1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان : یهود ضد او نژاد پالونکي د آلماني تابعیت حق نلري

۱۴۰۰ خرداد ۲۹, شنبه

د آلمان حکومت پریکړه کړې چي د یهودانو ضد کسانو او نژاد پالونکو ته د آلماني تابعیت له ورکولو څخه ډډه وکړي. یعنی داچی هغه کسان چي د یهودیانو ضد او یا هم نژاد پالني په جُرم محکوم سي، نو د آلماني تابعیت حق به له لاسه ورکړي.

Symbolfoto doppelte Staatsbuergerschaft
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO/C. Ohde

په جرمني کي حاکم ائتلافي حکومت د مسیحي دموکرات د اتحاد ، مسیحي سوسیال او سوسیال دموکرات گوندونو سره په گډه پریکړه وکړه چي په راتلونکي کي به هغو کسانو ته آلمانی تابعیت ورنه کول سي چي د یهودي ضد او نژادپالني په جرمونو محکوم کیږي.

د مسیحي دموکرات اتحاد گوند د داخلي چارو کارپوه ، میدلبرگ  د »بیلد« په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته ویلي چي د یهودیت ضد او نژادپالني د جرمونو  له عادي کیدو څخه د مخنیوي له پاره د تابعیت ورکولوسخت قانون ډیر مهم دی.

هغه څه چي د آلمان د حاکم او ائتلافي گوندونو دغي پریکړي باعث سوي، هغه اقدامات،  لکه د اسراییلو بیرغ ته اوراچول او پر کنیسو باندي بریدونه ول چي د روان کال په می میاشت کي د غزې د جگړې د ادامې او زیاتوالي له امله د لاریونونو په ترڅ کي د جرمني په ښارونو کي رامنځته سول.

په ځینو دغو لاریونونو کي د یهودانو ضد شعارونه ورکول سول او آلماني سیاستوالو د هغو د غندلو په ترڅ کي د یهودانو ضد اقداماتو له زیاتیدو څخه خبرداری ورکړ.

د مسیحي دموکرات اتحاد د گوند د داخلي چارو کارپوه، میدلبرگ په خپله مرکه کي وویل، ائیتلافي دولت، د می په میاشت کي د یهودانو پرضد  د نه منونکو غونډو جوړولو څخه، اوس نتیجه گیري کړې ده.

میدلبرگ ټینگار وکړ چي باید د آلمان د تابعیت په قانون کي دا ثبت سي چي د اسرائیلو د موجودیت حق د آلمان د ملي گټو یوه برخه ده.

آ./ګ.غ.پ./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل