1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په دریو اونیو کي محلي همکارانو ته ۱۵۰۰ ویزې صادري کړي

۱۴۰۰ آبان ۲۷, پنجشنبه

د جرمني د خارجه وزارت یوه ویاند ویلي , له افغاستان څخه د نظامي تخلیې تر پای ته رسیدو وروسته، محلي همکارانو او تر گواښ لاندي کسانو ته  تر اوسه پوري څه د پاسه ۳۰۰۰ ویزې صادري سوي چي ۱۵۰۰ یې په تیرو دریو اونیو کي صادري سوي.

Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
انځور: Yonhap/picture alliance

له افغانستان څخه د نظامي تخلیې له پای ته رسیدو څخه شاوخوا دوې نیمي میاشتي وروسته، آلمان ته د پخوانیو محلي کارکوونکو انتقال ډیر کرار پر مخ روان دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ په برلین کي ویلي دي چي په سیمه کي د آلمان استازي د نظامي تخلیې تر پای ته رسیدو وروسته، څه د پاسه ۳۰۰۰ ویزې محلي کارکوونکو او له گواښ سره مخامخ کسانو ته صادري کړي چي د هغو له جملې څخه یې شاوخوا ۱۵۰۰ ویزې په تیرو دریو میاشتو کي صادري سوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چي دا ښيي چي له افغانستان څخه ددغو کسانو د انتقال پروگرام په ښکاره ډول چټک سوی او موږ له دې کبله ډیر خوشحاله یوو.

د نظامي تخلیې د عملیاتو تر پای ته رسیدو وروسته، آلمان د اول وار له پاره تیره اونۍ ۳۲۹ کسان د یوې چارتر الوتکي په مرسته له کابل څخه انتقال کړل.

سربیره پردې د اونۍ په پای کي هم ۱۴۸ کسان د یوې چارتر الوتکي په مرسته چي لگښت یې د بسپنو له لاري تامین سوی وو، له افغانستان څخه وایستل سول. په مجموعي ډول ۲۵۰۰۰ کسانو آلمان ته د تګ ژمنه ترلاسه کړې چي زیاتره یې د آلمان د پوځ پخواني کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي.

بیا هم د جرمني د خارجه وزارت د معلوماتو له مخي تر تیري دوشنبې ورځي له دې ډلي څخه شاوخوا ۷۶۰۰ کسان جرمني ته انتقال سوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ همدارنگه اعلان وکړ چي تر اوسه پوري ۷۶۰۰ کسان له افغانستان څخه نوموړي هیواد ته انتقال سوي دي. د هغوی په ډله کي ۶۰۸۹ کسانو افغاني پاسپورتونه درلودل.

انتقال سوي کسان محلي کارکوونکي او داسي کسان دي چي د ترگواښ لاندي کسانو په توگه طبقه بندي سوي دي، د مثال په ډول خبریالان یا د بشری حقونو فعالان او همدارنگه د هغوی د کورنۍ اصلي غړي.

(dpa, KNA) GP/NZ