آلمان د ادغام په کورسونو کي د ډیرو افغانانو د ګډون تمه لري
۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبهدغه خبره د چهارشنبې په ورځ د آلمان د مهاجرت او کډوالۍ چارو ادارې یا بامف یوه ویاند په آلمان کي د فونکه په نامه رسنیو ډلي ورځپاڼي ته کړې ده.
د هغه په خبره اوس د جرمني په کچه د ادغام کیدو پوره ۱۰ زره کورسونه فعال دي چي پکښي ۱۳۰ زرو کسانو برخه اخیستې ده او د هغو له جملې څخه یې شاوخوا ۱۰ زره افغانان دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله ، د ۲۰۲۱ کال په دوبي کي واک ته د طالبانو د رسیدو له امله افغانان اوس په آلمان کي د پاته کیدو ښه چانسونه لري. د بامف ویاند ټینگار وکړ چي د افغانانو دغه ډول طبقه بندي هغوی ته د ادغام په کورسونو کي په داسي حال کي د لاس رسي امکانات برابروي چي لا یې د پناه غوښتني پروسه روانه وي.
د هغه په خبره: «تر اوسه پوري هغو افغانانو د ادغام په کورسونو کي برخه اخیستلای سوای چي د پناه غوښتني پروسه یې ختمه او تر حفاظت لاندي کسانو په توگه طبقه بندي سوي وای. دلته اوس خبره پر اضافي گډون کوونکو نه ده، بلکي دغه کسان کولای سي مخکی له مخکي لا د ادغام په کورسونو کي برخه واخلي.»
په دې اړه تر اوسه پوري ترلاسه سوي تجربې ښيي چي له اصلي هیوادونو څخه ټول راغلي کسان چي د پاته کیدو ښه چانس لري، د ادغام کیدو په کورسونو کي هم برخه اخیستلای سي. له همدې کبله د ادغام په کورسونو کي د افغانانو د مخ پر زیاتیدونکي گډون له امله د هغوی دقیق شمیر نه سي معلومیدای. د اوسنيو ارقامو له مخي د روان ۲۰۲۲ کال په بهیر کي د یو څو زرو اضافي کسانو د گډون اټکل کیدای سي.
د آلمان د فدرالي ادارې په نظر، د ادغام د کورسونو سیستم ډیر ښه ترتیب سوی، تر څو په دغو کورسونو کي د گډون کوونکو د شمیر بدلونونه «نوسانات» جبران کړي. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کې د ډېرو مهاجرو راتګ او په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ مو کلونو د کرونا وبا له امله د لږو مهاجرو راتګ ښودل سوی دی.
GP/NZ/AG