1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

آیا په آلمان کې د اسلامي افراطیت ترهګرۍ خطر له منځه تللی؟

۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبه

یوه نوې څیړنه ښيې چې د «اسلامي دولت» ډلې تر ماتې وروسته په آلمان کې د افراطي اسلامپالنې خطر کم شوی، خو په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی. کارپوهان د دغې پدیدې پر وړاندې د لا زیاتې جدي مبارزې غوښتنه کوي.

Berlin Terroranschlag Breitscheidplatz 2016
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

د فونکه آلماني رسنیو ډلې د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۸ نیټه) په ورځ د کونراد ادناور بنسټ د یوې څیړنې په اساس رپوټ ورکړی دی چې په آلمان کې د افراطي اسلامپالو خطر تر اوسه پورې په بشپړ ډول نه دی له منځه تللی. د دغې ورځپاڼې په حواله «په اروپا کې د اسلامي افراطیت ترهګرۍ» تر عنوان لاندې د دغه بنسټ د څیړنې پایلې تر اوسه پورې نه دي خپرې شوې.

ګیدو شټاینبرګ، چې د تروریزم متخصص او د اسلام څیړونکی او همدارنګه د دې څیړنې لیکوال هم دی آلمان ته په اشارې سره وویل: «له ۲۰۱۷م کال را په دیخوا د بریدونو او هدفي وژنو شمیر ډیر کم شوی دی.» خو د هغه په وینا په آلمان کې له ترهګرۍ سره مبارزې، په دې برخه کې ډیره لږه ونډه درلودلې ده. هغه زیاته کړې ده چې دغه مبارزه تر اوسه پورې له نیمګړتیاو سره مل ده.

شټاینبرګ وایي چې د خطر د له منځه تلو هیڅ نښه نه لیدل کیږي، تر ټولو دمخه «شاید لکه د تیر په شان آلمان ته تر ټولو لوی خطر د سوریې له اړخه باقي پاتې وي.»

د هغه په خبره د دې اصلي علت دا دی چې داعش له ۲۰۱۹م کال را په دیخوا یو ځل بیا په سوریې او عراق کې پياوړی شوی دی. شټاینبرګ زیاته کړه د آلمان دا دریځ چې د دې هیواد د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه دې تر ډیرې کچې امریکا متحده ایالاتو ته وسپارل شي، «د انديښنې وړ» دی.

د آلمان د کورنیو چارو د ایالتي وزیرانو د کنفرانس مشر توماس شتروبل، هم د فونکه رسنیزې ډلې په ورځپاڼو کې په آلمان د افراطي اسلامپالنې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امنیتي بنسټونو د تقویه کولو غوښتنه کړې ده.

د بادن وورتمبرګ ایالت د کورنیو چارو دغه وزیر د برلین د کریسمس پر یوه بازار د ترهګریز برید د پنځمې کلیزې په مناسبت وویل: «د افراطي اسلامپالنې په بنسټ تروریزم اوس په نړیواله کچه یو جدي ګواښ دی. زمونږ اصلي موخه باید د یوه تروریستي برید مخه نیول وي.»

شتروبل زیاته کړه: «په دې دلیل امنیتي بنسټونه باید ډیر ښه مالي امکانات او مجهز پرسونل په اختیار کې ولري او حتی د یوه احتمالي برید له پيښیدو مخکې د اغیزمنو اقداماتو د ترسره کولو له پاره، له یوه قانوني چوکاټ څخه برخمن اوسي.»

شتروبل په عین وخت کې په آلمان کې پر نوي واک ته رسیدلي ائتلاف نیوکه وکړه چې ګواکې د افراطي اسلامپالنې د ترهګرۍ څخه د خپلو خلکو د ساتنې په برخه کې غفلت کوي. هغه وویل: «زمونږ امنیتي بنسټونه نه تقویه کیږي.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل