د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې لږ تر لږه ۳۰۹ زره او ۸۵۲ کسانو په ۲۰۲۵ کال کې د جرمني پاسپورټ ترلاسه کړی، چې دا د تېر کال د ۲۹۱ زره او ۹۵۵ تابعیتونو د ورکړې له شمېر څخه لوړ دی. دغه معلومات د «وېلټ ام زونټاګ» په نامه آلمانۍ اوونیزې ورځپاڼې خپاره کړي دي.
په جرمني کې د تابعیت غوښتونکو شمېر له هغه وروسته زیات شو چې دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال له نیمایي راهیسې د دوو تابعیتونو لرلو اجازه ورکړه او د استوګنې اړینه موده یې له اتو کلونو څخه پنځو کلونو ته راکمه کړه.
د راپور مهم ټکي څه دي؟
دغه احصایې د جرمني د ۱۶ ایالتونو له ډلې د ۱۴ ایالتونو پر معلوماتو ولاړې دي. د ختیځو ایالتونو «مکلنبورګ فورپومرن» او «زاکسن انهالت» معلومات په دې راپور کې لا نه دي شامل شوي.
په آلمان کی د تابعیت قانون نور هم پسی شدید سوThis browser does not support the video element.
یادې ورځپاڼې په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي چې دآلمان د لوېدیځو ایالتونو لکه «نیدرزاکسن»، «زارلاند» او «شلیسویګ هولشتاین» د تابعیت د ورکړې د شمیرو اړوند بشپړ معلومات هم نه دي ترلاسه شوي، خو د دغو ایالتونو ډېری ښارونو او ولسوالیو خپل معلومات سپارلي دي. د راپور له مخې، په ځینو مواردو کې شمېرې لا هم لومړنۍ دي.
د اوکراینیانو د تابعیت غوښتنو د زیاتېدو اټکل
ځینو ښاروالیو ویلي چې اوس مهال د تابعیت اخیستونکو شمېر لږ راکم شوی، خو تمه کېږي چې راتلونکی کال یو ځل بیا زیاتوالی ومومي. په راپور کې یې دلیل هغه اوکراینیان ښوول شوي چې د جګړې له امله جرمني ته یې پناه وړې او د استوګنې اړینې مودې ته یې وخت رسېږي.
د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې لږ تر لږه ۳۰۹ زره او ۸۵۲ کسانو په ۲۰۲۵ کال کې د جرمني پاسپورټ ترلاسه کړی،انځور: Maksym Yemelyanov/Zoonar/picture alliance زیاته شوې چې د اوکرایني کډوالو لومړۍ لویه څپه د ۲۰۲۲ کال په پیل کې جرمني ته ورسېده، نو ډېری به یې د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې پنځه کاله په جرمني کې بشپړ کړي وي.
د چارواکو په خبره د اوکرایني کډوالو د ګډ خوندیتوب موده د ۲۰۲۷ کال په مارچ کې پای ته رسېږي، نو ډېر کسان به ښايي د پنځه کلن شرط له اسانتیا ګټه واخلي څو خپل قانوني وضعیت خوندي کړي.
اوکرایني کډوال، د هغو ډېرو پناه غوښتونکو برعکس چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې جرمني ته راغلي وو، له مهمو امتیازونو برخمن شوي دي. په دغو امتیازونو کې د کار فوري اجازه او بشپړ اقامتي حق شامل دي.
خو د ۲۰۲۵ کال زیاتوالی د تېر کال په پرتله یوازې ۶ سلنه ښودل شوی دی. په ۲۰۲۴ کال کې، د جرمني تابعیت ترلاسه کوونکو له ډلې ۲۸ سلنه د سوریې وګړي وو، او تر هغوی وروسته د ترکیې اتباعو دویم لوی ګروپ جوړاوه.
د المان حکومت په پام کې لري، چې بهرنيانو ته د تابیعت ورکړه اسانه کړي. د حکومت پروګرام څه دی؟ اوسمهال د المان د تابیعت ترلاسه کولو بهیر څنګه دی؟ د انځورونو په دې البوم کې دغو پوښتنو ته ځواب موندلی شئ: انځور: Winfried Rothermel/picture alliance اوس مهال د المان تابعیت څنګه ترلاسه کیږي؟ اوسمهال هغه کسان د المان تابعیت ترلاسه کولی شي، چې په دې هېواد کې یې اته کاله ژوند کړی وي او دایمي اقامت ولري. پر دې سربېره دا شرائط یې هم بايد پوره کړي وي: د الماني ژبې سره بلدتیا ( معمولآ د ب ۱ په کچه)، د ژوند لګښتونه یې په خپلواکه توګه تمویل کړی وي او د تابعیت ازموينې کاميابې کړي وي.
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance له اتو کلونو څخه په لږ وخت کې د تابعیت ترلاسه کول؟ هو، ممکنه ده، خو دا خپل ځانګړي شرایط لري. د اوسنیو قوانینو له مخې هر هغه څوک چې د ادغام په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري، لکه د ژبې او مسلکي زده کړو برخه کې یې ډېر پرمختګ کړی وي، کولی شي چې له شپږو او اوو کلونو وروسته د تابعیت غوښتنه وکړي. هر هغه څوک چې الماني پاسپورت په لاس راوړي، د المان د تبعه په توگه له ټولو حقوقو او همدا راز مکلفیتونو څخه برخمن کیږي.
انځور: picture-alliance/K. Willig د المان ایتلافي حکومت کوم بدلونونه په پام کې لري؟ د آلمان ایتلافي حکومت د ایتلافي تړون پرمهال توافق کړی و، چې د تابعیت ورکړې په برخه کې به خنډونه را کم کړي. له دې جملې څخه حکومت په پام کې لري، چې د خارجيانو له پاره د تابعيت ترلاسه کولو د اتوو کلونو اقامت د اړتيا موده اوس پنځوو کلونو ته راټيته کړای شي. دا هم په نظر کې ده چې د هغو کسانو له پاره چې د ادغام په برخه کې ښې لاسه راوړنې لري، دا موده دریو کلونو ته راکمه کړي.
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance هغه شرایط چې بدلون نه کوي د المان فدرالي حکومت په پام کې نه لري، چې د الماني تابعیت په برخه کې نور اساسي شرایط بدل کړي. لکه د الماني ژبې سره کافي بلدتیا او د ژوند لګښتونو برابرول. البته، د هغو کسانو په اړه چې د « کاري کډوالو نسل» بلل کیږي، د دوه ګوني تابعیت د اجازې په اړه بدلون په پام کې دی.
انځور: DW/S. Pöhle آيا د پخواني تابعيت ساتل امکان لري؟ اوس مهال، قانون حکم کوي چې هر هغه څوک چې د آلمان تابعیت ترلاسه کوي باید «په اصولو کې» خپل پخوانی تابعیت پریږدي. مګر دا اصل په ډیری قضیو کې نه پلي کیږي، د بیلګې په توګه د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو د اتباعو او د هغو هیوادونو اتباعو په برخه کې چې خپلو وگړو د تابعیت پریښودلو اجازه نه ورکوي.
انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture alliance ایا افغانان کولی شي، چې خپل اصلي تابعیت وساتي؟ اوسمهال د ۲۵ هېوادونو اتباع کولی شي، چې د الماني پاسپورټ په ترلاسه کولو سره خپل اصلی تابعیت هم وساتي، چې د افغانستان، ایران او سوریې اتباع هم په دې کې شامل دي. تېر کال اوکراين هم په دغو هېوادونو کې شامل شو، ځکه چې په دغه هېواد کې د جګړې له امله د تابعيت پرېښودل له اداري پلوه ناشوني دي.
انځور: Reza Shirmohammadi/DW د دوه ګوني تابعیت په اړه وړاندیز شوی بدلون د المان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د لومړي تابعیت د ساتلو په برخه کې د دغو استثناوو له امله، په ۲۰۲۱ کال کې د هغو کسانو دوه پر درېیمه برخه يعني ۶۹ فيصده چې د المان تابعیت یې اخیستی، خپل لومړنی تابعیت یې ساتلی دی. د آلمان ایتلافي حکومت پلان لري چې په عامه توګه د دوه ګوني تابعیت اجازه ورکړي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO/C. Ohde هر کال څومره کسان د آلمان تابعيت ترلاسه کوي؟ د هغو کسانو شمير چې د المان تابعيت ترلاسه کوي، په دغه هیواد کې د میشتو بهرنیانو د شمیر په پرتله ډیر کم دی. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۱ کال کې د هغو بهرنیانو يوازې ۲،۴۵ سلنه یې چې لږ تر لږه ۱۰ کاله یې په جرمني کې ژوند کړی، د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی. په دې عکس کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر لیدل کیږي، چې یوې میرمنې ته یې د المان د تابعیت سند ورکړی دی.
انځور: John Macdougall/ADP/dpa/picture alliance د المان تابعيت ته د تقاضا ډېروالی د آلمان د فدرالي حکومت د شمیرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۳۱ زره او ۵۹۵ بهرنیانو د المان تابعیت ترلاسه کړی چې دا د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې زیاتوالي لامل په عمده توګه د سوريايي کډوالو ډېر شمېر دی چې له ۲۰۱۵ وروسته آلمان ته راغلل. په ټولنه کې د ښه ادغام له امله یو زیات شمیر سوریایي کډوال توانیدلي، چې له شپږو کلونو وروسته د دالمان تابعیت ترلاسه کړي.
انځور: Imago/suedraumfoto