جرمني: د «آیفل» د مهاجرینو په کمپ کي سخته اورلګیدنه
۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه
د جرمني د نورد راین ویستفالن ایالت د آیفل سیمي د مهاجرینو یو کمپ اور اخیستی او له کبله يې ډیری مهاجر سوځیدلي او ټپيان سوي دي. د دغي اورلګیدني علت لا تر اوسه پوري معلوم نه دی.
اعلان
د آیفل سیمي د دغي پخوانۍ عسکري قرارګاه څخه چي په اوس وخت کي د مهاجرینو د یوه کمپ په توګه ترې استفاده کیږي، اور لګیدلی دی. د جرمني په نورد راین ویستفالن ایالت کي د کلا غوندي دغه ودانۍ د بین المللي سره صلیب تر نظارت لاندي ده او اوس پکښي تقریباً ۲۳۰ مهاجرین ژوند کوي.
د پولیسو په حواله د دغي اورلګیدني په سبب ډیری مهاجرین سوځیدلي او ټپيان سوي دي. زياته سوې چي د اورلګیدني علت لا تر اوسه پوري معلوم نه دی، خو اور د کمپ په يوه بلاک کې چې ۲۰ مهاجرین پکښې ژوند کوي، لګيدلی دی. وروسته بیا اور په ډیري چټکۍ سره په ټول کمپ کې خپور شوی.
د مختلفو ناحیو څخه ژغورونکي قواوي دغه کمپ ته رسیدلي او د هغوی تقریبأ ۱۰۰ کسان د اور په وژلو کي مرسته کوي.
اروپا کي په اور د کوډګرو ښځو د سوځولو پېر
د پنځلسمې او اتلسمي عيسوي پيړۍ تر منځ پېر کي په اروپا کي کلیساوو د «کوډګرو محاکمو» په پايله کي شاوخوا ۶۰ زره انسانان ووژل، په اوبو کي ډوب او شکنجه کړل چي اکثريت يې مېرمنې وې. نور جزيات دلته لوستلای سئ:
انځور: picture-alliance / akg
په زرونو مېرمني ژوندۍ وسوځول سوې
د ۱۵۵۵ عيسوي کال دغه انځور په دېرنبورګ کي په کوډګرۍ د تورنو مېرمنو د سوځول کېدوني پروسه انځوروي. دا وخت په اروپا کي د «جادوګرۍ» په تور د مېرمنو د وژلو او شکنجه کولو اوج وو. د «کوډګرو مېرمنو دغه لېونتوب» د ۱۴۵۰ او ۱۷۵۰ کالونو تر منځ موده کي په اروپا کي عام وو. په آلمان کي په دغه وخت کي ۴۰ زره «کوډګري» وسوځول سوې.
انځور: picture-alliance/dpa
د «کوډګرو د لمبولو» انتیک قانون
د «کوډګرو محاکمې» د «حقوقي» بنيادونو پر اساس ترسره کېدلې. د تور د اثباتولو له پاره د «کوډګرو د لمبولو» له اصل څخه هم کار اخيستل کېدی. په دې ترڅ کي به تورنې مېرمني تړل کېدلې او په اوبو کي به غوټه کول کېدلې. کومه مېرمنه چي به ډوبه او مړه سوه، هغه به بېګناه بلل کېدله. کومه مېرمنه چي به بېرته د اوبو سطحي ته راپورته سوه، پر هغې به د شيطان د ملګريتوب لرلو تور «ثابتېدی.»
انځور: picture-alliance/akg-images
د شکنجې له لاري اقرار اخيستل
هغه وخت هم په اروپا کي د سزا ورکول کېدنې تر مخه د تورن کس اقرار اړين وو. خو د دغه اقرار د ترلاسه کولو له پاره د «شرموونکو پوښتنو ګروېږنو» له ميتود څخه کار اخيستل کيدی چي په اصل کي ورڅخه مقصد يې د تورن کس شکنجه کول وو. د ۱۶مې پيړۍ په دغه رسامي کي د زياتو شکنجو له ميتودونو څخه یوازي دوه انځور سوي دي.
انځور: picture-alliance/akg-images
«کوډګرو ضد چکوښ»
د دومينکانې مسيحي ډلې هاينريش کرامر په ۱۴۸۶ کال د «هيکسن هامر» يعني «کوډګرو ضد چکوښ» په نوم کتاب خپور کړ. نوموړي په خپل آند په دغه کتاب کي نه يوازي د کوډګرو ښځو د تعقيب له پاره تيوريتيکي حقوقي او مشروعيت بخښونکي دلايل وړاندي کړي بلکه په کوډګرۍ د تورنو مېرمنو څخه د شکنجې له لاري د اقرار ترلاسه کولو ميتودونه هم تشريح سوي دي. دغه کتاب تر اولسمي پيړۍ پوري لاس پر لاس کيدی.
انځور: DW
پر غونډۍ د کوډګرو ښځو رقص
ليکوال يوهانس پرېتوريوس په ۱۶۶۸ کال د خپل يو کتاب په خپرولو سره هغو داستانونو رشتياوالي ته تقويت وبخښئ چي له مخي ادعا کېدله چي هر کال د هارڅ پر غونډۍ د کوډګرو ښځو اجتماع د شيطانانو سره مشترک رقص کوي. د هغه ادعا وه چي دغه اجتماع او رقص هر کال د می د لومړۍ نېټي په شپه تر سره کيږي.