1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خوراک نړیوال پروګرام سره ډېره مرسته کړې

۱۴۰۰ دی ۱, چهارشنبه

د خوراک نړیوال پروګرام په حواله آلمان د دغه پروګرام دویم تر ټولو لوی تمویلونکی هیواد دی. دغه هیواد په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د خوراک له نړیوال پروګرام (WFP) سره د ۱،۲ میلیارده یورو مرسته کړې ده.

Äthiopien humanitäre Katastrophe
آرشیف انځورانځور: Claire Nevill/WFP via AP/picture alliance

د خوراک نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د دسمبر ۲۲ نېټه) په برلین کې وویل چې آلمان له لوږې سره د مبارزې نړیوال پروګرام دویم تر ټولو لوی تمویلونکی دی. آلمان په روان میلادي کال کې له ۱،۲ میلیارده یورو سره د خوراک د نړیوال پروګرام ملاتړ کړی دی.  

د شخړو، اقلیمي بدلونونو او کرونا ویروس وبا د اغیزو له امله په پراخه کچه بشردوستانه مرستو ته د اړتیا په پام کې نیولو سره برلین خپل د بیړنیو مرستو او له لوږي سره د مبارزې اقداماتو د ملاتړ پروګرامونه ۸۰ هیوادونو ته غځولي دي.  

په دې ترتیب سره د خوراک نړیوال پروګرام له پاره د آلمان په اساسي مرستو کې ۵۰ میلیونه یورو او د عاجلو بیړنیو مرستو له پاره ۱۰،۵ میلیونه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

په آلمان، اتریش او لیشتن شټاین کې د خوړو نړیوال پرورګرام مشر مارتین فریک وویل: «موږ غواړو [د آلمان] له نوي حکومت، پارلمان او مدني ټولنې سره بې له کوم خنډ څخه ګډه همکاري ولرو.»

فریک زیاته کړه: «اقلیمي بحران لوږه او شخړې زیاتوي او موږ د دې هرکلی کوو چې دا موضوع د سیاسي اجندا په سر کې ځای ونیسي.»

د معلوماتو پر بنسټ په سوريه او یمن کې د لوږې کړکېچ او همدارنګه په افغانستان کې بشري وضعیت د آلمان د مرستو په محور کې ځای درلود.

د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې د بشري مرستو کمیسارې سوزانه فریز-ګایر وویل: «په تیرو کلونو کې په نړۍ کې د میلیونونو انسانانو د ژوند وضعیت په ډیر بد ډول خراب شوی دی. ډېر انسانان چې څو کاله مخکې یي ډېر ښه ژوند درلود او پخپله یي خپل لګښتونه پوره کولی شول د شخړو، اقلیمي بدلونونو او وبا د اغیزو له امله یي خپل د ژوند تیرولو اساس له لاسه ورکړی دی او حتی اکثره وخت په کافي اندازه خواړه هم نه لري.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل