1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ډيپ فیک ویډیوګانې او انترنتي ځورونه جرم ګرځول کیږي

احمد حکيمي l د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ فروردین ۳۰, یکشنبه

آلمان د ډیجیټلي تاوتریخوالي پر وړاندې د ساتنې د پیاوړتیا لپاره د یوې نوې مسودې قانون وړاندیز کړی، چې هدف یې ډیپ ‌فېک او انلاین ناوړه استفادو څخه د خلکو ساتنه ده. ډیپ فیک د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه غیر حقیقي ويډیوګانې دي.

آلمان غواړي د یوه قانون له لارې ډیپ فیک یا جعلي ویډیوګانې او انترنتي ځورونه جرم وګرځوي.
آلمان غواړي د یوه قانون له لارې ډیپ فیک یا جعلي ویډیوګانې او انترنتي ځورونه جرم وګرځوي. انځور: Christian Ohde/picture alliance

د آلمان د عدلیې وزیرې شټیفاني هیوبیګ، د دې وړاندیز په وړاندې کولو سره ویلي دي چې دا به د المان د جزايي قانون تشې ډکې کړي او قربانیانو ته به د ځان د دفاع لپاره نور وسایل هم په واک کې ورکړي.

د دې مسودې له مخې، د پورنوګرافیک ډیپ ‌فېک یا غیر حقیقي ویډیوګانو جوړول او شریکول تر دوو کلونو پورې د بند سزا لرلی شي. دا قانون د جرمونو پراخې برخې هم رانغاړي، لکه بې اجازې نږدې انځورونه، ډیجیټلي پټ کتل یا تعقیب، «د غچ پورن» او نور هغه ډیپ ‌فېکونه چې شخصي حقونه نقضوي.

هوبیګ ډیجیټلي تاوتریخوالی نن ورځ په ټولنه کې «یوه پراخه پدیده» بللی چې په جرمني کې میلیونونه کسان اغېزمنوي.

هغې وویل: «ښځې په ځانګړي ډول ډیرې اغېزمنې دي. له لسو څخه شاوخوا له شپږو ډېرې پېښې د ښځو پر ضد دي.» هغې زیاته کړه چې انلاین تاوتریخوالی «په ځینو مواردو کې د فزیکي تاوتریخوالي په شان جدي پایلې لرلی شي ځکه چې خلک ډیر ژور ګډوډ، بې‌ ثباته او روحا ټپي کوي او د هغوی ټولنیز چاپېریال ویجاړولی شي.»

ټاکل شوې چې دا لایحه، چې لا دمخه د آلمان د ائتلافي حکومت ترمنځ د تړون برخه وه، راتلونکې اوونۍ د کابینې له خوا تصویب شي او په دې توګه عملي شيانځور: Christian Ohde/CHROMORANGE/picture alliance

دا قانون به درې نوي جرمي موارد معرفي کړي، چې پکې هغه جنسي او غیرجنسي ډیپ ‌فېکونه یا د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ جوړې جعلي ویډیوګانې هم شاملې دي چې افرادو ته زیان رسوي، او همدارنګه د ټکنالوژۍ ناوړه کارونه لکه د جي پي اس یا موقعیت موندلواو  تعقیبي وسایلو له لارې د خلکو پټه څارنه هم پکې شامله ده.

دا به قربانیانو ته دا هم اسانه کړي چې پرته له دې چې وکیل ته اړتیا ولري یا فیس ورکړي، د محکمې له لارې د مجرمانو پېژندنه وکړي. محکمې به وکولای شي له انترنتي پلېټفورمونو وغواړي چې د کاروونکو معلومات افشا کړي، شواهد وساتي او حسابونه یې بند کړي.

تمه ده چې دا لایحه، چې لا دمخه د آلمان د ائتلافي حکومت ترمنځ د تړون برخه وه، راتلونکې اوونۍ د کابینې له خوا تصویب شي او په دې توګه عملي شي.

د دويچه ويله د ګلوبل میډیا فورم سږنۍ موضوع مصنوعي ځیرکتیا وه

04:56

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب