انځور: Percept Picture Company
توره جمعه
دغه فلم په ۱۹۹۳ کال په ممبی کي د رامنځ ته سوو چاودونو په تړاو دی. دغه فلم بايد په اصل کي په ۲۰۰۴ کال بازار ته راوتلی وای. خو د بيلو لانجو له کبله په ۲۰۰۷ کال کې په ځنډ بازار ته راووت.
انځور: Jhamu Sughand/Adlabs films
هې رام
دغه فلم د کملا حسن له خوا د مهاتما ګاندهي د قتل پر موضوع جوړ سوی دی. پر دغه فلم بعضي لانجې رامنځ ته سوې خو دغه فلم وروسته د هند له خوا د اوسکار جايزو سيالۍ ته هم ولېږل سو.