1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهسوریه

آلمان یو افغان کابل او یو سوریايي دمشق ته اخراج کړي

۱۴۰۴ دی ۳, چهارشنبه

آلمان یو افغان مهاجر افغانستان او یو سوریايي مهاجر سورېې ته اخراج کړ. د آلمان حکومت ويلي دا په نیژدې پنځلس کلونو کې لومړی ځل دی چې یو سوریايي د سوريې هیواد ته اخراج کوي.

آرشیف - د ۲۰۲۵م کال د جولای ۱۸مه د آلمان له لایپزیک هوايي ډګر څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج
آلمان یو افغان مهاجر افغانستان او یو سوریايي مهاجر سورېې ته اخراج کړانځور: EHL Media/IMAGO

افغانستان او سوريه د هغو هېوادونو له ډلې دي چې په آلمان کې ډېر مهاجر لري. د آلمان حکومت روان کال ويلي وو چې د افغان او سوریايي مهاجرو د اخراج پروسې پر سر له کابل او دمشق سره مذاکرات کوي.

په برلین کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې د تیرې سه شنبې په ورځ سهار وختي ېې ېو سوريايي مهاجر دمشق او یو افغان مهاجر کابل ته اخراج کړل.

نور ولولۍ: د آلمان داخله وزیر افغانستان ته د ښځو د اخراج امکان رد نکړ

دغه وزارت ويلي ۳۵ کلن افغان چې د جرم مرتکب ګرځېدلی وو، د آلمان له بایرن ایالات څخه اخراج شو. یاد وزارت ويلي چې هغه د عمدي بدني صدماتو د اړولو جرم مرتکب ګرځېدلی و. 

آلمان د دسمبر په ۱۷مه یو بل ۲۸ کلن افغان هم په یوه تجارتي پرواز کې کابل ته اخراج کړی وو. د صدراعظم فریدریش مېرڅ په مشرۍ د آلمان اوسني حکومت د مخکې په پرتله د اخراجونو له پاره لار ډېره هواره کړې ده.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغه ۳۷ کلن سوریايي وګړی د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۲۳مه) په دمشق کې چارواکو ته وسپارل شو.

نور ولولۍ: المان: په ۲۰۲۵ م کال اخراجونه ۱۸ سلنه زیات شوي

هغه په ۲۰۱۵ کې آلمان ته راغلی وو، او د دغه هېواد په ګېلزن کیرېشن ښار کې اوسېده.

د یاد ښار چارواکو وویل چې د دغه سوریايي وګړي اقامه په کراتو تمديده شوې وه خو وروسته له هغې چې د جرمونو مرتکب وګرځېد چارواکو ېې اقامه تمدید نه کړه او ورڅخه ېې وغوښتل چې یا له آلمانه ووځي او یا به سوریې ته ډېپورټ شي. خو د چارواکو په خبره هغه هېڅ کله پر دغې غوښتنې عمل ونکړ چې بلاخره د سه شنبې په ورځ خپل هېواد ته اخراج شو.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت، وویل: «سوريې او افغانستان ته اخراجونه باید ممکن شي. زموږ ټولنه له هېواده د مجرمانو د اخراجونو په تضمین کې مشروع ګټې لري.»

نور ولولۍ: اروپايي ټولنه وايي د افغان مهاجرو په هکله له طالبانو سره په اړیکه کې دي

آلمان په ۲۰۱۱ کال په سوریه کې د بشارالاسد رژيم له خوا د دیموکراسي پلوه اعتراضونو د ټکولو په ادامه دغه هېواد ته مستقیم اخراجونه ودرول. د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د اسد رژیم تر نسکورېدو وروسته، آلمان له سوریې سره د اخراجونو لړۍ د بېرته پیلولو پر سر تماسونه ونیول، خو وروسته حکومت خبرداری ورکړ، چې دا له وخت ډېر مخکې ده چې وارزول شي آیا سوریه کې وضعیت د اخراجونو له پاره ډاډمن دی او که نه.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب