1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د خوراکي توکو او انرژۍ بيي اوج ته رسېدلي

۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعه

سږ کال په فیبرورۍ کې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله کورونو ته د لیږدونکي انرژۍ په بیو کې ۳۲،۲ سلنه او د خوراکي توکو په بیو کې ۲۱،۸ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.

Symbobildbild Deutschland Lebensmittel Obst Gemüse Supermarkt Mehrwertsteuersenkung
انځور: Wolfgang Maria Weber/imago images

په آلمان کې د تیر کال فیبرورۍ په مقایسه کې په روان کال فیبرورۍ کې په قیمتونو کې ۸،۷ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی. په جنورۍ کې هم دغه کچه ډېره لوړه وه.

اکثریت المانان په یخنۍ کې د ګازو د کمښت خطر انديښمن کړي دي

د آلمان د احصایې فدرالي ادارې د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د جنورۍ په پرتله په فیبرورۍ کې د قیمتۍ په کچه کې ۰،۸ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی او که د انرژۍ او خوراکي توکو قیمتونه پکې شامل نه کړای شي، نو په فیبرورۍ کې د قیمتۍ کچه ۵،۷ سلنه وه.

زمونږ له فیسبوک سره یوځای شئ

د نوموړي ادارې مشر روته برینډ، په دې هکله وویل چې په آلمان کې د قیمتۍ کچه په پرله پسې ډول لوړه وه او خلک د خوراکي توکو په بیو کې د زیاتوالي له امله اغیزمن شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د انرژۍ قیمتونه هم زیات شوي دي.

آلمانی سياستوال د اوکراين جګړې وروسته بېرته روسي ګاز واردول غواړي

د انرژۍ د ممکنه بحران په پام کې نیولو سره د حکومتي  مرستې د اقداماتو سربیره، د تیر کال د فیبرورۍ په پرتله سږ کال فیبرورۍ کې د سوون توکو په قیمتونو کې ۱۹،۱ سلنه زیاتوالي ثبت شوی دی، په داسې حال کې چې دا رقم په جنورۍ کې ۲۳،۱ سلنه وو.

د روان میلادي کال په فیبرورۍ مياشت کې کورونو ته د استول کیدونکي انرژۍ په بیو کې ۳۲،۲ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی. په خوراکي توکو کې ۲۱،۸ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی، په داسې حال کې چې په جنورۍ کې بیا دغه قیمتي ۲۰،۲ سلنه وه.

زمونږ له یوټیوب سره یوځای شئ

د آلمان د احصایې فدرالي ادارې په حواله د تیر کال فیبرورۍ مياشتي په مقایسه سږ کال په فیبرورۍ کې د خوراکي توکو په بیو کې په مجموعي ډول د انرژۍ د قیمتونو په پرتله ډیر زیاتوالی رامنځته شوی چې یوه بېلګه یي د بورې بیه ده چې ۶۹،۹ سلنه لوړه شوې ده.

په آلمان کې د قیمتونو لوړیدو ته په لومړیو دوو کلونو کې د کووید-۱۹ وبا او بیا تیر کال په فیبروري میاشت کې د روسیې او اوکراین له جګړې سره ارتباط ورکول کیږي چې پر نړیوال اقتصاد یي خپلې اغیزې پريښې دي.

په اروپا کې د انرژۍ له لوړېدونکو بيو سره د مبارزې موافقه

د آلمان د احصایې مرکزي اداره وایي چې جنګي شرایط او کړکېچ د توکو په عرضې کې د خنډ او په لومړنیو پړاونو کې د تولید د لګښت زیاتیدو سبب شوی دی چې پر انفلاسیون یي تاثیر کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل