پولیسو ویلي دي چې پيښه د آلمان د کولن ښار په ختیځ لوډن شايډ کې د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې ده. ویل شوي چې ظاهراً د تنکیو ځوانانو یوې ډلې د یوه کم عمره هلک او د هغه له پلار سره جنجال رامنځته شوی و. په همدې جریان کې ډزې هم شوې دي، چې په پایله کې یې یو لاروی وژل شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې ډزې کوونکي کس په قصدي ډول نه غوښتل څوک ووژني، خو یو ۴۰ کلن لاروی په ډزو کې وژل شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې له ۱۶ تر ۲۰ کلنۍ پورې د عمر درلودونکو هلکانو یوه ډلې له یوه بل ۱۶ کلن هلک سره په شخړه کې ښکیل شوی. ویل کیږي چې په دغه ډله کې ۶ تنه شامل ول چې یو بل ۱۶ کلن هلک يې وهلی او ډبولی دی. وروسته بیا دغه هلک د مقابلې له پاره خپل پلار له ځان سره راوړی وو. د پولیسو په حواله شک کیږي چې دغه شپږ تنه هلکان د منځني ختیځ یا شمالي افریقا به وي.
پولیس شک لري چې په دې ډزو کې دوې وسلې کارول شوي دي. ویل شوي کله چې دغو شپږو تنو غوښتل د پيښې له ځای څخه تیښته وکړي د خبردارۍ په خاطر یې د دغه ۱۶ کلن هلک او د هغه د پلار پر لور هوایي ډزې کړي دي چې په پایله کې یي یو لاروی په شدید ډول زخمي شوی و چې وروسته یي بیا سا ورکړه.
د پولیسو په حواله د دغو شپږو هلکانو پسې لټون روان دی او ډیر ژر به حقایق روښانه شي.
له ۱۹۹۶م کال راهیسې هر کال د آلمان په پلازمېنه برلين کې د مختلفو کلتورونو ګډ کارنوال ترسره کیږي. سږ کال هم تر ۷۰ ډیرو مختلفو فرهنګي ډلو دغه جشن په خپلو دودیزو نڅاګانو او سندرو سره ولمانځه.
انځور: Reuters/H. Hanschkeدغه کارنوال په برلين کې د "پنطیکاست" په نوم د عیسوي اختر په ورځو کې ترسره کیږي. په سږګني کارنوال کې هم په سلګونو زرو کسانو ګډون کړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensenد کلتوري کارنوال د ترسره کولو هدف یوازې د فرهنګونو رنګارنګي ښوول نه دي، بلکه د دغو کلتورونو ستایل او جشن نیول هم دي. په سږني کارنوال کې چې د ګډون کوونکو ډولو شمیر یي ۷۴ ته رسیده، پر آلمانانو سربیره د سویلي امریکا، افریقا، بالکان هیوادونو، هند او منځني ختیځ مختلفو ډلو د خپلو کلتورونو نمایش وړاندې کړ.
انځور: Reuters/H. Hanschkeپر لویو ډلو سربیره کوچنیو ګروپونو هم له ځانګړو لباسونو او نڅاګانو سره دې جشن ته خاصه ښکلا وربخښلې وه.
انځور: Reuters/H. Hanschkeپه آلمان کې داسې لږ ښارونه شته چې د برلين په څیر د کلتورونو تنوع یا رنګارنګي ولري. په برلين کې د ۱۸۰ مختلفو هیوادونو اتباع ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensenد هر کال په څیر موسیقي هم په سږني کلتوري کارنوال کې مهم رول درلود. په کارنوال کې د ډي جی موسیقې ترڅنګ نورو سندرغاړو هم ګډون درلود. دا جشن د اقتصادي پلوه هم د برلين له پاره ډیر مهم ګڼل کیږي او د برلين د سیاحت سکتور ته رونق وربخښي.
انځور: Reuters/H. Hanschkeپه تیرو دوو لسیزو کې له دې کلتوري کارنوال څخه د لیدونکو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالي راغلی او اوس یې شمیر شاوخوا یو میلیون تنو ته رسیدلی دی. په برلين د کلتورونو لومړنی کارنوال په ۱۹۹۶ م کال کې د بهرنیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د اعتراض په توګه ترسره شوی وو چې اوس یي هم خپل دغه سوله ایز ماهیت ساتلی دی.
انځور: Reuters/H. Hanschkeپه آلمان کې د ښي اړخي نظریي په پراخیدو او د بهرنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په پام کې نیولو سره د دغه کلتوري کارنوال ترسره کونکي دې جشن ته د مختلفو پرګنیو ترمنځ د ګډ سوله ایز ژوند د ترسره کولو په برخه کې د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.
انځور: Reuters/H. Hanschke