1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: چارواکي د ګرمۍ د سختې څپې خبرداری ورکوي

احمد حکيمي l د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ خرداد ۳۰, شنبه

جرمني د جمعې په ورځ د سختې ګرمۍ او تندر لرونکو بارانونو له ګډ وضعیت په هکله وګړو ته خبرداری ورکړی. د جرمني د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د هېواد سوېل لوېدیځ څخه د تودې هوا د راتګ له امله د تودوخې کچه په چټکۍ سره لوړېږي.

په انځور کې یو شخص لیدل کیږي چې د ډیرې ګرمۍ له امله د آلمان په ماینز ښار کې مخ په اوبو مینځي.
آلماني چارواکو د آلمان په مختلفو برخو کې د ګرمۍ د سختې څپې خبرداری ورکړی دی. انځور: Matias Basualdo/ZUMA/picture alliance

د آلمان د لوېدیځ نورد راین ویست فالن ایالت په پراخو سیمو کې د «شدیدې ګرمۍ» خبرداری ورکړل شوی دی. همدارنګه د نیدر زاکسن او هیسن ایالتونو په ځینو سیمو کې هم د لوړې تودوخې خبرداری ورکړل شوی.

تمه کېږي چې د جرمني په لویدیځو او سوېل لوېدیځو سیمو کې د تودوخې درجه تر ۳۸ سانتي ‌ګراد پورې لوړه شي چې دا اندازه بې سارې ګڼل کیږي.

د آلمان هواپېژندونکي اټکل کوي چې د هېواد په سوېلي برخو کې به د ورځې په وروستیو ساعتونو کې تندر لرونکي بارانونه او ځايي ورښتونه هم وشي.

د درنو بارانونو، ږلۍ، سختو بادونو او شدیدو طوفاني شرایطو احتمال په ځانګړي ډول د آلمان د بادن وتمبرګ او شوابیا په سیمو کې موجود دی.

د جرمني د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د شپې له خوا به وضعیت تر ډېره ارام شي، خو په لوېدیځو سیمو کې د طوفاني فعالیتونو دوامهم امکان لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب