1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني ځواکونو افغان همکارانو ته د سفر پیسې ورکول کیږي

۱۴۰۰ تیر ۳۱, پنجشنبه

د رسنیو په حواله د آلمان حکومت هغو افغانانو ته د الوتکې د ټکيټ پیسې ورکوي چا چې په دغه هیواد کې له آلماني ځواکونو سره کار کړی او آلمان ته یې د تګ اجازه موندلې ده. د دې ترڅنګ د ځانګړو پروازونو موضوع هم تربحث لاندې ده.

Bundeswehr in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای۲۲) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې داسې حکومتي پلانونه یې لیدلي چې له مخې یې د آلمان حکومت په پام کې لري هغو افغانانو ته آلمان ته د تګ له پاره د الوتکې د ټکيټ پیسې ورکړي چې له دغو ځواکونو سره يې په افغانستان کې کار کړی دی او اوس آلمان ته د تګ اجازه لري.

په افغانستان کې د وضعیت په خرابیدو سره ګڼ شمیر هغه افغانان د خپل راتلونکي او د خپلې کورنۍ د امنیت په هکله اندیښمن دي چې له آلماني ځواکونو سره یې ګډ کار کړی دی.

د هغه حکومتي پلان له مخې چې د آلمان خبري آژانس هم لیدلی دی، په یوه چارتر یا ځانګړي پرواز کې آلمان ته د آلماني ځواکونو د پخوانیو همکارانو د انتقال موضوع هم تر بحث لاندې ده. د دغه سند له مخې، د آلمان حکومت به د هغو افغانانو د سفر لګښت پر غاړي واخلي چې له آلماني ځواکونو سره په افغانستان کې ګډ کار کړی دی.

په دې ترڅ کې د آلمان دفاع وزارت په ځانګړې توګه د هغو افغانانو له پاره د لا ډیر ملاتړ خبره کړې چاچې په تیرو ۲۰ کلونو کې په جګړه ځپلي افغانستان کې له آلماني ځواکونو سره کار او مرسته کړې ده.

د روان میلادي کال له می میاشتې راهیسې، هغه مهال چې امریکايي او بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو پيل کړی، په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې د خرابیدو په حال کې دی او د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نیږدې په ټول افغانستان کې جګړې روانې دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب