د آلمان د سوسیال دیموکرات (SPD) ګوند مخکښې نوماندې فرانسسکا ګِفي د «بلډ امن زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي: «زما دریځ ډیر واضح دی: د درنو جنایتونو ترسره کوونکي او تروریستان باید اخراج شي. مونږ باید له هغو انسانانو سره مرسته وکړو چې له جګړې او ویرانیو تښتي.»
د SPD ګوند دغه سیاستوالې زیاته کړه: «خو هغه کسان چې درانه جرمونه یي ترسره کړي، قتل یا جنسي تیری یي کړی، خپل د پناهندګۍ حق یې له لاسه ورکړی دی.»
ګفي وویل چې په دې صورت کې «باید د دې ځای خلکو حفاظت ته، د داسې یو کس ته حفاظت ورکولو په پرتله ډیر ارزښت ورکړل شي چې د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي.» دغې آلمانۍ سیاستوالې غوښتنه وکړه چې دا ډول مواردو ته باید «په ډیر قوت سره د قربانیانو له نظره کتنه وشي.»
ګفي نږدې یوه اونۍ مخکې د آلمان په وورڅبورګ ښار کې د چړې په وسیله ترسره شوي برید ته په اشارې سره د شکمنو پناه غوښتونکو په برخه کې له لا زیات دقت او حساسیت څخه کار اخیستنې غوښتنه وکړه. نوموړې د بلډ ام زونټاګ ورځپاڼې ته وویل «د وورڅبورګ د چړې برید یو لوی شوک وو چې یو وار بیا د دې سبب شو چې یو شمیر خلک د آلمان پر امنیت او ادغام خپل باور له لاسه ورکړي.»
د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوالې وویل چې دا ډول عمل «هیڅ کله هم له یوه صاف آسمان څخه نه راځي، بلکې کیدای شي تل د یوه زنځیر وروستۍ ګړئ وي.» ګِفي نیوکه وکړه چې د رادیکال کیدنې یا د رواني ناروغیو علایم یا خو نه دي لیدل شوي او یا هم له پامه غورځول شوي دي.» هغې ټینګار وکړ «دا مونږ نه شو منلی. مونږ باید حساسه شو او چټګ غبرګون وښایو.»
تیره اوونۍ د جمعې په ورځ یوه سومالیایي پناه غوښتونکي د ورڅبورګ د خریدارۍ په یوه مرکز کې په مجموع کې لس تنه د پخلنځي په چړې ووهل. له دې ډلې درې تنه ښځې مړې شوې. دا چې دغه برید دې د اسلامي افراطیت د انګیزې له مخې ترسره شوی وې، پلټونکې یې له حقیقت څخه لیري نه ګڼي. سربیره پر دې دغه ۲۴ کلن سومالیایي د مختلفو پيښو له امله څو واره رواني داکتر ته مراجعه کړې ده.
آژانسونه: ش.ن/ خ. ح
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د جرمونو په برخه کي يوې څېړنيزي ادارې په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي. د دغو مهاجرو ډيری د کومو هیوادونو دي؟
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinisپه آلمان کي د مهاجرو نژدې ۳۵ سلنه برخه سوریایان دي، خو په مجموع کې په دغه هیواد کې د مهاجرو د جرمونو ۲۰ سلنه برخه په دوی پوري تړل شوې. په ۲۰۱۷ م کال کې ۳۳ زره سوریایې مهاجر جرمونه کړي دي.
انځور: Getty Images/S. Gallupتیرکال تر ۱۸۶۰۰ ډیرو افغان مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود. په آلمان کې د موجودو مهاجرو ۱۱ سلنه یې افغان مهاجرو کړي دي.
انځور: DW/R.Shirmohammadilپه داسې حال کې چې د عراق مهاجر په آلمان کې د مهاجرو د مجموعي شمیر ۷،۷ سلنه برخه ده، خو په جرایمو کې د هغو ونډه ۱۱،۸ سلنه وه. تیرکال نږدې ۱۳ زره عراقي مهاجرو په آلمان کې په جرمونو کې ونډه لرله.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinisپه داسې حال کې چې د مراکش مهاجر په آلمان کې د مهاجرو ۱ سلنه برخه ده، خو په جرایمو کې د دوی ونډه شاوخوا ۴ سلنه وه. د آلمان د جرایمو د څیړنې ادارې په حواله د مراکش مهاجرو ډير وخت تر یوه وار زیات په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی دی.
انځور: Box Outد مراکش د ګاونډي هیواد الجزایر مهاجرو هم په جرایمو کې د پام وړ ونډه درلودلې ده. تیرکال تر ۶۰۰۰ ډیرو مراکشي مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldtتیرکال په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو ۳،۵ سلنه یې د ایراني مهاجرو وه. نږدې ۶ زره ایراني مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی وو.
انځور: DW/S. Kljajicد البانيا ۵۷۰۰ مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود، په داسې حال کې چې تر دې یو کال مخکې یعنې په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمیر بیا نږدې ۱۰ زره وو.
انځور: Getty Images/T. Lohnesتیرکال د سربستان ۵۱۵۸ مهاجرو په مختلفو جرایمو کې لاس درلود، په داسې حال کې چې تر دې یو کال مخکې د دا ډول سربیایې مهاجرو شمیر ۷۵۰۰ وو.
انځور: DW/S. Kljajicتیرکال په مجموع کې د مهاجرو له خوا په ترسره شویو جرمونو کې د اریتریایې مهاجرو ونډه ۳ سلنه وه. په ۲۰۱۷م کال کې ۵ زره اریتریایې مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی وو، البته په آلمان کې.
انځور: Getty Images/AFP/C. Stacheپه دې برخه کې په لسم نمبر کې د سوماليا مهاجر راځي. تیرکال ۴۸۴۴ سومالیایې مهاجرو په آلمان کې په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldtپه یولسم نمبر هم د یوه بل افریقایې هیواد(نایجیریا) مهاجر دي. په ۲۰۱۷م کال کې ۴۷۵۵ نایجیریایې مهاجر په آلمان کې په مختلفو جرمونو کې ښکيل شوي ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Diabد آلمان د جرایمو د څیړنې ادارې په حواله تیرکال ۳۸۰۰ پاکستاني مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې تر ۴۳۰۰ ډیرو پاکستاني مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود یا یې ترسره کړي دي. په داسې حال کې چې پاکستاني مهاجر په آلمان کې د مهاجرو د مجموعي شمیر ۲،۳ سلنه برخه ده، تیرکال د مهاجرو له خوا په ترسره شویو جرمونو کې هم د دوی ونډه ۲،۳ سلنه وه.
انځور: Jodi Hilton