د جرمني د بهرنيو استخباراتو ادرې د مشر، برونو کال د اټکلونو پراساس د سپټمبر تر ترهګري بریدونو شل کاله وروسته هم د القاعده شبکې او داعش خطر له منځه نه دی تللی.
برونو نن دوشنبه المانۍ ورځپاڼي،«زوید څایټونګ» ته وویل چي «موږ په اوس وخت کي د دغو ډلو د نه خطر د اعلانولو هیڅ دلیل نه وینو«. په خبره یې په عراق او سوریه کي د ترهګرۍ پرضد مبارزه کي پر بریالیتوبونو سربیره د ترهګرو تعداد ډیر سوی دی.
ورځپاڼي د برونو په حواله همدارنګه لیکلي دي چي «دغه جهادیان کولای سي نن ورځ نه یوازي په محل، بلکي تر هغه دباندي هم حملې وکړي او هم يې طرحه کړي.»
د برونو په خبره د ترهګري جوړښتونو د پراخیدو خطر خصوصأ په هغو ځایو کي ډیر دی، چیري چي «دولتي حاکمیت او ارګانونه» موجود نه وي. هغه دغه ډول یو خطر تر ټولو دمخه په منځني ختیځ، د صحرا په هیوادونو، د افریقا په جنوب او تر یوه حده پوري مرکزي اسیا کي ویني. هلته له ترګرو ملیشو سره خلګ هم یو ځای کیږي، ځکه چي په خبره یې دا هغو ته دا مهمه وي، چي دولتي خلا ډکه سي. خو ترهګر ګروپونه بیا کوښښ کوي له دې لاري د قدرت د تقسیم په موضوع کي سهیم سي.
د برونو په حواله د ترهګري سازمانونو د پراختیا او وسعت پر ضد فقط یوه لار موجوده ده او هغه داچي «هلته باید حضور» ولرو. ورځپاڼه یې په حواله همدارنګه لیکي چي «موږ باید د دغو هیوادونو، په کومو کي چي دغه ډول یو حالت رامنځته سوی او یا رامنځته کیږي، څنګ ته ودریږو.»
د جرمني د خارجي استخباراتي ادرې رییس، برونو او صدراعظمه انګیلا میرکل ددغي ادارې د نوي تعمیر د افتتاح پروختانځور: picture-alliance/dpaM. Sohn
د برونو په حواله اروپا باید ټول امکانات په کار واچوي، څو د ساحل دولتونو سره کومک وکړي او دا باید ورته معلومه وي چي «دا زموږ همسایه سیمه ده، د کوم ځای څخه چي امنیتي خطر مستقیمأ اروپا ته راجع کیدلای سي.»
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو راوتلو ته په اشارې سره برونو وویل، چي په ۲۰۰۱م کال کي دا «مطلقأ سمه خبره وه» چي هلته د ترهګرۍ د رامنځته کیدو د خطر په مقابل کي ودریږو. خو اوس دا د طالبانو په ګټه هم ده، چي «ترهګري جوړښتونه او سازمانونه د افغانستان څخه دباندي را و نوزي.»
برونو ورځپاڼي ته همدارنګه ویلي دي چي د افغانستان له ماموریت څخه مهم عبرت باید داوي چي «د امکان تر حده پوري د ترهګرو سازمانونو د نه کنټرولیدونکي وسعت په مقابل کي ودریږو او مخنیوی یې وکړو.» خو هغه په عین حال کي دا هم وویل چي غربیان باید «دغو هیوادونو ته داسي هوايي وعدي ور نه کړي، لکه د دیموکراسۍ صادرول او د قانون حاکميت.»
د امریکا متحده ايالاتو ته د اردن د پاچا شاه حسین د سفر د خوند له پاره، د امریکا استخباراتي ادارې ځانګړی پلان جوړ کړی ؤ. د دې سفر پرمهال له هغه سره د هاليووډ د فلمونو د ستورې سوزن کابوټ د ملاقات زمینه برابره کړل شوې وه.
انځور: Getty Images/Keystone
کینیډي فایلز او سوزن کابوټ
په همدې وروستیو کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادراې یا «سي. آی. اې» ۳۵ زره پټ اسناد خپاره شول. دې اسنادو ته د «کینیډي فایلز» نوم هم کارول کیږي. په دې اسنادو کې د اردن د پخواني پاچا شاه حسین او فلمي ستورې سوزن کابوټ ترمنځ اړیکې هم برملا شوي.
انځور: Getty Images/Keystone
شاہ حسین بن طلال
د اردن د اوسني واکمن شاه عبدالله پلار حسین د طلال بن عبدالله ځوی وو. د دوی د کورنۍ د ادعا په اساس شاه حسین هاشمي نسب درلود او د حضرت محمد (ص) څلویښتم پشت سره تړاو لري. نوموړي د انګلستان له پوځي اکاډمۍ څخه خپلې زده کړې پای ته رسولې وې.
انځور: picture-alliance/dpa
په مسجد اقصی کې وژونکی برید
د ۱۹۵۱م کال د جولای میاشتې په ۲۰ نیټه حسین او پلار طلال یې د شاه عبدالله سره مسجد اقصی ته د لمانځه د ادا کولو له پاره تللي وو چې ورباندې وژونکی برید وشو. په دې برید کې د اردن د هغه وخت پاچا عبدالله ووژل شو.
انځور: picture-alliance/United Archiv/WHA
د اردن د نوي پاچا ذهني ناروغي او نا اهلي
د شاه عبدالله تر وژنې وروسته، د اردن د سلطنت واک د هغه ځوی طلال ته ورسید خو تر یو کال وروسته هغه د شیزوفرینیا په نامه په یوه ذهني ناروغۍ اخته شو چې له امله یې هغه د تل له پاره له حکومت کولو بې برخې وګرځول شو.
انځور: picture-alliance/dpa/ATP Bilderdienst
تنکي ځوان، د اردن نوی پاچا
د شاه طلال تر نا اهلۍ وروسته، ۱۷ کلن حسین د اردن نوی پاچا وټاکل شو. دا هغه وخت وو چې د امریکا او پخواني شوروی ترمنځ سړه جګړه خپل اوج ته رسیدلې وه. په دې وخت کې اردن له بریتانیا څخه د آزادۍ د ترلاسه کولو په هڅه کې وو او په همدې وخت کې شاه حسین په منځني ختیځ کې د امریکا د متحد کیدو ټاکنه هم وکړه. امریکا هم په منځني ختیځ کې متحدینو په لټه کې وه.
انځور: picture-alliance/dpa
امریکا ته شاه حسین لومړنی سفر
په ۱۹۵۹م کال کې شاه حسین په رسمي سفر واشنګټن ته ولاړ او د امریکا د هغه وخت له ولسمشر آیزن آور سره یې هم ملاقات وکړ. د امریکا استخباراتي ادارې د هغه دغه سفر د «مینې له پلوه د یوه یادګار سفر» په توګه زمینه برابروله. تر کلونو وروسته هم د سې آی اې لخوا د مینې د دغه دام په هکله معلومات نه وو خپاره شوي.
انځور: picture-alliance/Everett Collection
د مینې دام
د مختلفو رپوټونو په حواله، شاه حسین په ښکلو میرمنو زړه بایلوونکی کس وو. د امریکا د «ایف بې آی» یوه پټ جاسوس رابر ماهیو د اردن له دې شاهي کورنۍ سره ژورې اړیکې درلودې او د هغه د معلومات په رڼا کې د امریکا په لاس انجلس ښار کې یو ځانګړی پروګرام هم جوړ کړل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/UPI
د لاس انجلس محفل
د امریکا په لاس انجلس ښار کې په دې جوړ شوي محفل کې د لومړي ځل له پاره د شاه حسین او د امریکايي فلمونو ستورې سوزن کابوټ ترمنځ ملاقات وشو. شاه حسین له خپلې لومړنۍ میرمنې شریفې سره تر واده یوازې دوه کاله وروسته بیرته جدا شوی وو. د لاس انجلس په دې محفل کې حسن له سوزن کابوټ وغوښتول چې په نیویارک ښار کې ورسره ملاقات وکړي.
د امریکا استخباراتي ادارې یا «سي آی اې» د شاه حسین او د سوزن کابوټ ترمنځ د اړیکو د لا غښتلي کولو هڅې پیل کړې. له فلمي ستورې سوزن سره د حسین د ملاقات پرمهال به، د اردن دغه ځوان پاچا د خصوصي ساتونکو تر څار لاندې وو.
انځور: picture-alliance/Everett Collection
له ملکي مونا سره واده او سوزن کابوټ
د امریکا استخباراتي ادارې پر کابوټ فشار راوړ چې هغه له شاه حسین سره جنسي اړیکي ونیسي او له بل پلوه شاه حسین هم رسنیو ته د دې اړیکو د خبر د رسیدو له امله احتیاط کوو. د ۱۹۵۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۸ نیټه شاه حسین یوازې بیرته اردن ته ولاړ او بیا یې په ۱۹۶۱م کال کې له یوې بریتانوی میرمنې سره واده وکړ. دغه میرمن بیا وروسته د ملکه مونا په نامه مشهوره شوه.
انځور: picture-alliance/dpa
له سوزن کابوټ سره اړیکې
د استخباراتي معلوماتو له مخې شاه حسین تر څو کلونو پورې سوزن ته لیکونه لیږل. په همدې وخت کې له ملکه مونا څخه د هغه څلور ماشومان هم نړۍ ته راغلي وو چې بیا وروسته دوی په ۱۹۷۲ کې بیرته سره جلا شول. د اردن اوسنۍ پاچا شاه عبدالله هم د ملکې مونا اولاد دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Larsen
له سوزن کابوټ سره د اړیکو پای
امریکايي فلمي ستورې سوزن کابوټ او شاه حسین خپلې اړیکې هغه وخت پای ته ورسولې چې کله حسين ته معلوم شول چې هغه یهودۍ ده. بل لوري ته بیا شاه حسین د شاه حسین دریمه میرمن علیا الحسین په ۱۹۷۷م کال کې د هلیکوپترې په یوه پیښه کې وژل شوې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/Keystone Press
د شاه حسین څلورم واده
په ۱۹۷۸م کال کې ادرني پاچا له ایلزبیت نجیب الحلبی سره واده وکړ او دغه میرمن بیا وروسته د ملکه نور په نامه مشهوره شوه. شاه حسین له دې میرمنې هم څلور بچیان لري.