1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان غواړي د هامبورګ د اسلامي مرکز مشر اخراج کړي

۱۴۰۳ شهریور ۸, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې پلان لري د یوه منع شوي اسلامي مرکز مشر اخراج کړي. په هامبورک کې واقع دغه مرکز په جولای میاشت کې له افراطي ډلو سره د اړیکو درولودلو په تور وتړل شو.

Ex-Leiter des Islamischen Zentrums muss Land verlassen
انځور: Christian Charisius/dpa/pciture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، څېړونکي پنځه میاشتې مخکې له هغه وروسته د هامبورګ پر اسلامي مرکز ورغلل چې موندلې ېې وه دا یو «افراطي اسلامپاله سازمان» دی چې د لبنان حزب الله ډلې او ایران سره اړيکي لري.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ېوې ویاندې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه مرکز پخواني مشر، ۵۷ کلن محمد مفتح ته امر شوی چې په ۱۴ ورځو کې له آلمانه ووځي او که دا کار ونه کړي نو له اخراج سره به مخ شي.

هغه به آلمان ته بېرته د داخلیدو اجازه ونه لري او که چېرته داخلیږي، کیدای شي تر درې کاله د حبس له سزا سره مخ شي.

د هامبورګ ایالتي داخله وزير اندي ګروته، ويلي دي چې د مفتح اخراج د هامبورګ اسلامي مرکز پر وړاندې «بعدي منطقي ګام» دی.

وزير زیاته کړې: «په تهران کې د غیربشري رژيم د یو لوړ مذهبي استازي په توګه، په آلمان کې د هغه دور نور پای ته رسېدلی دی.»

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې په جولای میاشت کې د مرکز ممنوع کولو پر مهال، دغه مرکز د «ایران د مذهبي مشر پر یو مستقیم استازي» تورن کړ چې «له یو تهاجمي او پوځي روش» سره د تهران ايډیالوژي خپروي.

د هامبورګ د اسلامي مرکز مسجدانځور: Markus Scholz/dpa/picture alliance

وزارت همدارنګه دغه مرکز د سیاسي او نظامي اړخه د «حزب الله په څېر سازمانونو» څخه په ملاتړ کولو تورن کړ.

آلمان، حزب الله د «ېو شیعه تروریستي سازمان» په توګه درجه بندي کړی او په ۲۰۲۰ کال کې يې په خپله خاوره کې د دغه سازمان فعالیتونه ممنوع کړل.

ایران د آلمان دغو تورونو ته قهرجن غبرګون ښودلی او په دې لړ کې ېې تېره اوونۍ په تهران کې د آلماني ژبې د زکړې انستيتوت بند کړ.

د مفتح د اخراج موضوع په داسې حال کې مطرح کيږي چې د زولینګين ښار خونړۍ حملې وروسته د آلمان په سیاسي بحثونو کې د مجرمو او خطر جوړونکو مهاجرو د اخراج موضوع ډېره توده شوې ده.

د آلمان په غربي ښار زولینګين کې تېره اوونۍ د چاقو په یوه حمله کې درې تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول. ويل کیږي چې د دغې حملې عامل یو سوريايي مهاجر دی او مسئولیت ېې داعش ډلې منلی دی.

تر دغې پېښې وروسته د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ژمنه وکړه چې حکومت به ېې د هغو افرادو د اخراج له پاره خپل ټول امکانات په کار واچوي کوم چې پرې ډاډمن شي چې هغوی په آلمان کې نه شي اوسېدی او نه باید په آلمان کې پاته شي. 

      bur-fec/mfp/rox/mks/nz/(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب