چارواکو د سه شنبې په ورځ ويلي چې د آلمان په شمال لویدیځ ايبنبيورن ښار کې يو۱۷ کلن هلک د خپلي ښوونکې د وژلو په تور نيول شوی دی.
پېښه د مسلکي زده کړې په يوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده چې چېرې چې دغه ۵۵ کلن ښوونکې دنده ترسره کوله.
د آلمان د هسن ایالت په هاناو ښار کې د یوه کال مخکې برید د ۹ قربانیانو یادون وشو. د آلمان د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزرهم د آلمان د دولت پر تیروتنو او نیمګړتیاو اعتراف وکړ. د قربانیانو د یادون د مراسمو یو شمیر انځورونه:
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد ۲۰۲۰م کال د فیبرورۍ په ۱۹ نېټه یوه ۴۳ کلن آلماني په هاناو کې ۹ تنه داسې کسان ووژل چې د مهاجرت ريښې یي درلودې.
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد شنبې په ورځ د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په یوه ویډیویي پيغام کې ژمنه وکړه چې د ښی اړخي افراطیت پر وړاندې به پریکړنده مبارزه وکړي.د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په یوه ویډیوي پيغام کې د دغو ۹ تنو قربانیانو نومونه واخیستل او ویې ویل: «تاسې زموږ د هیواد یوه برخه وئ، زموږ یوه برخه.» نوموړي همدارنګه وویل چې د آلمان حکومت به «د نژادپرستۍ او ښې اړخو د ترور پر وړاندې قاطعانه مبارزه وکړي.»
انځور: Michele Tantussi/AP/Pool/picture alliance / ASSOCIATED PRESSچارواکو دغه برید د ښې اړخي افراطیت او نژادپرستانه انګیزو په توګه طبقه بندي کړل. تر اوسه پورې په دې اړه شکونه موجود دي چې آیا دغه کس یوازې و یا نور پلویان او د جرم شریکان یي هم درلودل.
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل: «موږ د قربانیانو کورنیو ته د ټولو سوابقو د بررسۍ په برخه کې پوروړي یوو. ډېري پوښتنې تر اوسه پورې بې ځوابه پاتې دي. موږ به خپلې ټولې هڅې په کار واچوو، څو دغه وحشتناک برید روښانه شي او د قربانیانو کورنۍ د خپلو پوښتنو ځواب ترلاسه کړي.»
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesپه هسن ایالت کې د پارلماني څېړونو کمېټه هم د دې جنایت په هکله تحقیق کوي. مېرمن فایزر د افراطیانو کرکجنو ویناو ته په اشارې سره وویل: «دغه کرکه خپرونکي پوهیږي چې څه کوي. موږ یي باید مخه ونیسو او باید ترې تحقیق وکړو.» نوموړۍ همدارنګه د «فرانکفورتر الګماینه» ورځپاڼه کې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د لا زیاتې مهربانې غوښتنه وکړه.
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد هیسن ایالت لومړي وزیر ولکر بوفیر هم خبرداری ورکړ چې قربانیان باید له یاده و نه ایستل شي. هغه وویل: «دوی ناپيژندل شوي قربانیان نه ول، بلکې داسې کسان ول چې له خپلو هیلو، اندېښنو او خوښیو سره یي خپل نومونه او خپلې کیسې درلودلې.»
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture allianceد آلمان صدارعظم همدارنګه زیاته کړه چې د دې جنایت سابقه تر اوسه پورې په بشپړه توګه روښانه شوې نه ده «هغه پوښتنې چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي چې باید ځواب شي. موږ د کرکې پر ځای درناوي او د بې اتفاقۍ پر ځای پر پیوستون تکیه کوو.»
انځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance د شنبې ورځې تر غرمې وروسته د ښار په مرکز کې د توکمپالنې پر ضد مظاهرې وشوې. د آلمان په نورو ښارونو لکه لایپڅیګ او مونشن کې هم د هاناو د قربانیانو یادون تازه شو. د دغو مظاهرو په څنډه کې د متقابلو تورونو سره مل د پولیس او مظاهره کوونکو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شو.
انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance د ميونستر ښار د عمومي څارنوالۍ وياند وويل چې تر پېښې وروسته عامل پوليسو ته زنګ وهلی دی او بې له مقاومت څخه ځان ورسپارلی دی.
د بريد انګیزه لا څرګنده نه ده
د پلټنو په حواله وژل شوی ښوونکې د سه شنبې په ماسپښين د دغه مسلکي ښوونځي په ټولګي کې يوازې وه.
پر هلک تور دی چې پر ښوونکي یې د چرې بريد کړی او هغه یې وژلی دی. د بريد انګیزه تر اوسه معلومه نه ده او دا چې ولې ښوونکی هلته يوازې وه او دا چې تورن هلک څرنګه په دې پوهیده چې ښوونکې هلته ده.
د پولیسو ویاند وويل چې شکمن به د چهار شنبې په ورځ يوه قاضي ته وړاندې کړل شي.
په آلمان کې د چړې برید له کبله ګڼ شمیر ټپیان شوي دي
د آلمان په ايسن ښار کې هم دمګړۍ د يوه شاګرد محاکمه جريان لري. پر هغه تور لګول شوی دی چې په خپل ښوونځي کې د ډله ایزې وژنې پلان درلود. د اقامې دعوې له مخې دغه زده کوونکي غوښتل چې ښوونکي او شاګردان هدف وګرځوي.
د فدرالي څارنوالۍ دفتر ويلي دي چې دغه زده کوونکي پلان درلود چې دا برید د لوله يي بمونو په واسطه چې په کور کې جوړيږي، ترسره کړي څو داسې ښکاره کړي چې بريد ښی اړخه افراطي انګیزه درلودله.
ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)