د جرمني د دفاع وزارت وویل: «د سې شنبې په ماپښین د AN-124 انتونوف الوتکي کښته کیدل، په بهر کي د «پریکړنده ماموریت» په چوکاټ کي د آلماني تجهیزاتو د وروستي انتقال یو نوی پیل وو.«
د امريکا د دفاع وزارت بيا اعلان کړی چي د امریکایی عسکرو د ایستلو تقریباً یو پرپنځمه برخه بشپړه سوې ده.
ناټو د روان کال په اپریل مياشت کي پریکړه وکړه چي په افغانستان کي به د سپتمبر مياشتي تر ۱۱نېټې پوري خپل ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورسوي.
په دې ډول اوس د بهرنيو ځواکونو له پاره د تجهیزاتو د ټولولو کار پیل سوی. د آلمان د پوځ له پاره د دغو تجهیزاتو ایستل یو لوژیستیکي چيلينج دی، ځکه چي یو ځانگړی ټیم باید د یو څو میاشتو په ترڅ کي ټانکونه، هلیکوپتري او نور نقلیه وسایل آلمان ته انتقال کړي.
د آلمان د دفاع وزارت په حواله، دغه تجهیزات به تر رارسیدو وروسته اول امتحان او بیرته به د پوځ په اختیار کي ورکړل سي.
د آلمان پوځ د خپلو تجهیزاتو د انتقال له پاره د نړۍ تر ټولو سترو باري الوتکو »انتونوف« څخه کار اخلي. دغه الوتکي د اویایمو کلونو په پای کي په پخواني شوروي اتحاد کي طرح ریزي سوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت بیا د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر ۱۳ تر۲۰ سلني پوري بشپړ سوی دی. د ځواکونو د ایستلو له پریکړې راهیسي تر اوسه پوري په تجهیزاتو ډکي ۱۱۵ بوینگ ډوله الوتکي امريکا ته رسېدلي دي.
سربیره پر دې پنځه تاسیسات د افغانستان د دفاع وزارت ته ورکړل سوي دي چي په هغو کي په دغه هیواد کي د امریکايي ځواکونو تر ټولو دوهمه لویه پوځي اډه چي په کندهار کي ده هم شامله ده.
د امریکا پوځ د امنیتي دلایلو له مخي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پلان د جزیاتو په هکله معلومات نه ورکوي. د سپتمبر تر میاشتي پوري به د تجهیزاتو ترڅنگه ۲۵۰۰ سرتیري او ۱۶۰۰۰ ملکي کارکوونکي له افغانستان څخه وایستل سي.
GP/NZ/AG
د آلمان په پارلمان کې د آزاد دیموکراتانو د ګوند فرکسیون له حکومت څخه غوښتي دي چې د هغو حیواناتو د استفادې ډول او شمیر په اړه معلومات ورکړي چې د دغه هیواد پوځ ترې ګټه اخلي. حکومت په دې اړه ارقام وړاندې کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Minichد آلماني پوځ، ګمرکي ادارو او د پولیسو د ماموریتونو په چوکاټ کې له شاوخوا زرو سپو څخه استفاده کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgartenله دې جملې څخه ۴۲۰ سپې يي د پولیسو په اختیار کې دي.
انځور: Imago/G. Leberله ۲۵۰ سپو څخه د آلماني پوځ په خپلو مختلفو ماموریتونو کې استفاده کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roesslerد ټول آلمان په کچه د ګمرک مامورین له ۳۴۰ سپو څخه استفاده کوي
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deckله آلمان څخه دباندې په مالي او افغانستان هیوادونو کې هم دوه سپیان د آلماني پوځ د ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.
انځور: picture-alliance/picturedesk/H. Punzآلماني پوځ له درې نسله سپو څخه په خپلو ماموریتونو کې استفاده کوي چې عبارت دي له آلماني شپانه سپي، بلجیمي شپانه سپي(د لیوه ذات) او لابرادور رتریو څخه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambariniآلمان په بهرنیو ماموریتونو کې له یوه بل سپي څخه هم استفاده کوي. دا سپی د «فرونټکس» یا د اروپایي اتحادیي د بهرنیو سرحدونو د ساتنې ماموریت په چوکاټ کې په یونان کې فعالیت کوي.
انځور: picture-alliance/Keystone خو د آلمان د ګمرک مامورين له ۱۸ مختلفو نژادونو له سپو څخه په خپلو ماموریتونو کې استفاده کوي. له جک روسل څخه نیولی بیا تر «تری یر» پورې.
انځور: picture-alliance/H. Schmidt/ZBد حفاظتي ماموریتونو له پاره له هغو سپو څخه کار اخیستل کیږي چې لوې جسامت ولري. د لابرادور سپي د تجسسي او یا مخدره موادو او نقدو پيستو د پیدا کولو ماموریت په غاړه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermelپه عین وخت کې آلماني پوځ په خپلو ماموریتونو کې له موش خورما یا غټ موږکانو څخه هم استفاده کوي. په دې رپوټ کې د دوی دقیق شمیر نه دی ښودل شوی.
انځور: Getty Images/T. Weidmanخو دغه موش خرما یا موږکان چې د آلماني په ماموریتونو کې ترې استفاده کیده نامناسبه بلل شوي دي.
انځور: Lieve Blancquaertپه دې رپوټ کې ویل شوي دي چې د چاودیدونکو موادو د موندنې په موخه د دوی کارونه اغیزمن نه دي.
انځور: Sylvain Piraux/Apopo.orgد آلمان حکومت د آزاد دیموکراتانو د پارلماني فرکسیون د پوښتنې په ځواب کې ویلی دي چې آلماني پوځ اوس هم په خپلو ماموریتونو کې له قچرو څخه د حمل و نقل د وسیلې په توګه استفاده کوي.
انځور: picture-alliance/dpaآلماني پولیس په خپلو ماموریتونو کې له اسونو څخه استفاده کوي. هیڅ یو له دغو دریو ادارو څخه نور له مچیو، وحشي خنځیرانو او الوتونکو څخه په خپلو ماموریتونو کې استفاده نه کوي. هغه حیوانات چې اوس هم ترې په یو شمیر هیوادونو کې استفاده کیږي
انځور: picture-alliance/dpa