شاوخوا ۲۰ زره تنه له افغانستان څخه آلمان ته انتقال شوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲, جمعهد آلمان د کورنیو چارو وزارت د هغه رپوټ له مخې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی دی د آلمان د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو او کورنیو شمیر، چې تر اوسه پورې آلمان ته انتقال شوي دي ۱۳ زره ۸۶۳ تنو ته رسیږي.
سربیره پر دې د ۲۰۲۱م کال د اګست له نیمایي څخه د ۲۰۲۲م کال د اپریل تر نیمایي پورې ۱۱۱۵ هغه کسان چې په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ ول آلمان ته انتقال شوي دي. د بشري حقونو فعالان له ځانګړي خطر سره د مخامخو کسانو په لېست کې ځای لري. له خپلو کورنیو سره د دغو کسانو مجموعي شمیر چې آلمان ته راوستل شوي دي ۳۹۷۰ تنو ته رسیږي.
په دې توګه د هغو کسانو مجموعي تعداد چې د طالبانو لاسو ته د افغانستان تر سقوط وروسته آلمان ته انتقال شوي دي ۲۰ زره ۵۷۳ تنو ته رسیږي چې له دې ډلې ۱۹۵۸۰ تنه یي افغانان او ۶۵۳ تنه یي آلماني اتباع دي.
د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته آلماني پوځ په لومړي پړاو کې د پوځي تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې آلماني اتباع او یو شمیر افغانان تخلیه کړل. د تخلیي د عملیاتو وروسته هم د هغو افغانانو د سفر لړۍ دوام پیدا کړی دی چې په آلمان کې یي د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده.
خو پر دې سربیره هم ډیر شمیر پخواني سیمه ایز همکاران چې د پوځ او هم د دغه هیواد د پرمختیایي سازمانونو له پاره يي کار کړی وو، تر اوسه پورې نه دي توانیدلي له افغانستان څخه ووځي. د دغو کسانو ډیری یې د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له ویرې مجبوره شوي دي چې پټ ژوند وکړي.
آژانسونه: ش.ن/ س.ر