«د افغانستان ماموریت د راتلونکو ماموریتو له پاره یو درس دی»
۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبه
د جرمني د دفاع وزیري په نظر په افغانستان کي يې ماموریت بریالیتوبونه او ناکامۍ دواړه درلودل. خو وايي دغه ماموریت کیدلای سی د جرمني د ملي اردو د راتلونکو ماموریتونو له پاره یو درس هم وي.
د جرمني د دفاع وزیره انه ګریت کرمپ- کارنباور غواړي په افغانستان کي یې د ځواکونو د ماموریت نتیجه ګیري وکړي. دا وايي: «زه په هر صورت غواړم د دغي بحث رامنځته کیدونکي مسالې په باب په واضح ډول سره شفاف او جدي برخورد وکړم.»
کارنباور د جرمني خبري آژانس، dpa ته ویلي دي، چي په افغانستان کي یې د پوځ ماموریت له هر لحاظه او په ټولو برخو کي ورته یو درس وو، یعني هم د کامیابیو او هم ناکامیو په برخه کي.
هغې زياته کړې چي دغه خبره د جرمني د پوځ د راتلونکو ماموریتونو په برخه کي هم صدق کوي.
د دفاع وزیري وويل: «افغانستان طبعأ د اروپايي هیوادونو په شان یو نمونه هیواد باندي تبدیل سوی نه دی. زه فکر کوم چي باید په ډیر صراحت سره خبري وکړم. دغه ډول یوه مفکوره له اوله سره پر واقعیتونو باندي ولاړه نه وه.»
کارنباور همدارنګه وویل: «مګر په دغه هیواد کي د لیدلو وړ پرمختګونه محسوسیږي. مثلأ موږ د مطبوعاتو په برخه کي یو ښه انکشاف وینو. موږ په دغه هیواد کي د انتخاباتو د دایریدو شاهدان هم یوو. موږ وینو چي ښځي په لوړو پستونو کي کار کوي. یعني دا چي په افغانستان کي ډیر تحولات رامنځته سوي دي.»
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance
د هغې په خبره اوس پوښتنه داده چي څنګه کولای سو، دغه لاسته راوړني وساتو. څنګه کولای سو په افغانستان کي له نړيوالو ځواکونو څخه په اخرو ورځو او میاشتو کي مؤثره استفاده وکړو. له دغه وخت څخه باید د افغان امنیتي قواوو د روزني په برخه کي ښه استفاده وسي.
کارنباور د خپلو خبرو په اخره کي ویلي دي: «دا چي ایا بلاخره به دغه خبره په افغانستان کي د دایمي ارامۍ او رضایت سبب وګرزي یا نه، موږ هغه ته له نظامي لاري جواب نه سو ورکولای. دا خبره باید له سیاسي او بین الافغاني لاري حل سي.»
په افغانستان کی د آلمان پوځي ماموریت ته په یوه بل نظر کتل
عکاس ینس اومبخ دوه ځله افغانستان ته سفر کړی، څو داسي انځورونه واخلي چي په دغه هیواد کي د آلمان ماموریت څرنگه خلک تر خپلی اغیزې لاندي راوستلي دي. نه یوازي عسکر، بلکي هغه افغانان هم چي د آلمان نظامی اډې ته نژدې اوسیږي.
اومبخ غوښتل د هغو کسانو عکسونه هم واخلي چي خلک یې نوم یوازي په خبرونو کي اوري. هغه وایی په اصل کي دغه ډول څیرې د آلمان د ماموریت اصلي دلیل جوړوي. له همدې کبله هغه د ټولو کسانو عکسونه اخلي، که هغه زاړه وي یا ځوانان، ښځي وي او یا کوچنیان. لکه دغه نجلۍ چی پرته له پردیو سرتیرو، بل ډول ژوند نه پیژني.
د عکاسۍ پروخت
اومبخ په ۲۰۱۰م کال کي تر خپل لومړي سفر وروسته، افغانستان ته تل په منظم ډول سفرکوي. هغه غواړي دغه هیواد او خلک یې نورهم ښه وپیژني. هغه وايي چي یو ځل له خپل ملگري او مرستیال سره مزار ته نژدې یو دښت کی ولاړ وو او هغه ځای دومره ښایسته وو چي هغه ته یې ژړا وروستله، ځکه په رسنیو کی تل دهغه برعکس تصویرونه وړاندي کیږي.
مېلمه پالنه
دغه عکاس وايي چي افغانانو د هغه تود هرکلی کړی دی. هغوی یې تل ډوډۍ خوړلو، کنسرتونو او د بزکشیو لوبو ته دعوت کړي دي. خو د خراب امنیتي حالت له امله یې نه سوای کولای دغو ټولو بلنو ته مثبت جواب ووایي.
تل امنیتی وضیعت په پام کی نیول
د کار کولو پر وخت امنیتی وضیعت په پام کي نیول، ډیر مهم وو. د ځايي کارکوونکو له خوا به تل هغوی ته لارښووني کیدې. اومبخ وایی چی ما تل داسي یو احساس درلود چي په آزادانه ډول گرځیدای سم. خو دا په دې پوري اړه درلوده چي چیري، څه وخت او له څومره مخکي له مخکي خبرداریو سره سړی گرځي.
چارواکي، طالبان او مجاهدین
همدارنگه مشهورو چارواکو لکه عطامحمد نور هم اومبخ ته اجازه ورکړې چی عکس یې واخلي. د بلخ ولایت دغه والي د آلمانانو له پاره د خبرو اترو مهم ملگری وو. همدارنگه اومبخ د طالبانو او مجاهدینو د جنگیالیو عکسونه هم اخیستي دي.
په جرمني کی د هغه د عکسونو نندارتون
په جرمني کی د ۲۰۱۶م کال له سپتمبر میاشتي راهیسي د «افغانانو» په نوم یو نندارتون پرانیستل سوی، چي وروستی یې په آلمان کی وو. په دغه نندارتون کي نندارچیانو ددې امکانات درلودل چی د اومبخ لوی عکسونه له نژدو وگوري.
راتلونکې مرحله، د عکسونو یوکتاب
ینس اومبخ وروسته غواړي چي له خپلو عکسونو څخه یوه مجموعه جوړه کړي او په دې ډول د یوه غټ کمپاین په مرسته د خپلی پروژې له پاره بسپنې راټولوي. د هغه په نظر د عکسونو یوه مجموعه په وخت پوري تړلی یو تلپاته سند وي. هغه هیله لري چی د «افغانانو» په نامه د هغه پروژه د راتلونکو نسلونو له پاره په افغانستان کی د آلمانی ماموریت یوه برخه جوړه کړي.