په آلمان کې د یوګووف (YouGov) له لوري نوې سروې، چې د جرمني د خبري اژانس «ډي پي اې» په غوښتنه ترسره شوې، ښيي چې ۴۸ سلنه آلمانیان باور لري، چې پخوانۍ صدراعظمه انګېلا مرکل د اوسني صدراعظم فریدریش مرڅ په پرتله د جرمني د اوسنیو ستونزو د حل لپاره ډېره وړتیا لري.
په دې نظرپوښتنه کې ۲۹ سلنه ګډون کوونکو کسانو ویلي، چې میرکل او میرڅ د آلمان د ستونزو د هواري لپاره یو شان وړتیا لري.
د سروې پایلې ښيي چې یوازې ۸ سلنه ګډونوالو پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل د اوسني صدراعظم فریدریش میرڅ په پرتله لږه وړ وبلله، په داسې حال کې چې ۱۵ سلنه کسانو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی او یا یې ویلي چې نه پوهېږي څه ځواب ورکړي.
انګیلا میرکل او میرڅ دواړه د منځلارې ښي اړخ «د جرمني مسیحي دموکرات ګوند» یا سي ډي يو ګوند غړي دي، خو له اوږدې مودې راهیسې سیاسي سیالان پاتې شوي دي. انګېلا مرکل له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۱ کال پورې ۱۶ کاله د آلمان صدراعظمه وه.
فریدریش میرڅ بیا د تیر کال په مې میاشت کې د آلمان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د خپل محبوبیت له کمېدو سره مخ دی او د هغه د تایید کچه د ریکارډ ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
اوسمهال جرمني له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، چې پکې د اقتصاد ټکنی کېدل، د انرژۍ د بیو لوړوالی، د نفوس زړېدل او د ټولنیزو پروګرامونو د تمویل لپاره د کاري ځواک کمیدل شامل دي.
دغه راز، ناقانونه کډوالي او د بهرني سیاست په برخه کې ننګونې، په ځانګړې توګه پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو، هم د جرمني له مهمو ستونزو څخه بلل کېږي.
انگلا ميرکل له ۱۵ کلونو راهیسې د آلمان صدراعظمه ده. هغې په دې موده کې د آلمان د څلورو حکومتونو مشري کړې ده. د دې سياسي ژوند ته په دې انځوريز راپور کي کتنه شوې ده. د آلمان پخواني او فقيد صدراعظم هيلموت کول يو ځل ميرکل د پلار په ډول په اصطلاح «د هغه نجلۍ» بللې وه يعني دا چې د هغه شاگرده ده. خو ميرکل په ۲۰۰۱م کال کې کله چې هغې په اپوزيسيون کې د مسيحي ديموکرات گوند مشري پر غاړه واخيسته، د کول له پلرني سيوري را ووتله. خو ستر ماموريت یې په ۲۰۰۵م کال کې پيل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Altwein په کم توپير سره په ټاکنو کې بريا د ۲۰۰۵م کال پارلماني ټاکنې: د آلمان مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونه د برحاله سوسيال ديموکرات گوند په مقابل کې چې مشري یې گيرهارد شرودر کوله، په ډېر کم تفاوت سره گټونکي شول. دا له ۱۹۴۹م کال راهيسې د ميرکل په مشرتوب د مسيحي ديموکرات گوند تر ټولو خرابې ټاکنیزې پايلې وې. که څه هم چې د سياسي ژوند د دې نوي پړاو د پیل له پاره شرايط ډېر ښه نه ول، خو هغې ډېر ژر خپل ځای پيدا کړ.
انځور: Stefan Sauer/dpa/picture alliance بالاخره د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو اتحاد د سوسيال ديموکرات گوند سره ستر ائتلاف رامنځته کړ. گيرهارد شروډر د ۲۰۰۵م کال د نومبر پر ۲۲ نيټه ميرکل ته د آلمان د لومړۍ صدراعظمې په توگه د ټاکل کيدو مبارکي وويله. هغه د پخواني ختيځ آلمان لومړی تبعه ده چې دغه مقام ته ورسيدله.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Reiss ميرکل ډېر ژر پر هر څه لاس بری وموند. په ۲۰۰۷م کال کې یې د «جي - اته ډلې» د هيوادونو د مشرانو کوربتوب پر غاړه لاره او د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت له ولسمشر جورج بش او د روسېې د جمهور رئيس ولاديمير پوتین سره یې ټوکې کولې: د جيوپوليتکي پلوه يوه داسې فضا چې د نن په پرتله څو چنده سالمه وه.
انځور: Toshifumi Kitamura/AFP/Getty Images ميرکل ډېر وخت د پاخه رنگ پتلونونه اغوندي خو کرتې یې تل رنگه وي. د کارپوهانو په حواله دا رنگونه د دې ښکارندوی کوي چې صدراعظمه څه حال لري او يا غواړي څه پېغام ورکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber په ۲۰۰۸ م کال د اروپا سياست: انگلا ميرکل د اروپا د دې دوو وتلو سياستوالو د فرانسې د پخواني ولسمشر نيکولای سرکوزي او د هغه د ايتالوي سيال سيلويو برلسکوني په مقابل کې يوازې يوه نرمه مسکا کوله. ميرکل د اروپا د مالي بحران په ترڅ کې د يوې پیاوړې سياستوالې په توگه مطرح شوه.
انځور: Getty Images/AFP/G. Cerles د «ټايم» مجلې په ۲۰۱۵م کال کې انگلا ميرکل د سختو شرايطو لکه د دولتونو د پورونو د بحران څخه نیولې بيا د مهاجرت تر بحرانه پورې د سياست له وجې د کال د غوره شخصيت او آن د «آزادې نړۍ د صدراعظمې» په توگه ونوموله.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Time Magazine انگلا ميرکل د آلمان صدارت مانۍ کې لومړنۍ ميرمن ده. که څه هم چې هغې هيڅکله هم له دې موضوع يوه ستره سياسي مسله نه ده جوړه کړې خو ځينې ښځې د میرکل له ځانگړي حمايت څخه برخمنې وې. د مثال په توگه انگريت کرمپ - کارنباور، اورزولا فون ډېر لاين، او يوليا کلوکنر.
انځور: picture-alliance/M. Schreiber ميرکل ډېر له احتياط څخه کار اخلي. هغه چې څه نظر د نړۍ د ځينو دولتي او حکومتي مشرانو په اړه لري، واضح کوي يې نه، يا چپ پاتيږي او يا یې هم مبهم بيانوي. د دې ډول کسانو سره په چلن کې د دولت اصول تعقيبوي.
انځور: picture-alliance/C. Hartmann انگلا ميرکل پوهيږي چې د يو ليتر شيدو بيه څومره ده. آن په ۲۰۱۴م کال کې یې د خپل يوه چينايي دولتي مېلمه سره د برلين له يوه سوپر مارکيت څخه ليدنه وکړه. خو نوموړې په څو ځلي يوازې د کور د يوې ښځې په توگه د سودا اخيستو په حال کې ليدل شوی ده.
انځور: picture alliance/dpa/L.Schulze د لاسونو دا ډول نیول یې د اعتماد نخښه ده په دقيقه توگه نه ده معلومه چې ميرمن د لاسونو دا ډول نيول له کومه زده کړي، خو هغه خپله وايي چې د لاسونو په دې حالت کې نيول ورسره مرسته کوي چې اوږې استوارې ونيسي. د هغې مسيحي ديموکرات گوند د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کې دا پوسترونو خلکو ته د ډاډ او آرامښت د ورکولو په موخه وکارول.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Simon د ميرکل د شخصي ژوند په اړه لږ معلومات شته. هغه په دې اړه ډېر کم معلومات شريکوي يا ښايي خلک د هغې له شخصي ژوند سره ډېره علاقه ونه لري. د مثال په توگه خلک نه پوهيږي چې ميرکل له خپل خاوند يوآخم زاور سره د ايتاليا په ايسکيا ټاپو کې کرسمس څرنگه لمانځي. معنا دا چې څرنگه به یې لمانځلی وي، ځکه سږ کال د کرونا له کبله هلته تگ ممکن نه دی.
انځور: picture-alliance/ANSA/R. Olimpio د کرونا وبا نه يوازې د صدراعظمې د رخصتۍ پروگرام ته تغير ورکړی، بلکې په آلمان کې یې نور هم ډېر څه بدل کړي دي. که څه هم چې د ميرکل پر جدي او همدفمن چلن انتقاد کيږي، خو له کرونا سره یې چلن، شهرت د ريکارد نوي کچي ته ورساوه.
انځور: Johanna Geron/Reuters انگلا ميرکل دوه کاله دمخه اعلان وکړ چي نه غواړي د ۲۰۲۱م کال ټاکنو ته ځان ونوموي، خو تر هغه وخته غواړي چي صدراعظمي وکړي. ميرکل وتوانېده چي ۱۶ کاله د آلمان صدراعظمي وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa