د بايريشر روندفونک (BR) په نوم تلويزيون دغه طنزي پروګرام په داسې وخت کې خپور او له نيوکو سره مخ شوی چې په آلمان کې په کراتو د سپين او تور پوستکي په تړاو د توکمپالنې بحثونه شوي دي.
د یاد تلويزيون د «شلايښ فينزهين» په نوم دغه ۴۵ دقیقه يې پروګرام د پنجشنبې په ماښام خپور شو چې په هغه کې د هیلموت شلایښ په نوم هنرمند د یو تورپوستي دیکتاتور په توکه ځان جوړ کړی وو.
د مکسويل شتراوس په رول او د ايم بنګالو په نوم د یو خیالي دولت د مشر په توګه، آلمان ته سپارښتنه کوي چې څرنګه د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي او وايي چې له مخالفانو څخه يې غوښتي دي چې «خوله بنده کړئ.»
هنرمند شلايښ، چې د یوه ديکتاتور لباس يې پر تن او مخ يې تور کړی و، وايي چې هغه به د يو ښه صدراعظم په توګه نوماند شي. هغه وايي: «زه به واقعا يو ښه صدراعظم شم. په آلمان کې لومړنی واقعي تورپوستی صدراعظم.»
خو دغه پروګرام په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو له سختو نيوکو سره مخ شوی دی. ژورنالیست ملکولم اوهانوې، پر خپل ټويټر لیکلي: «دا شو په ۲۰۲۱م کال کې د بي آر تلويزیون. زه خو ورته يو څه حیران یم.»
ځينو نورو بیا ليکلي دي چې دغه کار «د دې ښکارندويي کوي چې دوی له خپلو تيرو اشتباهاتو څخه عبرت نه دی اخیستي.»
په تفريحي پروګرامونو کې د مخ تورول یا «بلک فیسینک»، د سپين پوستو لیدونکو په منځ کې پخوانی او پراخ تاریخ لري چې د منفي سوژو له پاره کارول کيږي. دغه ډول رول په عام ډول د یو سپين پوستي هنرمند له خوا ترسره کيږي چې د تمثیل پر وخت يې مخ تور کړی وي. دغه کار په اوس وخت کې د توکم پالنې او د نورو انسانانو د سپکولو عمل ګڼل کيږي.
دويچه وله ا/م.ک.ص./م.ن.ص.
پر ورته موضوع يو انځوريز البوم (آرشيف 07.06.2020):
انځورونه: د نړۍ په مختلفو ښارونو کې د توکم پالنې ضد لاريونونه
په امريکا کې د تورپوستکي جورج فلويد د وژنې له قضيې سره په تړاو، د نړۍ په مختلفو ښارونو کې خلک واټونو ته راووتل او د توکم پالنې، تبعيض او د پولیسي تاوتريخوالو پر ضد یې لاريونه وکړل. دلته يې انځورنه کتلای شئ!
انځور: Getty Images/AFP/R. Schmidtد امريکا په متحده ایالاتو کې د ترسره شوو لاریونونو څخه يو تر ټولو لوی په واشنګتن ډي سي کې د سپينې ماڼۍ مخې ته پراته واټ کې تر سره شو. په دغه لاريون کې د مختلفو رنګونو په زرونو کسانو ګډون کړی وو.
انځور: Getty Images/D. Angererد نیويارک ښار په واټونو، څلور لارو او پارکونو کې هم په زرونو مظاهره چیان راووتل او د توکم پرستۍ ضد اعتراضونه يې وکړل.
انځور: imago images/Bildbyran/J. Marklundد آلمان په پلازمینه برلین کې هم خلکو د ۸ دقیقو او ۴۶ ثانیو له پاره د وژل شوي جورج فلويد له پاره د سکوت مراسم ترسره کړل. ۸ دقيقې او ۴۸ ثانيې مساوي د هغه وخت سره دی چې پولیس د فلويد په اورميږ خپل زنګون ايښی وو چې په نتيجه کې ېې مړ شو.
انځور: Getty Images/M. Hitijد آلمان د مونشن ښار په ګوينګسپلاتڅ کې شاوخوا ۳۰ زره کسان راووتل تر څو له نورو اعتراض کونکو سره د «تورپوستانو ژوند ارزښت لري» تر عنوان لاندې مظاهرو سره خپل پيوستون ښکاره کړی وي.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Babbarد امریکا د فلوريدا ايالت په سن پيترسبورک ښار کې بيا اعتراض کونکي په بارانۍ هوا کې سړکونه ته راووتل او خپل غږ يې اوچت کړ.
انځور: imago images/ZUMA Wire/D. Shaddد فرانسې په پلازمينه پاريس ښار کې د پولیسو د ممانعت سربيره، په سلونو اعتراض کونکي د فلويد د مړينې په تړاو سړکونو ته راووتل. د څو توکميزو لاريون کوونکو له جملې څخه ځينو د آدامه تراورې نوم هم ياداوه. دا هغه تورپوستی سړی دی چې د پوليسو په توقيف کې مړ شوی و. له دې کبله د هغه قضيه هم د انتقاد کوونکو له خوا د فلويد له مړينې سره مقايسه شوې ده.
انځور: Getty Images/AFP/A.-C. Poujoulatد بريتانيا په مانچستر ښار کې هم ګڼ شمیر اعتراض کونکو په داسې حال کې چې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه یې ماسکونه هم تړلي ول، د تورپوستکو په ملاتړ يې خپل آوازونه اوچت کړل.
انځور: Getty Images/AFP/P. Ellisد سويس هيواد په باسل ښار کې هم شاوخوا ۵ زره کسانو د «بلک لایف مَتر» (د تورپوستانو ژوند ارزښت لري)، تر عنوان لاندې واټونو ته راووتل او په مظاهرو کې يې ګډون وکړ.
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/G. Kefalasد جمعې په ورځ د استراليا په سويلي ښار آدلاید کې هم مظاهرې وشوې. خلک وروسته له هغې چې د پولیسو له خوا يې د مظاهرې کولو جواز تر لاسه کړ په ویکتوریا چوک کې راټول شول. د پولیسو کمشنر ګرنت ستيفن وویل: «دا يو فوق العاده او بې سارې پيښه ده. دلته يو احساس موجود دی چې له مخې يې باید خلکو ته د اعتراض کولو حق ورکړل شي.
انځور: Getty Images/T. Nearmyپه تونس هیواد کې هم په سلګونو کسانو د تورپوستانو په ملاتړ مظاهرې وکړې. دوی شعارونه ورکول: «موږ عدالت غواړو! موږ غواړو نفس وباسو.» جورج فلويد چې کله د يوه پوليس تر پښو لاندې پروت و او په اورمیږ يې د زنګون فشار وارد کېده هم د تنفس کولو غوښتنه کوله.
دويچه ويله انګلیسي/ م.ک.ص/ ن.ص
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid