چارواکو نه دي ويلي چې دغه مشکوک کسان ېې چېرته نیولي او دا هم روښانه نه ده چې دغه حمله د څه وخت له پاره او د کوم مارکيټ له پاره پلان شوې وه او د پلان جزئیات ېې څه ول.
دا وخت د آلمان په ښارونو کې د کریسمس د ګڼې ګوڼې رنګین بازارونه خلاص دي. آلمان په وروستیو کلونو کې پر دغو بازارانو د مرګونو حملو شاهد پاته شوی دی.
دنړۍ په بل هیڅ هیواد کي دومره ډیر کریسمس بازارونه نسته ، لکه په جرمني کي. دلته تاسي ته هغه ۹ ترټولو ښایسته او حیرانونکي کریسمس بازارونه درمعرفي کوو، چي په کتلو او لیدلو ارزي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold
دهېسن په ایالت کي تر ټولو لویه شمع
د هیسن د ایالت د یوه زاړه ښار په کریسمس بازار کي یوه ۳۶ متره شمع ولاړه ده ، چي د ډبري څخه جوړه او په سور ټوکر باندي پوښل سوې ده. د هغه له سر څخه یوه شپږمتره لمبه راوزي. په مجموعأ ۴۲ متره سره دا د نړی تر ټولو لویه شمع ده.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold
تر پله لاندي د راوینا ددرې کریسمس بازار
په تورځنگله کي تر پله لاندي د راوینا ددرې کریسمس بازار یوه خاصه رومانتیکه فضأ رامنځته کړې ده. دلته ددرې له ۴۰ متره لوړي څخه دیو ریل گاډئ په منځ کي د لرگو کوډلي جوړي سوي دي او ډیري ښایسته سینگار سوي دي.
انځور: Hochschwarzwald Tourismus GmbH
د کښتیو په منځ کي کریسمس بازار
د ایمډن په ښار کي د عادي کریسمس بازار تر څنگ د کښتیو په منځ کي هم یوډیر ښایسته کریسمس بازار جوړ سوی دی او پکښي هر ډوډل خورکونه او نوشابې موجودي دي.
انځور: Karl-Heinz Krämer
په یوه زاړه کان کي دگرانیت ډبرو کریسمس بازار
د بایرن د ایالت په یوه زاړه کان کي دگرانیت ډبرو کریسمس بازار جوړ سوی دی. دلته د نقاشانو او لاسي صنعت گرانو لخوا رنگارنگ گرانیت ډبري نه یوازي د نمایش له پاره، بلکه خرخلاو دپاره هم ایښوول سوي دي.
انځور: Schauer Christian
د بحیرې په منځ کي کریسمس بازار
د بایرن د ایالت تر ټولو لويي بحیرې ته هر نیم ساعت وروسته یوه کښتۍ سیلانیان راولي. د بحیرې د منځ دغه کریسمس بازار کي تقریبأ ۹۰ غرفې ولاړي دي او پکښي لاسي صنایع، گنډونه، دبایرن ایالت سمبولونه او نور ډیر شیان پکښي خرڅیږي. د بحیرې مخته د الف د غرونو سلسلې دغه بازار ته یو خاص رنگ او خوند ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schrader
غیر عادي کریسمس بازار
د «او هو» په نامه غیر معمولي دغه کریسمس بازار داسي یو بازار دی ، چي خپلو لیدونکو ته د څلورو ښارونو لکه برلین، شتوتگارټ، کولون او هامبورگ په منځ کي د تگ راتگ امکانات برابروي. دغه بازراونه نه یوازي خپلو لیدونکو ته د کریسمس د وخت خواږه شیان تقدیموي، بلکه د نقاشانو او هنرمندانو د آثارو خرڅلاو ته هم زمینه برابروي.
انځور: Rolf G. Wackenberg
گلابي رنگه کریسمس بازار
د مونشن په زاړه ښار کي هرکال گلابي رنگه کریسمس بازار جوړیږي، چی دغه رنگ د همجنسبازانو علامه ده. خو هلته نور خلگ هم ورځي او ډیر مشهوره دی.
انځور: Leon Seefried
په تونل کي کریسمس بازار
د ترابین ښار تر مځکي لاندي یوه پخواني تونل کي دغه کریسمس بازار په دې ورځو کي ډیر ښایسته سینگار کیږي . دلته تر ټولو دمخه ډول ډول نوشابې ، اچار او زراعتي محصولات تقدیمیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Frey
په پخوانیو کوډولو کي کریسمس بازار
د جرمني د یوازنۍ لوړي جزیرې د کب نیونکو په پخوانیو کوډولو کي هم یوکریسمس بازار جوړ سوی ،چي اوس ډیر مشهوره هم دی. د دوبي څخه لا دلته هنرمندان او نقاشان راځي ، خپل محصولات تولیدوي او بیایې په ژمي کي د کریسمس پروخت خرڅوي. نه یوازي دا، بلکه د کریسمس رنگارنگ کلچې، کیکان او نور خوراکونه هم دلته خرڅیږي . دغه بازار دډسمبر تر ۲۴ نیټې پوري خلاص دی او هره ورځ ورته تر ۵۰۰ اضافه کسان ورځي.