1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي اوکراین ته دافع هوا توغندي واستوي

۱۴۰۰ اسفند ۱۲, پنجشنبه

آلمان په پام کي لري چي له اوکراین څخه خپل تسلیحاتي ملاتړ پراخ کړي. د جرمني خبري آژانس په حواله د دغه هیواد د اقتصاد وزارت اوکراين ته د ۲۷۰۰ دافع هوا توغندیو په ورکولو سلا شوی دی.

Flugabwehrrakete Strela
انځور: Konstantin Mihalchevskiy/Sputnik/SNA/imago images

د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» د دې رپوټ له مخي هغه وسلې چي د آلمان له خوا اوکراین ته ورکول کیږي، د شوروي تولید او د آلمان د دموکراتیک جمهوریت د ملي پوځ پخواني پاتي شوني دي.د اقتصاد وزارت د رپوټ له مخي، نوموړي وزارت،  د سترلا  "Strela" ۲۷۰۰ دافع هوا توغندیو د ورکړې هوکړه کړې ده.

د آلمان خبري آژانس همدارنگه لیکلي چي ددغه هیواد د دفاع وزارت له څو ورځو راهیسي، اوکراین ته د وسلو د تحویلولو  او ددغو وسلو د ډول د ارزوني په حال کی دی. د وسلو په دغه بار کي چي د اقتصاد وزارت له خوا تأیید سوی، په بېلابېلو طرحو جوړي سوي وسلې شاملي دي.

کیف او مسکو د مذاکراتو د دوام غوښتنه کوي

د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکي غواړي د جگړې له پیل راهیسي د دوهم وار له پاره،  د اوربند د رامنځته کولو په اړه خبرو اترو له پاره لیدنه کتنه وکړي.

د خبرو اترو دواړو خواوو د بلاروس په جنوب لویدیځ کي د برست سیمه د خپلو خبرو اترو ځای ټاکلی دی. د انترفکس خبري آژانس په حواله، د روسي هیئت مشر، ولادیمیر مدینسکي اعلام چې اوکرایینې هیئت لا پر لاره دی.

د اوکراین د جګړې تازه حال

له بلي خوا د پنجشنبه له سهار راهیسي د اوکراین په پایتخت کیف کي څو سختي چاودني سوي دي. د اوکراین د خپلواکو اطلاعاتو د آژانس  (Unian) د رپوټ له مخي، د خطر زنگ وغږول سو او له خلکو څخه وغوښتل سول چي ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

په کیف کي د تیري شپې د چاودنو ویډیو گاني په ټولنیزو رسنیو کي خپرې سوې. تر اوسه لا معلومه نه ده چي دغو بریدونو کوم اهداف په نښه کړي او دا چې آیا دا یو هوایی برید وو او که نه. لږترلږه یو کس د کیف د مرکزي ریلگاډي جنوبي تمځای ته نیژدې،  د یوه توغندي د لگیدو له امله زخمي سوی دی. 

اوکرایني رسنیو همدارنگه ددغه ستر ښار په شاوخوا کي هم له نښتو څخه خبر ورکړی. ددغو رپوټونو له مخي یوه روسۍ الوتکه د نښتو په ترڅ کي رانسکوره سوې ده. خو دغه ډول خبرونه په رسمي ډول نه دي تأیید سوي. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په خپل تلگرام کي لیکلي:« دښمن په هڅه کی دی چي په پایتخت کي نفوذ وکړي.»

م.م: تر اوسه یو میلیون انسانان له اوکراین څخه تښتیدلي دي

د ملگرو ملتو دکډوالو چارو عالي کمیشنر، فیلیپو گراندي په یوه تویت کي اعلان کړی چي پر اوکراین باندي د روسیې له یرغل راهیسي د پناه غوښتونکو شمیر له یو میلیون څخه اوښتی دی.

گراندي لیکلی:« یوازي په اوو ورځو کي گاونډیو هیوادونو ته د یو میلیون  اوکرایني پناه غوښتونکو د مهاجرت شاهدان وو.» هغه زیاتوي:« په اوکراین کي د نورو میلیونونو کسانو له پاره ددې وخت رارسیدلی چي وسلې پر مځکه کښیښودل سي تر څو وکولای سي ، ژغورونکي بشري مرستي ورته ورسیږي.»

GP/BS/DW.Farsi

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب